۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې ناپېژاندو وسلهوالو په دغه ولایت کې یو ځوان وژلی دی.
سرچینو ویلي چې دا ځوان بصیر نومېده او چهارشنبه د زمري پر ۲۴مه د شپې شاوخوا ۸:۰۰ د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
تر اوسه د دغې وژنې لامل او انګېزه څرګنده شوې نه ده.
طالبانو هم تر دې دمه څه ویلي نه دي.
د راپورونو په حواله، په دې وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جنايي پېښو ګراف پورته شوی دی.
پرون له غرمې وروسته په تخار کې هم یو کس وژل شوی و.
دا کس حجتالله نومېده او ۴۰ کلن و.





