د بریټانیا د کابینې دفتر وزیر پېټ مکفاډن وايي چې لندن او په ناټو کې ملګري هېوادونه یې باید د مصنوعي ځېرکتیا د نویو وسلو په سیالۍ کې پرمختګ وکړي.
مکفاډن دا څرګندونې دوشنبه د نوامبر پر ۲۵مه د بریټانیا په پلازمېنه لندن کې د «ناټو د سایبري» دفاع په غونډه کې مطرح کړې دي.
هغه خبرداری ورکړی چې روسي سایبري «جنایتکاران» په جدي ډول د اوکراین ملاتړي هېوادونه په نښه کوي.
د رویټرز راپور پر بنسټ، بریټانیا به په دې غونډه کې د خپلې مصنوعي ځېرکتیا د امنیت لپاره او د سایبري بریدونو د دفاع د لا ښه وسایلو د رامنځته کولو په موخه یوه ازمایښت خونه پرانیزي.
دا ازماښت خونه به د سایبري بریدونو په هکله معلومات وړاندې کوي.
د ۸.۲۲ پونډ په ارزښت دا پروګرام د پوهنتوننو او دولتي کارپوهانو په حضور کې جوړېږي او د بریټانیا پر ملي امنیت د مصنوعي ځیرکتیا اغېزې ارزوي. د دوی د دې راټولېدو موخه د روسیې له خوا د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په هکله لا ښه پوهېدل بلل شوي دي.
د بریټانیا د کابینې دفتر وزیر د امریکا په مشرۍ د ناټو تړون له غړو هېوادونو غوښتي چې د روسیې د احتمالي بریدونو پر وړاندې د خپل ډیجیټل امنیت ساتنې لپاره هڅې وکړي.
دغه بریټانوي چارواکي زیاته کړې ده: «سایبر جګړه اوس یو ورځنی واقعیت دی. هغه جګړه چې زموږ دفاع په دوامداره توګه د ازمایښت په حال کې ده.»
د مکفاډن په وینا، مصنوعي ځيرکتیا کولای شي د اوکراین ملاتړو هېوادونو پر وړاندې د روسیې اقدامات ډېر قوي کړي.
مسکو په وار وار د اوکراین پر ملګرو ملاتړو هېوادونو د سایبري بریدونو ترسره کول رد کړي دي.
روسي چارواکو دا تورونه د روسیې ضد احساساتو د پارولو هڅه بللې ده.





