• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د سینې سرطان؛ هغه ناروغي چې افغان ښځې د بېوزلۍ، درملنې ته د محدود لاسرسي او ناهیلۍ ترمنځ یوازې پرېږدي

شهرزاد شهرزاد
۱۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793546311]
AFP + Shutterstock

AFP + Shutterstock

په افغانستان کې ځينې ښځې چې د سینې پر سرطان اخته کېږي، د ناروغۍ ترڅنګ له اقتصادي ننګونو، تخصصي روغتیايي خدماتو ته له محدود لاسرسي او د درملنې د لګښتونو په برابرولو کې هم له ستونزو سره مخ دي. که څه هم ځینې کورنۍ د تخصصي درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته ځي، خو تړلې لارې، د ویزې ترلاسه کولو ستونزې او د سفر لوړ لګښتونه یې درملنې ته لاسرسی لا ستونزمنوي. د هغو ښځو لپاره چې له دغې ناروغۍ سره مخ دي، د ناروغۍ په تشخیص او درملنه کې یې هر ډول ځنډ نوې اندېښنې رامنځته کولی شي.

ډاکټران ټینګار کوي چې د سینې سرطان پر وخت تشخیص، تخصصي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی او د مناسبې درملنې پیل د ناروغانو د وضعیت په ښه کولو کې مهمه ونډه لري. بېوزلي، د ناروغۍ د نښو په اړه د عامه پوهاوي کموالی، د درملنې اسانتیاوو او له ځینو کورنیو سره د اړین ملاتړ نشتوالی هغه ننګونې دي چې په افغانستان کې د سینې پر سرطان اخته ښځې ورسره مخ دي.

د هغو ښځو کیسې چې له دې ناروغۍ سره یې د کورنۍ غړي مخ شوې، ښيي چې د سینې سرطان یوازې جسمي ناروغي نه ده؛ بلکې د کورنۍ د ټولو غړو پر ژوند اغېز کولی شي او له وېرې، اندېښنو، درنو لګښتونو او سختو پرېکړو سره یې مخ کوي.

زلیخا چې د سینې پر سرطان د اخته ښځو د وضعیت په اړه خبرې کوي، وايي چې د دغې ناروغۍ په اړه دې د ښځو او کورنیو ترمنځ عامه پوهاوی زیات شي. د نوموړې په خبره، ځینې ښځې د ناروغۍ د تشخیص له وېرې، شرم یا د درملنې د لګښتونو په اړه د اندېښنو له امله ډاکټر ته تګ ځنډوي.

زلیخا وايي: «کله چې یوه ښځه په خپله سینه کې کوم ناعادي بدلون وویني، باید له وېرې او شرم پرته ډاکټر ته مراجعه وکړای شي. له بده مرغه، ځینې ښځې د دې ناروغۍ د نښو په اړه اړین معلومات نه لري او کله کله هغه مهال د معاینې لپاره اقدام کوي چې اندېښنې یې زیاتې شوې وي.»

نوموړې زیاتوي چې کورنۍ دې ښځې پر وخت روغتیايي مرکزونو ته د تګ لپاره وهڅوي او د ناروغۍ د تشخیص پر مهال دې د ملامتولو او وېرولو پر ځای ترې ملاتړ وکړي. د زلیخا په خبره، په روغتیايي مرکزونو، رسنیو او ټولنیزو پروګرامونو کې عامه پوهاوی له ښځو سره مرسته کوي چې د ناروغۍ د خطر نښې وپېژني او د ځان د روغتیايي وضعیت د معلومولو لپاره لاس په کار شي.

ساره چې د سینې پر سرطان د اخته ښځو د ستونزو په اړه غږېږي، وايي چې د معاینې، ازموینو، درملو او درملنې لګښتونه پر بېوزلو کورنیو دروند اقتصادي بار اچوي. د نوموړې په خبره، د کورنۍ د یوه غړي ناروغي د روغتیايي اندېښنو ترڅنګ اقتصادي او رواني ستونزې هم رامنځته کوي.

ساره وايي: «کله چې یوه ښځه د سینې پر سرطان اخته کېږي، کورنۍ یې ملاتړ او د درملنې امکاناتو ته اړتیا لري. خو د هغو کورنیو لپاره چې اړین عاید نه لري، د معاینې او درملنې د لګښتونو برابرول اسانه نه دي. ناروغه ښځه ارام او پاملرنې ته اړتیا لري، خو کورنۍ یې ښايي خپل ټول وخت د پیسو په پیدا کولو او د درملنې لپاره د یوې لارې په لټولو تېر کړي.»

نوموړې زیاتوي چې مالي بې وسي دې د ښځو د اړینو روغتیايي خدماتو د ترلاسه کولو پر وړاندې خنډ نه شي او اړینه ده چې اړمنو ناروغانو ته په مناسبه بیه د معاینې او درملنې زمینه برابره شي.

ساره ټینګار کوي چې د کورنۍ عاطفي ملاتړ هم ډېر ارزښت لري؛ ځکه هغه ښځه چې د سینې له سرطان سره مخ کېږي، د جسمي درملنې ترڅنګ د خپلوانو خواخوږۍ، هیلې او ملتیا ته هم اړتیا لري.

نرګس چې مور یې د سینې پر سرطان اخته وه، د خپلې مور د درملنې لپاره د هڅو ترخې تجربې یادوي. د هغې په وینا، کورنۍ یې د مور د رغېدو د هیلې او د ناروغۍ د پرمختګ د اندېښنې ترمنځ ایساره وه. نرګس وايي، د مور له ناروغۍ تر خبرېدو وروسته یې کورنۍ هڅه وکړه چې د تخصصي روغتیايي خدماتو د ترلاسه کولو لپاره یې پاکستان ته ولېږدوي. د نوموړې په خبره، کورنۍ یې باوري وه چې د مور د ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره دې په هغه هېواد کې تخصصي امکاناتو ته لاسرسی ومومي؛ خو تړلو لارو او د ویزې نه برابرېدو یې د سفر پلان له ستونزو سره مخ کړ.

نرګس وايي: «کله چې پوه شو مور مې د سینې پر سرطان اخته ده، ټول فکر مو دا و چې د درملنې لپاره یې پاکستان ته یوسو. غوښتل مو هر هغه څه وکړو چې له وسه مو پوره وي، څو مور مې روغه شي. په هغو ورځو کې به مو چې د درملنې لپاره هره هیله او لاره موندله، موږ ته به یې لوی ارزښت درلود.»

هغه زیاتوي چې کورنۍ یې په هغو سختو ورځو کې هڅه کوله د مور د لېږدولو لپاره یوه لار ومومي؛ خو د تګ راتګ ستونزو او د ویزې نه لرلو یې اندېښنې لا زیاتې کړې. کورنۍ یې نه پوهېده چې په داسې شرایطو کې چې اړینو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ستونزمن شوی و، د مور د درملنې بهیر څنګه پر مخ یوسي.

نرګس وايي: «تر ټولو سخته شېبه دا وه چې پوهېدو مور مو ناروغه ده او درملنې ته اړتیا لري، خو په اسانۍ نه توانېدو هغه داسې ځای ته یوسو چې ګومان مو کاوه اړین امکانات لري. هره ورځ به په دې هیله له خوبه راپاڅېدو چې ښايي کومه لار پیدا شي. د مور د ناروغۍ ترڅنګ، دې فکر هم ځورولو چې که د درملنې فرصت له لاسه ورکړو، څه به وشي»

د نرګس په خبره، د مور ناروغۍ ټوله کورنۍ له عاطفي پلوه تر فشار لاندې راوستې وه. هغوی غوښتل د مور ترڅنګ واوسي، هغې ته هیله ورکړي او د درملنې لپاره یې هڅې وکړي؛ خو روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي ستونزو د کورنۍ د غړو د بې‌وسۍ احساس زیات کړی و.

نرګس وايي: «یوې مور ته یې کورنۍ د هیلې او ډاډ سرچینه ده او د اولادونو لپاره له مور پرته د ژوند تصور ډېر سخت دی. غوښتل مو مور مو پوه شي چې یوازې نه ده او موږ یې د ژغورلو لپاره هڅې کوو. دا ډېره دردونکې وه چې د مور پر درملنې د تمرکز پر ځای، مجبوره و د لارې، ویزې او سفر د امکاناتو په اړه اندېښمن اوسو.»

د نرګس تجربه هغه ستونزې په ډاګوي چې ځینې کورنۍ له هېواده بهر د درملنې لپاره ورسره مخ کېږي. هغه ناروغان چې له افغانستانه بهر تخصصي روغتیايي خدماتو ته اړتیا پیدا کوي، د سفر لګښتونه، د اړینو اسنادو برابرول او د تګ راتګ محدودیتونه ورته جدي خنډونه جوړولی شي.

سحر چې د سینې پر سرطان د اخته ښځو د ستونزو په اړه خبرې کوي، وايي چې په افغانستان کې دا ډول ناروغانې ښايي هممهاله له روغتیايي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شي. د نوموړې په وینا، د درملنې لګښتونه، متخصصو ډاکټرانو ته محدود لاسرسی او د راتلونکي په اړه اندېښنې پر ناروغانو او پر کورنیو یې فشار ډېروي.

سحر وايي: «هغه ښځه چې د سینې پر سرطان اخته کېږي، درملنې، ملاتړ او ارام ته اړتیا لري. هغه باید د بېوزلۍ یا د امکاناتو د نشتوالي له امله داسې احساس ونه کړي چې هېڅ لار نه لري. کورنۍ او ټولنه دې یې ترڅنګ ودرېږي او روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي زمینه دې ورته برابره کړي.»

نوموړې زیاتوي چې د سینې سرطان په اړه د عامه پوهاوي لوړول، د معاینې او تشخیصي خدماتو برابرول، مناسبې درملنې ته لاسرسی او له بېوزلو کورنیو سره مرسته هغه اقدامات دي چې د ناروغانو د وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کولی شي. سحر ټینګار کوي چې ښځې دې وکړای شي د خپلو روغتیايي اندېښنو په اړه له وېرې او شرم پرته خبرې وکړي او په بدن کې د غیرعادي نښو پر مهال دې د معاینې لپاره ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د سینې سرطان هغه ناروغي ده چې که تشخیص شي، تخصصي ارزونې او د درملنې مناسبې لارې ټاکلو ته اړتیا لري. په سینه یا تخرګ کې د غوټې پیدا کېدل، د سینې په اندازه یا بڼه کې بدلون، د پوستکي ننوتل، د تیونو په څوکو کې بدلون او ترې غیرعادي ترشحات د دې ناروغۍ هغه نښې دي چې جدي پام دې ورته وشي. خو دا ټول بدلونونه د سرطان په مانا نه دي او د ناروغۍ قطعي تشخیص طبي ارزونو ته اړتیا لري.

د ناروغۍ پر وخت تشخیص د درملنې د لارې په ټاکلو او د د پایلو په ښه کېدو کې مهم رول لرلی شي. له همدې امله، د ناروغۍ د نښو په اړه د ښځو د پوهاوي لوړول او روغتیايي خدماتو ته یې د لاسرسي زمینې برابرول ارزښت لري.

ډاکټر ته مراجعه یوازې هغه مهال د اغېزمنې درملنې په برخه کې مرسته کولی شي چې اړین تشخیصي او درملیز خدمات هم د لاسرسي وړ وي. د معاینې او درملو لګښتونه، د تخصصي امکاناتو کمښت او د ځینو ناروغانو لپاره د سفر ستونزې هغه ننګونې دي چې د روغتیايي خدماتو په پلان جوړونه کې دې ورته پام وشي.

د نرګس روایت ښيي چې د یوې کورنۍ لپاره د د یوه غړي ناورغي او درملنې ته یې لاسرسی د ژوند مهمه اندېښنه ګرځېدای شي. په داسې شرایطو کې د کورنۍ او ټولنې ملاتړ ارزښت لري؛ خو دا ملاتړ دې د روغتیايي خدماتو له برابرولو او د لاسرسي له امکاناتو سره مل وي.

د عامه پوهاوي لوړول، د تشخیص او درملنې د امکاناتو پیاوړتیا، په مناسبه بیه د روغتیايي خدماتو برابرول او له هغو ناروغانو سره مرسته چې درملنې ته اړتیا لري، کولی شي د سینې پر سرطان د اخته ښځو د ستونزو په کمولو کې ونډه ولري.

د سینې پر سرطان اخته ښځې د دغې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره پر وخت تشخیص او درملنې، عاطفي ملاتړ او روغتیايي خدماتو ته لاسرسي ته اړتیا لري. هېڅ ناروغه دې د بېوزلۍ یا روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي د ستونزو له امله له اړینې روغتیايي پاملرنې نه بې‌برخې کېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د تحلیلګرانو شبکه: افغانستان په نړۍ کې د زېږون د کچې له مخې نهم ځای لري
خبرونه

د تحلیلګرانو شبکه: افغانستان په نړۍ کې د زېږون د کچې له مخې نهم ځای لري

۱۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793545917]
خبرونه

کندهار کې د طالبانو ترمنځ نښته؛ د دې ډلې اووه غړي ټپیان شوي

۱۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793545235]
سرچینې: طالبان په زابل کې د نشه‌يي توکو په سوداګرۍ کې لاس لري
خبرونه

سرچینې: طالبان په زابل کې د نشه‌يي توکو په سوداګرۍ کې لاس لري

۱۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793540457]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ښارګوټی جوړوونکی ویاند؛ مجاهد څنګه د کابل په شنه ساحه کې ښارګوټی جوړوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.