جلال اباد ښار کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړل
زمان سهيل

سیمه کې د ۸صبح خبریال د سترګو لیدلی حال دی چې وایي، چاودنه د جلال اباد ښار لومړۍ حوزې اړوند درمسال سره، د یو هندو په هټۍ کې شو ې ده.
هغه وایي، د چاودنې نوعیت نه دی معلوم، خو ویې لیدل چې دوه تنه ټپیان شول او سیمې ته امبولانس موټرونه راغلل.
اوس سیمه امنیتي ځواکونو کلابند کړې او هټۍ تړل شوي.
په کومه هټۍ کې چې چاودنه شوې، زیانمنه شوې او نږدې نورې هټیو ته زیان نه دی اوښتی.
د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږیاڼی وایي، ياده پېښه کې درې ملکیان ټپیان دي.
نوموړی زياتوي چې دوکان کې چاودنه نه ده شوې او اهل هنود هم نه دي ټپیان.
د پېښې مسؤلیت هم کومې ډلې نه دی منلی.