• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په کندهار کې ګرمي او د وطني کولرانو ګرم بازار

۸صبح، کندهار ۸صبح، کندهار
۲۷ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723881447]
Exclusive

Exclusive

افغانستان چې د برېښنا زیاتره برخه یې له بهرنیو هېوادونو څخه ترلاسه کېږي، له دې کبله په ولایتونو کې د برښنا قیمتونه لوړ دي او همداراز د خلکو لپاره یې د وړاندې کولو وړتیا هم کمه ده. د افغانستان سوېلي دوه ولایتونه، هلمند او کندهار، خپله ډېره برښنا د هلمند له کجکي بند او د لمریز سیسټم څخه ترلاسه کوي.

که څه هم طالبانو اعلان کړی دی چې په هلمند او کندهار ولایتونو کې ۲۴ ساعته برېښنا فعاله ده، خو وخت ناوخت د برېښنا د پرې کېدو له امله خلک له ستونزو سره مخ دي. د تېرې یوې میاشتې راهیسي، په کندهار ولایت کې د هوا درجه تر ۴۹ درجې رسېدلې ده چې د خلکو، په ځانګړي توګه د هغو کورنیو چې اقتصادي ستونزې لري، ژوند له ډېرو مشکلاتو سره مخ کړی دی.

د کندهار اوسیدونکي وايي چې که څه هم برېښنا ۲۴ ساعته شوې ده، خو د خلکو اقتصادي ستونزې د دې سبب شوي چې له برېښنا څخه په بشپړه توګه استفاده ونه شي. د کندهار یو اوسېدونکی، محمدویس وايي چې د کندهار ولایت کې د یو کیلو واټ برېښنا قیمت له یوې افغانۍ څخه تر ۱۰ افغانیو پورې رسېږي چې د خلکو د اقتصادي ستونزو له مخې، د کور د نورو لګښتونو ترڅنګ د برښنا اوسني لګښتونه هم ورسره پوره کول ګران شوي دي.

هغه زیاتوي: «اوس په کندهار کې برښنا ۲۴ ساعته شته، خو د برښنا د ۲۴ ساعته کېدو یو لامل دا دی چې ډېر کسان اوس د پخوا په څیر د برښنا څخه استفاده نه کوي، ځکه برښنا قیمتونه لوړ دي او خلک د اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ډېری خلک کار یا روزګار نه لري.»

په ورته وخت کې، د کندهار یو بل اوسیدونکی، روزخان کندهاری وايي چې په تېرو کلونو کې کله چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه و، د دولتي برېښنا څخه یې د کورونو د یخولو او ګرمولو لپاره د بادي پکې او اې‌سي(AC) څخه استفاده کوله، خو اوس د خلکو د اقتصادي ستونزو په زیاتېدو سره، زیات شمېر خلک د دوبي په موسم کې له وطني کولرانو څخه استفاده کوي.

روزخان زیاتوي چې دغه کولران لږه برېښنا غواړي، او د کولرانو د فعال پاتې کېدو لپاره، خلکو د کورونو لپاره شمسي سولرونه لګولي دي. هغه وايي چې په تېرو درېو میاشتو کې، د هغه پر کارځای او کور باندې د برېښنا بېل ۲۸ زره افغانۍ راغلی چې د دې بېل ادا کول د نوموړي له وسه پورته دی. روزخان وايي: «پخوا چې برېښنا زیاته وه خلک به په کورونو کې اې سي (AC) لګولو، خو اوس چې خلک اقتصادي ستونزې لري، د کورونو د یخولو لپاره د وطني کولرانو څخه استفاده کوي. په تېرو درېیو میاشتو کې زما پر دوکان او کور باندې د برېښنا بیل ۲۸ زره افغانۍ راغلی چې په ډېرې لږې برېښنا سره هم لا هم په یوه روبعه کې تر څلورو افغانۍ کم لګښت نه راځي. خلک اوس برېښنا نه کاروي او ټولو سولري سیسټم جوړ کړی دی.»

په کندهار کې د وطني کولرانو جوړونکي هم وايي چې د نورو کلونو په پرتله، په تېرو دوه کلونو کې د وطني کولرانو بازار ګرم شوی دی، او زیات شمېر خلک د دوی له لاسي جوړ شوو کولرانو څخه په کورونو کې استفاده کوي. د کندهار ښار په یوه څنډه کې د کولرونو جوړولو یوه کارځای کې، چې اته کسان پکې بوخت دي، وایي چې هره ورځ ۱۸ کولران جوړوي.

د کندهار ښار په یوه څنډه کې د کولرونو جوړولو یوه کارځای کې، د کارځای مسؤل قدرت الله له ۸صبح سره په خبرو کې وویل چې د دوی د کارځای ترڅنګ، په لسګونه نور د کولر جوړولو کارځایونه هم دا مهال فعاله دي او هره ورځ د خلکو د اړتیا وړ کولرونه جوړوي. هغه زیاتوي: «په تېرو دوه کلونو کې زموږ کارونه ډېر ښه شوي دي. موږ دلته اته کسان کار کوو او هره ورځ ۱۸ کولران جوړوو. د ښار په بېلابېلو برخو کې دغه ډول کارځایونه فعاله دي او د خلکو لپاره کولران جوړوي.»

د کندهار یو بل اوسیدونکی حمیدالله اغا وايي چې په کندهار کې د لاس جوړ شوي کولرانو قیمتونه کښته دي او ورځني لګښتونه یې هم کم دي. هغه وایي: «دا کولران ډېر ښه دي؛ په یوه کوچنۍ شمسي هېنداره سره ټوله ورځ کار کوي. د دې کولرانو قیمتونه د نورو برقي سامانونو په پرتله کښته دي او ډېر خلک اوس د دې جوړو شوو کولرانو څخه په کورونو کې استفاده کوي.»

د کندهار ور اخوا د هېواد په ډيرو نورو ولايتونو کې هم د خلکو اقتصادي وضعيت ورځ تربلي د خرابيدو په حال کې دی او ډيرې کورنۍ د ژوند د نورو ستونزو ترڅنګ د يوې ګولۍ ډوډۍ پیدا کيدو پوري حيران دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

راپورونه

د پلازمېنې اوسېدونکي د ژمي په رانږدې کېدو د برېښنا له پرچاوۍ شکایت لري

۸ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1732800755]
له تاجکستانه افغانستان ته د برېښنا د وارداتو تړون تر ۲۰۲۵ پورې تمدید شو
خبرونه

له تاجکستانه افغانستان ته د برېښنا د وارداتو تړون تر ۲۰۲۵ پورې تمدید شو

۵ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴ [t_time:1732528838]
د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه؛ د کندهار ولس: د ژوند خوشحالۍ مو رانه اخیستل شوي
ځانګړي

د طالبانو زیاتېدونکي محدودیتونه؛ د کندهار ولس: د ژوند خوشحالۍ مو رانه اخیستل شوي

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1728709963]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.