۸صبح، کندهار: ځايي سرچینې وايي، طالبانو په کندهار ولایت کې ښوونځیو ته له ۱۰ کلنو د پورته نجونو پر تګ بنديز لګولی او په تېره یوه میاشت کې یې د دغه ولایت شاوخوا ۶۰۰ نجونې له ښوونځیو کورونو ته لېږلې دي.
سرچینو شنبه د لړم پر ۹مه ، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې د «هبتالله د علماوو شورا» د یوه شفاهي امر له لارې په کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست ته سپارښتنه کړې چې تر شپږم ټولګي د ټیټو ټولګیو د زدهکوونکو هویتي اسنادو وارزوي.
د سرچینو په وینا، د دغه امر له مخې، له ۱۰ کلنو پورته نجونو ته ان که په شپږم ټولګي کې هم زدهکړې کوي، ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
سرچینې زیاتوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست، د طالبانو د علماوو شورا او د دې ډلې د ولایت د مقام له استازو جوړې شوې ګډې کمېټې د زدهکوونکو هویتي اسناد ارزوي.
د سرچینو په خبره، طالبانو په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۶۰۰ نجونې چې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې یې زدهکړې کولې، د عمر د زیاتوالي او لوړ قد له امله د کندهار له ښوونځیو کورونو ته لېږلې دي.
د سرچینو په خبره، طالبانو په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۶۰۰ نجونې چې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې یې زدهکړې کولې، د عمر د زیاتوالي او لوړ قد له امله د کندهار له ښوونځیو کورونو ته لېږلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د ښوونیز کال په پیل کې هم په کندهار کې یو شمېر کورنیو ویلي وو چې طالبان تر شپږم ټولګي د ټیټو ټولګیو نجونې ښوونځیو ته له تګ راګرځوي.





