۸صبح، کابل: په افغانستان کې د دندې پر مهال د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو (SAS) د چلند په تړاو افشا شوي شواهد ښيي، چې هغوی افغان بندیان د خپلې ساتېرۍ لپاره له لوړو ځایونو لاندې غورځول.
دا شواهد سه شنبه د چنګاښ پر ۲۴مه د استیناف محکمې د قاضي سرچارلز هادونکیو تر نظر لاندې په هغو څېړنو کې افشا شوي، چې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو لهخوا په شپنیو عملیاتونو کې د ملکي وګړو د بېرحمانه اعدامونو په تړاو روانې دي.
د دغو څېړنو پر بنسټ، د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه سرتېري ویلي چې په افغانستان او عراق کې به بندیان د «لیفټراک» پر ښاخونو کینول کېدل او له پورته کولو وروسته به یې لېفټراک په چټکۍ سره چلاوه څو بندیان ترې وغورځېږي.
د دې څېړنې یوه شاهد ویلي، ده ته ویل شوي وو: «هغوی دا کار د ساعت تېرۍ لپاره کاوه او برېکونه به یې داسې ټینګ نیول چې بندیان له لیفټراکه لاندې راولوېږي.»
د برېتانیا د پوځ یوه پخواني افسر کرېسټوفر ګرین شاهدي ورکړې، چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د هلمند ولایت په رحیم کلي کې د شپې مهال د ځانګړو ځواکونو په یوه برید کې د دغو ځواکونو له خوا درې ځوان کروندګر وژل شوي وو.
په دې څېړنه کې داسې شواهد اورېدل شوي چې څنګه د برېتانیا ځانګړو ځواکونو «د وژنې نوملړونه» چمتو کول، په شپنیو عملیاتونو کې یې برخه اخیستله او کله ناکله به یې بېوسلې افغانان د خوب په بسترونو کې اعدام کړي دي.





