۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې ټاکل شوې سبا د هرات په زندهجان ولسوالۍ کې د سمنټو د تولید کارخونې ودانیزې چارې د ۱۴۳ میلیونو ډالرو په پانګونې پیل شي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان شنبه د زمري پر ۱۷مه ویلي چې دا کارخونه به له ګټې اخیستنې وروسته د ورځې درې زره ټنه سمنټ تولید کړي.
د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې به شاوخوا پنځو زرو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
افغانستان د اړتیا وړ ډېر سمنټ له نورو هېوادونو واردوي.
د سمنټو د تولیدي کارخونو په جوړېدو به کورنی تولید زیات، پر وارداتو تکیه کمه او کاري بوختیاوې به رامنځته شي.





