د ویسټ انډیز کارابین غوره لیګ د اګسټ میاشتې پر ۲۶مه نېټه پیلېږي او د سپټمبر په لومړۍ به د اتلې لوبډلې په اعلانولو سره پايته ورسېږي.
په دغه ليګ کې يو شمېر افغان لوبغاړي هم لوبېږي. نوين الحق، وقار سلامخېل، قيس احمد، ابراهيم ځدران او رحمان الله ګربز هغه افغان لوبغاړي دي چې په سږني کارابين کرېکټ لیګ کې به ولوبېږي.





