۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبر ورکړی چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې ۶.۶ میلیونو وګړو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوې دي.
نوموړي بنسټ دوشنبه د تلې پر ۲۰مه ویلي چې دا خدمات د دوو زرو ۳۹۰ ثابتو روغتیايي مرکزونو او ۱۶ ګرځنده مرکزونو له لارې وړاندې شوې دي.
یونیسف زیاته کړې چې په همدې موده کې ۱۴۹ زرو ۴۷۶ کسانو ته پاکې اوبه برابرې شوې او ۱۳۵ زرو ۱۶۴ کسانو هم لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.
د دغه بنسټ په خبره، ۴۳۳ زرو ۵۶۸ کسانو ته د تغذیې، واکسیناسیون، د ناروغیو د مخنیوي، رواني روغتیا، حفظالصحې او د شدیدې نسناستې د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
یونیسف ټينګار کړی چې لا هم په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران شدید دی.
د نوموړي بنسټ په خبره، په هېواد کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له امله پر ډنګرتیا اخته دي چې شاوخوا یو میلیون یې له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي.
یونیسف ویلي چې د اګست میاشتې ناڅاپي سېلابونو کورونو، زیربناوو، کرنیزو ځمکو، د اوبو رسولو سیستمونو او ښوونځیو ته زیانونه اړولي او د ځايي ټولنو پر ژوند یې اغېز کړی دی.





