د پولنډ په کراکوف ښار کې د ډزو له پېښې وروسته، د دغه هېواد حکومت دوه ورځې ملي ویر اعلان کړی او په لویو ښارونو کې یې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.
رویټرز خبري اژانس یکشنبه د نومبر پر ۸مه راپور ورکړی چې د ډزو دا پېښه پرون د کراکوف ښار په اصلي او تاریخي میدان کې شوې چې له کبله یې شپږ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
د راپور له مخې، په ټپيانو کې دوه پولیس هم دي او ۲۴ کلن بریدګر له پېښې وروسته روغتون ته وړل شوی او روغتیايي وضعیت یې ناوړه راپور شوی دی.
پولیسو د څېړنو په لړ کې د مظنون د مور، پلار او خور جسدونه هم په کور کې موندلي چې پر بدنونو یې د مرمیو نښې وې.
په پېښه کې یو وژل شوی کس د بریتانیا او په ټپيانو کې د اتریش، جرمني، پرتګال، روسیې او بریتانیا یو یو وګړی دی.





