• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په افغانستان کې د بریتانیا پخواني همکاران؛ د بیا مېشتېدو دوسیې دې په عادلانه توګه وڅېړل شي

نیما نیما
۲۲ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1783939823]
AFP

AFP

یو شمېر پخواني پوځیان وايي چې د څو کلونو له انتظار سره سره، د برېتانیا د حکومت لهخوا د هغوی د کډوالۍ دوسیې   د قناعت وړ دلایلو له وړاندې کېدو پرته رد شوې دي او هغوی اوس په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې په ناڅرګند وضعیت کې دي. دوی د برېتانیا له حکومته غواړي چې د هغو کسانو په تړاو پر خپلو پرېکړو بیا کتنه وکړي چې په افغانستان کې یې د برېتانیوي ځواکونو تر څنګ د تروریزم او ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کړې ده. پخواني* پوځیان ټینګار کوي چې د دې پروګرام د دوسیو د څېړلو په بهیر کې د عدالت، روڼتیا او عادلانه بیا کتنې غوښتونکي دي. دغو پخوانیو پوځیانو د یو لیک په خپرولو سره د برېتانیا له حکومت غوښتنه کړې چې پر دې پروګرام بیا کتنه وکړي او د غوښتونکو دوسیې په عادلانه توګه وڅېړي.

د دغو پخوانیو پوځیانو د لیک په یوه برخه کې راغلي دي: «موږ د ARAP پروګرام د غوښتونکو یوه ډله یو؛ د پولیسو د ځانګړو قطعاتو، ملي اردو، ملي امنیت او نورو امنیتي ځواکونو پخواني پوځیان یو چې کلونه کلونه مو له برېتانیوي ځواکونو سره په ګډو عملیاتونو کې خدمت کړی دی. موږ د دغو ماموریتونو د ترسره کولو لپاره خپل ژوند په خطر کې واچاوه، له برېتانیوي ځواکونو سره اوږه په اوږه وجنګېدو، په ګډو عملیاتونو کې مو حضور درلود او خپل مسوولیتونه مو په بشپړې ژمنتیا سره ترسره کړل. نن هم د همدغو همکاریو له امله زموږ ډېری کسان او زموږ د کورنیو غړي له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ یو.»

دا پخواني پوځیان وايي چې له داسې مخینې سره سره، د دوی ډېری غوښتنې له کلونو انتظار وروسته، په تکراري او کليشه يي دلیلونو رد شوې دي. د دوی په وینا، یو شمېر غوښتونکي له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د وروستۍ پرېکړې په تمه پاتې شوي وو، خو په پای کې یې یوازې د خپلې غوښتنې د ردولو په تړاو یو لنډ لیک ترلاسه کړی دی، بې له دې چې د وړاندې شویو اسنادو او شواهدو د کموالي یا د دې پرېکړې د لاملونو په اړه روښانه وضاحت ورکړل شي.

په دې لیک کې راغلي دي: «د غوښتنلیکونو د ردېدو په لیکونو کې یو عام دلیل دا دی چې موږ د برېتانیا د حکومت مستقیم کارکوونکي نه وو. خو موږ د افغانستان پوځیان وو، نه ملکي کارکوونکي یا خصوصي قراردادیان چې د برېتانیا له حکومت سره د مستقیم استخدام تړون ولرو. زموږ همکاري د ګډو پوځي عملیاتونو په چوکاټ کې ترسره کېدله او دا حقیقت له شته اسنادو او مدارکو سره د اثبات وړ دی.»

دا پخواني پوځیان وايي چې د خدمت د مخینې په ګډون د خپل خدمت د دورې ټول اسناد او شواهد، د همکارۍ اسناد او په ګډو ماموریتونو او عملیاتونو کې د حضور مدارک ورسره دي. د دوی په وینا، د دې ډلې د غړو د رد شویو لیکونو نسخې هم شته چې ښيي ډېری غوښتونکي له نږدې یو ډول او ورته متنونو او دلیلونو سره رد شوي دي.

په دې لیک کې راغلي دي: «نن زموږ ژوند په بې‌برخلیکۍ او وېره کې تېرېږي. هره ورځ د طالبانو له خوا د نیول کېدو، غچ اخیستنې یا ځورونې په اندېښنه کې ژوند کوو او زموږ او زموږ د کورنیو پر وړاندې یو ناڅرګند راتلونکی دی. موږ ځانګړی امتیاز نه غواړو؛ زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې زموږ دوسیې د شته حقایقو، شواهدو او اسنادو پر بنسټ، په عادلانه، روښانه او خپلواکه توګه بیا وڅېړل شي.»

د بریتانیوي ځواکونو د پخوانیو همکارانو د بیا مېشتېدنې پروګرام غوښتونکو د برېتانیا له حکومت، رسنیو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې د دوی غږ واوري او د دوی د ټولو پر دوسیې د بیا کتنې بهیر پیل کړي. دغو تېرو پوځیانو ټینګار کړی چې د برېتانیا حکومت باید د هغو کسانو پر وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي چې کلونه یې د دې هېواد د ځواکونو تر څنګ خدمت کړی دی.

یو له دغو پخوانیو پوځیانو وايي: «زه د ARAP دوسیه لرم او اوس له څلورو تر پنځو کلونو پورې کېږي چې په تمه یم. کله ناکله له بېلابېلو کسانو برېښنالیکونه ترلاسه کوم، خو تر نن ورځې پورې ماته د وروستي تایید ایمیل نه دی راغلی. له دې سره سره چې د باور وړ اسناد لرم او ټول اړین شرایط مې هم پوره کړي دي، لا مې هم دوسیه نده تایید شوې.»

بل پخوانی پوځي وايي: «د برېتانیا له حکومته غوښتنه لرم چې زما دوسیه او د تایید غوښتنه په دقت سره وڅېړي. یوازې زه نه یم چې هره شپه د ځواب په تمه تېروم؛ په زرګونو نور کسان هم په همدې وضعیت کې دي او د وروستۍ پرېکړې لار څاري. موږ ټول د افغانستان د تېر جمهوري نظام په چوکاټ کې د ATF ۹۹۹ قطعې غړي وو او هیله لرو چې هر ژر تر ژره زموږ دوسیو ته رسېده‌ګي وشي.»

بل پخوانی پوځي چې د تروریزم پر وړاندې د جګړې په بهیر کې د برېتانیوي ځواکونو تر څنګ ټپي شوی دی وايي: «زه پخپله ټپي یم. شپږ کاله وړاندې په افغانستان کې د تروریزم ضد په یو لړ عملیات کې پر غاړه ټپي شوم او زما د غاړې T1 مهره سخت زیانمنه شوه. د افغانستان په بګرام روغتون کې امریکایي ډاکټرانو زما غاړه جراحي کړه او د خدای په فضل ژوندی پاتې شوم؛ خو اوس د ګرځېدو وړتیا نه لرم. په ایران کې په سخت روغتیایي او اقتصادي وضعیت کې یم. زما هیله لومړی خدای او بیا د ARAP پروګرام ته وه. خو د ARAP پروګرام زما غوښتنه رد کړه او دوسیه یې مې وتړله.»

بل پوځي وايي: «زه د افغانستان د ملي اردو پخوانی افسر وم او د دفاع وزارت د استخباراتو په برخه کې مې د استخباراتو ضد د مسوول په توګه خدمت کاوه. زما دنده یو حساس امنیتي مسوولیت و چې د معلوماتو راټولول او تحلیل، د ګواښونو پېژندنه، استخباراتي همکارۍ او د افغان او نړیوالو ځواکونو د امنیت ټینګښت پکې شامل وو. د خپلې دندې په اوږدو کېمې د افغانستان او نړیوالو ځواکونو په ځانګړي ډول د برېتانیوي ځواکونو ترمنځ د پوځي همکارۍ په چوکاټ کې مې فعالیت درلود. همداراز د برېتانیا له پوځي روزونکو (UK ETS Mentors) او د نړیوالو ځواکونو له استخباراتي افسرانو سره مې کاري اړیکې لرلې او په امنیتي برخو او د ګواښونو په ارزونه کې مې همکاري کوله.»

دا پخوانی پوځي زیاتوي: «په ۲۰۲۲ کال کې مې د ARAP پروګرام ته غوښتنلیک ولېږه. زما غوښتنلیک د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې رد شو. د بیا کتنې له غوښتنې او د نورو اسنادو له وړاندې کولو وروسته، په ۲۰۲۶ کال کې یو ځل بیا زما غوښتنلیک رد او دوسیه مې وتړل شوه. زما د خدمت د مخینې، حساسې استخباراتي دندې، امنیتي همکاریو، د ګواښونو په اړه د شواهدو او له نړیوالو ځواکونو سره د کاري اړیکو د اسنادو له وړاندې کولو سره سره، د دوسیې د ردولو اصلي دلیل دا وبلل شو چې زه د برېتانیا د حکومت مستقیم کارکوونکی نه وم.»

دا په داسې حال کې ده چې د برېتانیا حکومت اعلان کړی و، د «افغانانو د بیا مېشتېدنې او مرستې» پروګرام (ARAP) د افغانستان د هغو وګړو لپاره ځانګړی شوی چې په دغه هېواد کې یې د برېتانیا د حکومت لپاره یا د هغې په همکارۍ په حساسو یا مهمو رولونو کې کار کړی وي. د برېتانیا د حکومت په وینا، دا پروګرام ممکن په برېتانیا کې د هغو کسانو لپاره د بیا مېشتېدنې وړاندیز ولري چې د دفاع وزارت (MOD) لهخوا په شرایطو برابر وپېژندل شي او د کورنیو چارو وزارت (Home Office) له خوا هم د بیا مېشتېدنې لپاره مناسب تشخیص شي.

د دې پروګرام له مخې، هغه افغانان چې له دې لارې په برېتانیا کې د مېشتېدو وړ وګڼل شي، کولای شي له خپلې مېرمنې، تر سرپرستۍ لاندې اولادونو او د کورنۍ له نورو غړو (AFM) سره چې هغوی هم د دفاع وزارت له خوا پر شرایطو برابر او د کورنیو چارو وزارت له خوا د بیا مېشتېدنې لپاره مناسب بلل شوي وي، برېتانیا ته ولېږدول شي.

دا طرحه په ۲۰۲۱ کال د اپرېل په میاشت کې پیل شوه او د نویو غوښتنلیکونو منل پکې د ۲۰۲۵ کال د جولای په لومړۍ نېټه پای ته ورسېدل. دا طرحه د ګواښونو په تړاو د پخوانۍ پالیسۍ (چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ پلې کېدله) او د داوطلبانه یا جبراني تادیاتو د طرحې (EGS)  بدیله شوه چې له ۲۰۱۳ کاله د ۲۰۲۲ کال د نومبر تر ۳۰مې پورې فعاله وه.

د برېتانیا حکومت ویلي دي چې د ARAP پر هغو ټولو غوښتنلیکونو به غور وشي چې د دې طرحې د مودې له پای ته رسېدو وړاندې یعنې د ۲۰۲۵ کال د جولای تر لومړۍ نېټې ترلاسه شوې دي؛ خو له دې نېټې وروسته نوي اصلي غوښتنلیکونه نه منل کېږي.

د هغو کسانو لپاره چې په شرایطو برابر وپېژندل شي، د مېرمنې او تر ۱۸ کلونو د کم عمره اولادونو په ګډون د کورنۍ د لومړۍ درجې غړو (IFM) د بیا مېشتېدنې د وضعیت د څېړلو چانس به لا هم وي. همداراز هغوی د ARAP د وړاندیز له منلو وروسته، ۳۰ ورځې وخت لري څو په برېتانیا کې د کورنۍ د نورو غړو (AFM) د بیا مېشتېدنې غوښتنه وکړي. خو د دې طرحې له تړل کېدو وروسته به هېڅ نوې غوښتنه ونه منل شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

فایو په افغانستان کې د ورښتونو د زیاتوالي او ناڅاپي سېلابونو د خطر خبرداری ورکړ
خبرونه

فایو په افغانستان کې د ورښتونو د زیاتوالي او ناڅاپي سېلابونو د خطر خبرداری ورکړ

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791710673]
د بیاکتنې امر؛ شرعي لا هم د امید سبز ښارګوټي د تخلیې غوښتنه کوي
راپورونه

د بیاکتنې امر؛ شرعي لا هم د امید سبز ښارګوټي د تخلیې غوښتنه کوي

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791707284]
د نجلۍ نړیواله ورځ؛ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې میلیونونه نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي
خبرونه

نجلۍ نړیواله ورځ؛ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې میلیونونه نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي

۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791705894]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د لاهې محکمې د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزیرانو د نیولو حکم صادر کړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.