۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې د نارینه خیاطانو له خوا د ښځو د جامو پر ګنډلو له بندیز وروسته ځينې خیاطان وزګار شوي او د هغوی اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړې دي.
سرچینو دوشنبه د تلې پر ۲۰مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې خیاطانو د ښځینه جامو په ګنډلو خپل لګښتونه برابرول، خو له دغه بندیز وروسته یې د عاید دا سرچینه له لاسه ورکړې ده.
سرچینې زیاتوي چې دغه بندیز نه یوازې خیاطان چې کورنۍ یې هم له ستونزو سره مخ کړې دي.
د هغوی په خبره، له دې مخکې په کندهار کې ګنډل شوې جامې له وارداتي جامو ارزانه وې او ښه کیفیت یې درلود، خو اوس کورنۍ باید د جامو لپاره ډېر لګښت پرې کړي.
سیمهییزې سرچینې وايي چې ګڼې کورنۍ د وارداتي جامو د اخیستلو وس نه لري او له طالبانو غواړي چې دا بندیز ختم کړي څو خیاطان هم عاید ولري.
طالبانو په تېرو پنځو کالو کې د کار او ازادۍ په ګډون ګڼ ټولنیز محدودیتونه لګولي دي.





