کورني خبرونه

طالبان: «په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» پرانېستل شو

طالبان: «په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» پرانېستل شو

۸صبح، کابل: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت «په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» له پرانېستلو خبر ورکړی دی. نوموړي وزارت سه‌شنبه د غويي پر ۱۸مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي «په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» پرانېستنه د دواړو لوریو ترمنځ...

په روزګان، هرات او هلمند کې ورښتونو، سېلابونو او توپانونو ۱۰ کسان مړه کړي

اوچا: وروستیو سېلابونو په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې وروستیو سېلابونو په هېواد کې شاوخوا ۱۰ زره هکټاره ځمکه ویجاړه کړې ده. اوچا دوشنبه د غويي پر ۱۷مه شپه مهال په یو راپور کې لیکلي چې دا کرنیزې ځمکې د هېواد په ختیځ او سویل ختیځ کې ویجاړې شوې دي. د ملګرو ملتونو د...

په کندهار کې دوه ځوانې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې

په کندهار کې دوه ځوانې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې

۸صبح، کندهار: په کندهار کې سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې دوه ځوانې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې او ژوند یې بایللی دی. سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا پېښه دوشنبه د غويي پر ۱۷مه د ارغستان ولسوالۍ په «پوچي» کلي کې شوې ده. د سرچینو په خبره، دا نجونې د اوبو له یو بنده د...

ملګري ملتونه: ډېری افغانان د ځان لپاره د خوړو او استوګنې په برابرولو کې بې‌وسه دي

ملګري ملتونه: که د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان وي، ۴۷ یې بشري مرستو ته اړتیا لري

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې که د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان وي، ۴۷ یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړۍوال پروګرام دا څرګندونې سې‌شنبه د غويي پر ۱۸مه په خپله اېکس‌پاڼه کې ليکلي دي. د نوموړي بنسټ په خبره، د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۰ میلیونه دی او...

نیویارک ټایمز: داعش په افغانستان کې پر یو شمېر سفارتونو د بریدونو ګواښ کړی

اوراسیا: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې د داعش له خوا ۴۲۹ کسان وژل شوي

۸صبح، کابل: د اوراسیا ریویو خبري-تحلیلي شبکې د «شخړو د مدیریت انسټیټیوټ» د موندنو پر بنسټ لیکلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو بیاځلې واکمنۍ راهیسې په دغه هېواد او په خیبر پښتون‌خوا ایالت کې د داعش اړوندو پېښو په پایله کې لږ تر لږه ۴۲۹ کسان وژل شوي دي. دغې شبکې سې‌شنبه د غويي پر ۱۸مه لیکلي چې...

هېواد کې د ځان‌وژنې دوام؛ په بغلان کې يو ١٨ کلن ځوان ځان‌وژنه وکړه

۸صبح، بغلان: طالب سیمه‌ییزو مسوولانو په بغلان ولایت کې د یو ځوان د ځان‌وژنې خبر ورکړی دی. طالبانو د بغلان ولايت امنيې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دې ځوان دوشنبه د غويي پر ١٧مه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د «کوکچنار» په کلي کې ځان‌وژنه کړې ده. دا ځوان ۱۸ کلن و او د کلاشینکوف مرمۍ...

طالبانو په خوست کې یو شاعر او لیکوال نیولی

طالبانو په خوست کې یو شاعر او لیکوال نیولی

۸صبح، خوست: په خوست کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو په خوست ښار کې یو لیکوال او شاعر نیولی دی. سرچینو دوشنبه د غويي پر ۱۷مه ویلي چې په خوست کې نوموتی لیکوال او شاعر فریدون ریان له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په بند کې دی. سرچینې زیاتوي چې تراوسه د ریان د برخلیک په تړاو معلومات نه شته....

په جوزجان کې ورښتونو او سېلابونو دوه کسان مړه کړي

په جوزجان کې ورښتونو او سېلابونو دوه کسان مړه کړي

۸صبح، جوزجان: په جوزجان کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو دوه کسان مړه کړي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده. په جوزجان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي سراج‌الدین سراجي دوشنبه د غويي پر ۱۷مه ویلي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې سېلابونو دوه...

طالبان: عراق ته مو نږدې دوه میلیون بوتله سیروم صادر کړل

طالبان: عراق ته مو نږدې دوه میلیون بوتله سیروم صادر کړل

۸صبح، کابل: د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي چې د لومړي ځل لپاره یې یو میلیون او ۸۰۰ زره بوتله سیروم عراق ته صادر کړي دي. نوموړي وزارت دوشنبه د غويي پر ۱۷مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د دغو سیرومونو ټولییز ارزښت شاوخوا ۶۰۰ زره ډالره و او د «ملي شفا فارماسیټیکل) فابریکې له خوا جوړ شوي و....

عباد: روغتیا نړیوال سازمان دې خلکو ته د روغتیايي چوپړونو په وړاندې کولو کې همکاري وکړي

عباد: روغتیا نړیوال سازمان دې خلکو ته د روغتیايي چوپړونو په وړاندې کولو کې همکاري وکړي

۸صبح، کابل: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف له استازو سره په لیدنه کې د دغو بنسټونو همکاري اړینه بللې او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې له دغه وزارت سره د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي چوپړونو په رسولو کې همکاري وکړي. نوموړي وزارت په یوې خپرې کړې...