یونسکو یا د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان د اکټوبر پنځمه د ښوونکي د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده، څو خلکو ته د دغه مهم ټولنیز پاړکي ارزښت او رول وریاد شي. په ننني چټکې نړۍ کې د پېښو او مناسبتونو ګڼوالی په ځانګړې توګه د جګړو، بې ځايه کېدو او پراخو ناورینونو په څېر ترخې او وحشتناکې پېښې، د دې لامل کیږي چې ډېر مسایل له پامه ولوېږي یا په بشپړ ډول هېر شي. د یوه ټولنیز پاړکي لپاره په نړیواله کچه د ځانګړې ورځې نومول، یو فرصت برابروي څو هغوی که د لنډ وخت لپاره هم وي، له څنډې د مرکزي رول پر لور راولي او خلک یو ځل بیا د هغوی په اړه فکر وکړي، په خپل ژوند کې د هغوی د کار ارزښت ورپه یاد کړي او په هغو ناغېړیو کې چې د هغوی په حق کې شوې دي، بدلون راولي.
په پرمختللو او باثباته هېوادونو کې ښوونکي له حقونو او ځانګړي مقامه برخمن دي، ځکه چې هر څوک پوهېږي چې د انساني نسلونو مادي او معنوي وړتیاوې په هغو هڅو پورې تړلې دي چې د هغوی ښوونکي یې ترسره کوي. په دغو هېوادونو کې د زدهکړې لپاره پراخ لیدلوری شته او ترڅنګ یې د ښوونکو د مهارتونو د پیاوړتیا او د غوره استعدادونو جذبولو لپاره لازم فرصتونه برابرېږي، هغوی ته یو داسې ژوند برابرېږي چې له اندېښنو او عادي ستونزو پاک وي، څو په پوره ډاډ سره د راتلونکي نسل د روزنې د لوی بشري مأموریت لپاره ملا وتړي. په باثباته هېوادونو کې ښوونکي ځانګړی رول او مقام لري او د هېواد د پرمختګ، ټولنیز ثبات او د خلکو د ژوند د ښه والي یو له بنسټونو ګڼل کېږي.
په افغانستان کې وضعیت اپوټه دی. د ښوونکو پر وړاندې کلونه کلونه بېپامۍ د دې لامل شوي چې د هغوی د کار ارزښت ونه پېژندل شي او د هغوی د هڅو قدرداني ونه شي. له همدې امله ډېر استعدادونه له دې سپېڅلي مسلکه تښتي او هغو کارونو ته مخه کوي چې د هغوی لپاره ښه ژوند ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. د ښوونکي مسلک هغو کسانو ته پرېښودل چې د نورو کارونو د ترلاسه کولو په هڅه کې پاتې راغلي او دغه کار په افغانستان کې د دغه مسلک اغېزناکتوب او موثریت ډېر ټیټ کړی دی. دولتونه مکلف دي چې داسې شرایط برابر کړي چې دې برخې ته غوره استعدادونه جذب شي او تر ټولو ډېرې وړتیاوې د دغه مهم مأموریت په برخه کې وکارول شي.
په افغانستان کې د ښوونکي مقام ته له نه پاملرنې سره سره، لا هم ښه او مسلکي ښوونکي شته او د افغانستان ښوونیز سیستم لا هم وړ او مخلص ښوونکي لري چې په پوره مهارت سره هڅه کوي د هېواد د پوهنې ډېوه بله وساتي. هغوی د درناوي او ستاینې وړ دي او باید د دولتي ادارو او ټولنیزو سازمانونو لخوا یې ملاتړ وشي، څو د افغانستان د ښوونکو وضعیت د پرمختللو هېوادونو په څېر ښه شي او هغوی ته هغه مقام تثبیت شي چې وړ یې دی.
د ښوونکو د وضعیت د ښه کېدو لپاره لومړی ګام د هغوی د معاشونو او امتیازاتو ورکول دي چې د هغوی لومړني اړتیاوې پوره کړي او د هغوی د ژوند شرایط ښه کړي. که چېرته ښوونکی په دوامداره توګه دې ته اندېښمن وي چې معاش به یې د میاشتې تر پایه ونه رسېږي او اړ وي چې د ښوونکي د دندې تر څنګ د ورځې په پاتې برخه کې یو یا دوه نور کارونه کړي، نو نه شي کولای چې په ښه توګه تدریس پرمخ یوسي او پر خپل کار تمرکز ولري. په داسې حالت کې ډېری ښوونکي په ځانګړې توګه هغه ښوونکي چې ښه استعداد لري، اړ کېږي چې نورو دندو ته مخه کړي او دا مسلک هغو کسانو ته پرېږدي چې بله دنده نه شي موندلای. د ښوونکو د مادي شرایطو ښه والی لومړی ګام دی چې باید پورته شي او بل هېڅ شی به یې ځای ونه نیسي.
لکه څرنګه چې د مازلو د اړتیاوو په هرم کې د ټولنیز درناوي او مقام یادونه شوې ده، چې ټول انسانان ورته اړتیا لري او د ټولنې ښوونکي هم باید دغه مقام ته ورسېږي. د ښوونکو د ټولنیز مقام د تثبیت لپاره باید پراخ کلتوري فعالیتونه ترسره شي څو ټولنه د هغوی د کار اهمیت وپېژني. د ښوونکي درناوی هغه مهال ساتل کېږي چې له دغه پاړکي سره د دولتي ادارو چلند له دروناي او وقاره ډک او د هغوی وړ وي. باید د دولتي چارواکو له لوري دا درناوی داسې تمثیل شي چې خلک له ښوونکو سره پر خپل چلند بیا کتنه وکړي او د هغوی پر وړاندې له درناوي ډک چلند خپل کړي.
په افغانستان کې د ښوونکو پر وړاندې پر خورا زیاتې بې وزلۍ سربېره چې هره ورځ لا ډېرېږي، یوه څرګنده بې حرمتي هم شته. په افغانستان کې واکمن ملایان ښوونکي خپل سیالان ګڼي او له هغه علمه چې د ښوونځیو لخوا خپرېږي وېره لري. د افغانستان په اوسنيیو شرایطو کې ملایان حاکمان دي او ښوونکي محکومان، او څرګنده ده چې د حاکم او محکوم ترمنځ اړیکه متعادله او رغنده نه ده. هغه څوک چې له پاسه ښکته ته ګوري او ښوونکي ټیټ پاړکی ګڼي او ټیټول یې غواړي او د ټیټ ساتلو لپاره یې هڅې کوي، نشي کولای له هغه سره رغنده اړیکه جوړه کړي. د افغانستان ښوونکي نن ورځ سپکېږي او د هغه جرم سزا ورکول کېږي چې نه یې دی کړی.
په دې لړ کې د افغانستان د ښځینه ښوونکو وضعیت خورا خراب دی. په تېرو درېیو کلونو کې ډېرو ښځینه ښوونکو دنده له لاسه ورکړې او له ټولنیزو فعالیتونو منع شوې دي. په دې ټولنه کې د دندې او کار له لاسه ورکول د ډېرو نورو ټولنو په څېر، یوازې د عاید له لاسه ورکول نه دي، بلکې د ټولنیز مقام له لاسه ورکول او د انسانانو د حیثیت ټيټېدل هم دی. هغه ښځینه ښوونکي چې لاهم په بشپړ ډول له دندې لېرې شوي نه دي، ډېری یې د معاشونو له پنځوس سلنه کموالي سره مخامخ شوي او د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې د شته محدودیتونو له امله بل بدیل نه لري چې دا تشه ډکه کړي. نن ورځ زرګونه کورنیو د دې وضعیت له امله خپله نفقه راوړونکې چې یوه زیار اېستونکې ښوونکې وه، له لاسه ورکړې او له ورځې تر بلې زیاتېدونکې بې وزلۍ سره مخ دي.
د افغانستان ښوونکي نن ورځ په سیسټماټيک ډول له تبعیض، سپکاوي او رواني شکنجې سره مخ دي، ځکه هغه متعصب ملایان چې د طالبانو ډلې مشري کوي، د ښوونځي او ښوونکي په تړاو بد بینه دي او د عصري علم پر ضد دي. په نورو هېوادونو کې هر ډول صنعتي، اقتصادي، سیاسي او امنیتي پرمختګ په هغو زدهکړو پورې تړلی دی چې بنسټونه یې ښوونکو اېښي دي. د ملایانو علم نه د ټولنې له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي، نه له صنعتي ودې، نه له ټولنیز پرمختګ او نه له سیاسي پایښت سره، خو نن هغه کسان چې په همدې کارنه ورکوونکي علم سره د ټولې ټولنې پر برخلیک واکمن شوي دي، ټول خلک په ځانګړې توګه هغه ښوونکي چې د ټولنې راتلونکی یې له هڅو او بریا سره تړلې دی، تر فشار او ځپنې لاندې نیولي او هره ورځ تازه محدودیتونه پرې لګوي. په بې وزلۍ او محرومیت کې د افغانستان د ښوونکو ساتل او جهادي مدرسو او د افراطي جنګیالیو روزنې ته د دولتي بودجې د لویې برخې ځانګړي کول اوس په دغه هېواد کې یو پلان شوی کار دی چې د دولتي امکاناتو په ملاتړ ترسره کیږي.





