• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د پلازمېنې اوسېدونکي د ژمي په رانږدې کېدو د برېښنا له پرچاوۍ شکایت لري

۸صبح، کابل ۸صبح، کابل
۸ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1732800755]
SOCIAL MEDIA

SOCIAL MEDIA

د کابل ښار ځینې اوسېدونکي د ژمي په رانږدې کېدو سره د برېښنا له کمښت او پرچاوۍ سر ټکوي. هغوی ټینګار کوي چې له څه مودې راهیسې د برېښنا د نشتوالي له امله له ګڼو ننګونو سره مخ دي. د کابل ښار دا اوسېدونکي زیاتوي چې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې له ۴ تر ۶ ساعتونو برېښنا لري او د منظمې برېښنا نشتوالي له ګڼو ننګونو سره مخامخ کړي دي.

د کابل ښار ځینو اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د برېښنا پرچاوي هم ډېره شوې ده. هغوی باوري دي چې د هوا له سړېدو سره به پرچاوي نوره هم زیاته شي او اندېښمن دي چې ښايي سخت ژمی ولري.

د کابل دغو اوسېدونکو پر پخواني حکومت او طالبانو تور لګولی چې د کابل اړتیا وړ برېښنا په برابرولو کې پاتې راغلي او په دې برخه کې یې پام وړ کار نه دی کړی. هغوی وايي چې د دوبي په ګرمۍ او د ژمي په سړه هوا کې یې د برېښنا کمی له جدي ننګونو څخه ګڼل کېږي.

د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکی علي‌احمد په دغه ښار کې د برېښنا له پرلپسې پرچاوۍ شکایت لري. نوموړی وايي چې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۴ یا ۶ ساعته برېښنا لري. د کابل ښار دا اوسېدونکی زیاتوي: «د بې‌برقۍ ستونزه بيخي ډېره ده او پرچاوي یې پرلپسې دوام کوي. یوازې د شپې له اتو بجو بیا د شپې تر ناوخته برېښنا لرو، خو کله کله بیا په دې وخت کې هم برق نه راځي. تېره اوونۍ مو په دوو شپو ورځو کې یوازې درې ساعته برق درلود او هغه هم ډېر نامنظم و؛ یو ځل سهار شاوخوا یو ساعت برق راغی او یو ځل هم ماښام. اوس څو ورځې کېږي چې څلور ساعته برق لرو. خلاصه که درته ووایم چې کله برق ته اړتیا ولرو، نه شته او کله چې موږ ویده یو، برق راځي او بېرته ځي.»

جواد د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکی دی. نوموړی وايي چې په دې وروستیو کې په دغه ښار کې د برېښنا له پرچاوۍ تر پزې راغلي دي. هغه ادعا کړې چې د هوا له سړېدو سره هممهاله، د برېښنا له شدید کمښت سره مخامخ دي او شپې په تیاره کې تېروي. د کابل ښار دا اوسېدونکی زیاتوي: «دا د خلکو همیشنۍ ستونزه ده چې له بده مرغه له اړتیا وړ برېښنا برخمن نه یو. تاسې ګورئ چې هوا ورځ په ورځ سړېږي او د برق پرچاوي هم ډېره شوې ده. کله چې په کابل کې برق نه وي، تاسې باور وکړئ چې هر څه په ټپه درېږي، هر څه له برق سره تړلي دي.»

جواد اندېښنه ښيي چې په راتلونکې کې به د برېښنا پرچاوي له دې هم زیاته شي. نوموړی وايي: «اوس چې د سړې هوا لومړۍ شپې ورځې دي او لا ژمی پیل شوی نه دی، زه باوري یم چې هر څومره هوا سړه شي، برق به هم ورسره کم شي.»

ورته مهال، د کابل ښار اوسېدونکي بیا پخوانی حکومت او طالبان تورنوي چې د خلکو په اړتیا پوره کولو کې ناغېړي کوي او وايي چې د اړتیا وړ برېښنا پوره کولو لپاره بنسټيز کار شوی نه دی.

د کابل ښار یو اوسېدونکی چې نه یې غوښتل د نوم یادونه یې وشي، وايي: «که مخکېنی حکومت و یا اوسنی د ملایانو حکومت، دواړه د څوکۍ او خپل جیب په غم کې دي. د خلکو رنځ یوه ته هم مهم نه و او نه به وي. دواړه د شخصي ګټو په لټه دي. اوس وخت کې خلکو ته د برق لرل د اوبو او ډوډۍ په څېر دي او دا لومړنۍ اړتیا ګڼل کېږي. دا ډېره د شرم خبره ده چې په اوسني وخت کې د یوه هېواد د پلازمېنې څو میلیونه اوسېدونکي برق نه لري.»

د کابل اوسېدونکي په داسې حال کې په دغه ښار کې د برېښنا له کمښته شکایت کوي چې پر پلازمېنې سربېره د هېواد د ځینو نورو ولایتونو د برېښنا ډېره برخه له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردېږي او دا د خلکو اړتیا نه شي پوره کولای.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

له تاجکستانه افغانستان ته د برېښنا د وارداتو تړون تر ۲۰۲۵ پورې تمدید شو
خبرونه

له تاجکستانه افغانستان ته د برېښنا د وارداتو تړون تر ۲۰۲۵ پورې تمدید شو

۵ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1732528838]
په کندهار کې ګرمي او د وطني کولرانو ګرم بازار
ځانګړي

په کندهار کې ګرمي او د وطني کولرانو ګرم بازار

۲۷ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723881447]
په افغانستان کې د ګنګوسو ګرم بازار
راپورونه

د کابل ښار اوسېدونکي؛ په دې وروستیو کې د برېښنا پرچوي ډېره شوې

۳ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۲۴ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1721834366]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.