ژبه یوه پیاوړې وسیله ده چې د انسان د فکري نړۍ منځپانګه په کلمو بدلوي. انساني خبرې هم د هرې ټولنې د شته پوهې په درناوي، افکارو ته په غوره او ریښتینې بڼه عینيت ورکوي. هر ماشوم، هر محصل، هره ښځه او نارینه او هر انسان په ژوند کې له دې پوښتنې سره مخ کېږي چې څه ووایي که نه؟ خو د څه ویلو یا نه ویلو خبره یوازې د فرد له رواني اړخونو هاخوا د یوه هېواد له واکمن سیاسي نظام سره هم مخامخ اړیکه لري. اوسنی افغانستان نه یوازې د سیسټمي ثبات له نشتوالي سره مخ دی، بلکې د سانسور توره په ټولو برخو کې چوپتیا رامنځته کوي او واکمن جوړښت د تعادل پر لور د تګ پر ځای، پرلپسې په ټولنه کې شته کړکېچونه او درزونه بیاتولیدوي. په افغانستان کې سیاسي ژوند د نړیوالو منل شویو کنوانسیونونو، د عادلانه محاکمې د اصولو، د وګړو د فعالې ونډې اخیستنې او د حقوقي او سیاسي نظام د پایښت لپاره له نړیوالو معیارونو لرې روان دی. د سانسور تورې او د وېرې چاپېریال د هر پرمختللي تفکر مرۍ نیولې او د افغانستان سیاسي – ټولنیز کړکېچ ورځ تر بلې ژورېږي.
د افغانستان اوسنی وضعیت د نړیوالو اړیکو د دودیزو نظریو په چوکاټ کې نه شي ځایېدای؛ ځکه له پېچلي، تړلي او انارشیک نظام سره مخ یو. که ثبات د «سیسټم د متغیرونو ترمنځ د اړیکو پایښت او دوام» وبلل شي، نظامونه یا بېثباته وي او د ناتعادلۍ پر لور درومي یا هم باثباته وي. باثباته نظامونه هم یا په تعادل کې وي یا د زیات تعادل رامنځته کولو لپاره هڅه کوي. خو په افغانستان کې له «دوامداره سیسټمي ثبات» سره مخ نه یو؛ هغه چې د پرمختګ، ودې او د وګړو د هوسا ژوند لپاره لاره برابره کړي. واکمن استبداد د ځپنې په کارولو په دوامداره توګه «کنټرولي او امنیتي ثبات» پیاوړی کوي. د بېوزلۍ او بېکارۍ پراخه څپه، د نخبهګانو او پانګې تېښته، شدید سانسور، قومپالنه، جنسیتي اپارتاید، د چاپېریال تخریب او پرېښودل او لسګونه نور بحرانونه، ټول د دغې بېثباتۍ نښې دي. په داسې وضعیت کې بیا د ټولنیز انسداد له امله رامنځته شوې چوپتیا د ټولنې تخیل، تحلیلي وړتیا او خوځښت ته بنسټیز زیانونه رسوي.
د سیسټمونو تیوري راښيي چې ټولنه یا سیاسي جوړښت، بېروحه او میخانیکي جوړښت نه دی، بلکې «ژوندی او خوځنده ارګانیزم» دی چې پکې ټولې برخې او متغیرونه د یو بل په پایښت کې ونډه لري. په یوه سالم او ارګانیک ثبات لرونکي نظام کې د «بېرتهغبرګون میکانېزمونه» شته؛ لکه نقد، د بیان ازادي، مدني بنسټونه او د وګړو ګډون چې سیسټم ته اجازه ورکوي خپلې دروني تېروتنې وپېژني او ځان بیاتنظیم کړي. اوسنی افغانستان د دغه سیسټمي منطق د بشپړ سرچپه، څرګند انځور دی. واکمن استبداد ښکاره ځپنه له «ثبات» سره ورته ګڼي. د سیسټمونو له نظره، بشپړه ځپنه یوازې یو ډول «جبري او مړ تعادل» رامنځته کوي؛ داسې وضعیت چې د ټولنې ټول ډاډمنوونکي لارې بندې شوې او سیسټم د خپل چلند د سمولو وړتیا بشپړه له لاسه ورکړې وي. دا وضعیت د تعادل د رامنځته کولو پر ځای، د «منفي او ځانویجاړونکي بېرتهغبرګون کړۍ» د جوړېدو لامل کېږي: بېوزلي، د بشري پانګې تېښته او د ټولنې د نیمایي برخې یعنې ښځو بشپړ حذف، له یو بله جلا پدیدې نه دي؛ بلکې هغه متغیرونه دي چې یو بل تشدیدوي او جوړښت د دروني زوال پر لور بیايي. له همدې امله، هغه ټولنه چې ژبه پکې د ارزونې او نیوکې د وسیلې په توګه قطع شوې وي، له هغه سیسټم سره ورته دی چې خپلې ټولې حسي اخذې یې له لاسه ورکړي وي. دا ډول سیسټم د دروني او بېروني ټکانونو پر وړاندې د مقاومت وړتیا نه لري؛ ځکه حیاتي متغیرونه یې د بیارغونې او ودې پر ځای، له دننه د ورستېدو او له منځه تلو پر لور روان وي.
هغه ټولنه چې د ژبې په وسیله سمباله وي، کولی شي د خپل دریځ، چوپتیا یا څرګندونې په اړه پرېکړه وکړي. ماشوم د ایډیالوژیکو زدهکړو پر ځای د فکر کولو فرصت لرلی شي او وګړي د غوره ژوند غوښتنه کولی شي. هغسې چې ارسطو د «ناطق حیوان» په اړه وايي، له انسانه د ژبې تروړل په حقیقت کې د انسانیت د یوې برخې تشول دي. که سانسور ته د ریالیزم د نظریو له زاویې وکتل شي، داسې انګېرنه رامنځته کېږي چې د انسان طبیعت له واک غوښتنې ډک دی. له همدې امله دا پوښتنه راپورته کېږي چې بېغږه انسان به خپله دروني وړتیا او د مقاومت ځواک په کوم ځای کې ازادوي؟ تاریخ شاهد دی چې دا چوپتیا په دې مانا نه ده چې له وګړو د تفکر ځواک اخیستل شوی، بلکې مانا یې د ټولنې لاندې د سیاسي ژوند لېږدول دي. دا متراکمه انرژي، ځان له نورو لارو ازادوي: د ځمکې لاندې مطالعاتي حلقو له لارې چې د پوهې او علم د خوځښت څراغونه بل ساتي؛ د ډیاسپورا د ټولنو د پوهاوي خپرولو شبکو له لارې؛ د استبداد پر وړاندې د وسلهوالو مقاومتونو د رامنځته کېدو له لارې؛ د داسې ټولییز عقل او پوهې د رامنځته کېدو له لارې چې هره ورځ په زیاتېدونکي ډول د سخت دریځې او کنګل شوې دودپالنې بنسټونه ننګوي؛ او د نوي نسل په ذهنیت کې د واکمنې ایډیالوژۍ د بنسټیز رد له لارې. ښايي ناطق انسان لنډمهالی خاموش شي، خو په وجود کې یې د دروني تفکر وسایل له کاره نه لوېږي.
ښايي افغاني ټولنه د دیني افراطیانو له خوا د دغه خفقان او ځپنې تر تجربې وروسته، د دین او استبدادي واکمنۍ ترمنځ اړیکه د تل لپاره له سره وارزوي، له سیاسي اسلام سره لېوالتیا له لاسه ورکړي او د یوه نوي بدلون په ترڅ کې بیا روښانه راتلونکي ته په کتو، د پرمختللي او سیکولر نظام په اړه غور وکړي.





