• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کتاب لوستلو حلقې؛ پر زده‌کړو د محدودیتونو پر مهال د نجونو پناه‌ځای

شهرزاد شهرزاد
۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791816856]
AFP

AFP

پر زده‌کړو او په ښوونیز چاپېریال کې د نجونو پر حضور د محدودیتونو په لړ کې ځينو نجونو د مطالعې او زده‌کړو د دوام لپاره د کتاب‌ لوستلو حلقو ته مخه کړې ده. دا کړۍ چې تر ډېره په کوچنیو ډلو کې جوړېږي، د کتابونو د لوستلو، د ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو په اړه د خبرو او د نجونو ترمنځ د نظرونو د تبادلې فرصت برابروي.

په دغو کړیو کې ځينې ګډون کوونکې نجونې وايي، د کتابونو لوستل ورته یوازې بوختیا نه ده، بلکې د زده‌کړو د دوام او له ښوونیز چاپېریال سره د اړیکو ساتلو لار هم ده. هغوی د کتابونو د مطالعې ترڅنګ د ادبیاتو، تاریخ، ټولنې او خپلو ورځنیو تجربو په څېر موضوعاتو هم خبرې کوي.

د کتاب‌ لوستلو حلقې تر ډېره په کورونو کې د څو نجونو په ګډون، شخصي کتابتونونو یا کوچنیو ښوونیزو ځایونو کې جوړېږي. د هرې کړۍ غړې یو کتاب ټاکي او تر لوستلو وروسته یې د منځپانګې په اړه بحث کوي. ځینې حلقې په حضوري ډول او ځینې نورې د ټولنیزو شبکو له لارې پر لیکه جوړېږي. نجونې وايي، په انلاین ډول د داسې ناستو جوړولو ورسره مرسته کړې چې له تګ راتګ پرته د مطالعې په پروګرامونو کې ګډون وکړي.

«کتاب لوستنه د دې لامل کېږي چې احساس کړم لا هم پر زده‌کړو بوخته یم»

یسنا (مستعار نوم) چې د کتاب‌ لوستلو په یوې حلقې کې ګډون کوي، وايي چې په ډله‌ییزه توګه مطالعې ورسره د کتاب لوستلو په برخه مرسته کړې ده. هغه وايي: «کله چې یوازې کتاب لولم، کله کله له څو مخونو وروسته ستړې شم او کتاب یو اړخ ته کړم؛ خو کله چې له څو نورو کسانو سره د یوه کتاب د لوستلو ژمنه وکړو، د مسوولیت احساس مې زیاتېږي. له مطالعې وروسته د کتاب په اړه خبرې هم کوو او هره یوه خپل نظر څرګندوي.»

د نوموړې په خبره، دغو ناستو د مطالعې فرصت له برابرولو سربېره، د خبرو او له بېلابېلو لیدلورو سره د بلدتیا لار هم برابره کړې ده.

رقیه (مستعار نوم) چې د کتاب‌ لوستلو په یوې انلاین حلقې کې ګډون کوي، وايي چې دې کړۍ ته تر ورګډېدو مخکې یې ډېر کتابونه یوازې لوستل. هغه وايي: «د کتاب‌ لوستلو په کړۍ کې راته مهمه نه ده چې یوازې کتاب لولم. کله چې د یوې موضوع په اړه خبرې کوو، پوهېږم چې ښايي بېلابېل کسان یو متن په بېلابېلو بڼو درک کړي.» رقیه زیاتوي چې د کتابونو په اړه خبرو ورسره مرسته کړې، څو د نظر څرګندولو او د نورو د لیدلورو د اورېدو وړتیا هم تمرین کړي.

له مطالعې سره د نجونو له لېوالتیا سربېره، ځينو کتابونو ته لاسرسی ننګونه ګڼل کېږي. د کتابونو لوړې بیې، د مجهزو کتابتونونو کمښت او ځینو سرچینو ته د لاسرسي محدودیت هغه ستونزې دي چې هغوی یې یادونه کوي.

د کتاب لوستلو د یوې حلقې غړې بهار وايي چې د ډلې غړې کله کله د یوه ځانګړي کتاب په موندلو کې له ستونزو سره مخ کېږي. هغه وايي: «کله کله داسې کتاب ټاکو چې د چاپ شوې نسخې موندل یې ستونزمن وي. په داسې مواردو کې بیا که یې قانوني برېښنايي نسخه وي، ترې ګټه اخلو؛ که نه، نو پر ځای یې بل کتاب ټاکو.»

انلاین کتاب لوستل

د انټرنېټ د کارونې له پراختیا سره، د کتاب‌ لوستلو ځینې حلقې مجازي چاپېریال ته لېږدېدلې دي. د دغو ډلو غړې کتابونه لولي او بیا په ټاکلي وخت کې د غږیزو او انځوریزو اړیکو یا انلاین ګروپونو له لارې د کتابونو په اړه خبرې کوي.

د انټرنېټ کمزوری کیفیت، د انټرنېټ د لګښتونو برابرول او د برېښنا پرې کېدل هغه ستونزې دي چې انلاین ناستې ورسره مخ دي. ګلثوم (مستعار نوم) چې په دغو حلقو کې ګډونواله ده، وايي: «کله چې انټرنېټ ښه نه وي، نه شو کولی بحث په منظم ډول روان وساتو. کله کله د انټرنېټ یا برېښنا د ستونزې له امله ناسته نیمګړې پاتې شي.»

د ځینو نجونو لپاره د کتاب‌ لوستنې حلقې یوازې د کتاب لوستلو ځای نه دی. هغوی په دغو ناستو کې د خپلو شخصي تجربو، ټولنیزو موضوعاتو او کلتوري مسایلو په اړه هم خبرې کوي. د دغو کړیو غړې وايي چې په داسې ډلو کې ګډون ورسره مرسته کوي، څو له مطالعې او زده‌کړې سره خپله اړیکه وساتي او ترڅنګ یې له همفکرو سره هم په اړیکه کې پاتې شي.

په داسې شرایطو کې چې ځينې نجونې له ښوونیزو محدودیتونو سره مخ دي، د کتاب‌ لوستلو حلقې ورته د مطالعاتي فعالیتونو د دوام یوه لار ګرځېدلې؛ که څه هم دا کړۍ د رسمي زده‌کړو ځای نه شي ډکولی.

په دغو پروګرامونو کې ګډون کوونکې نجونې کتابونو ته د لاسرسي د پراخېدو، د نورو کتابتونونو د جوړېدو او د مطالعې او خبرو لپاره د خوندي فرصتونو د برابرېدو غوښتنه کوي. هغوی وايي، د مطالعې دوام د ښوونیزو مهارتونو په خوندیتوب او د نجونو ترمنځ د پوهې او پوهاوي په پراخولو کې مرسته کولی شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو په کندهار کې د نارینه خیاطانو له خوا د ښځو د جامو پر ګنډلو بندیز ولګاوه
خبرونه

طالبانو په کندهار کې د نارینه خیاطانو له خوا د ښځو د جامو پر ګنډلو بندیز ولګاوه

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791816077]
یونیسف: په افغانستان کې څه باندې شپږو میلیونو کسانو روغتیايي خدمات ترلاسه کړي
ټولنه

یونیسف: په افغانستان کې څه باندې شپږو میلیونو کسانو روغتیايي خدمات ترلاسه کړي

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791812301]
ایران: له افغانستان سره پر پوله د «صنعتي» نشه‌یي توکو د کشف کچه څلور برابره لوړه شوې
خبرونه

ایران: له افغانستان سره پر پوله د «صنعتي» نشه‌یي توکو د کشف کچه څلور برابره لوړه شوې

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791811818]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.