• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د اطلاع‌رسونې ستونزې؛ طالبانو رسنۍ پر خپلو تبلیغاتي وسیلو بدلې کړې دي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1790853193]
Victor J. Blue/The New York Times

Victor J. Blue/The New York Times

یو شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د طالبانو له محدویتونو او ستونزو شکایت کوي. دوی وايي چې اطلاعاتو ته لاسرسی له جدي ننګونو سره مخ دی او د اطلاعاتو د ترلاسه کولو او د پېښو د تایید بهیر ان ناشونی شوی دی. له دې سره هممهاله، ځینې خبریالان وايي چې د طالبانو رژیم اطلاعاتو ته ازاد لاسرسی ناشونی کړی او هغه رسنۍ چې د دغې ډلې تر واکمنۍ لاندې فعالیت کوي، په عمل کې د طالبانو پر رسمي اطلاعاتو متکي دي او خپرونې یې تبلیغاتي اړخ لري.

خبریاله شراره (مستعار نوم) د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اطلاعاتو ته د لاسرسي له ستونزو شکایت کوي او وايي چې اطلاعاتو ته لاسرسی له جدي محدودیتونو او ننګونو سره مخ دی. د هغې په وینا، هغه خبریالان او رسنیز فعالان چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، هم د اطلاعاتو د ترلاسه کولو، څېړلو او خپرولو پر مهال له امنیتي فشارونو، کاري محدودیتونو او د رسنیزو فعالیتونو له امله له رامنځته کېدونکو ګواښونو سره مخ دي.

دغه خبریاله زیاتوي: «د پېژندل کېدو، نیول کېدو، ګواښل کېدو یا د کورنۍ پر غړو د فشار له وېرې خبریالان او سرچینې ځان‌سانسورۍ ته اړ شوي دي.»

شراره وايي: «هغه خبریالان چې د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو سره کار کوي، هم له محدودیتونو سره مخ دي او په ډېرو مواردو کې نه شي کولای په خپلو راپورونو کې دقیق او عیني معلومات وړاندې کړي. ښځینه خبریالانې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له لا ډېرو ننګونو سره مخ دي؛ ځکه د طالبانو ځینې چارواکي له ښځو سره خبرو ته حاضر نه دي او ښځینه خبریالانې اړ کېږي چې د اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره له خپلو نارینه همکارانو مرسته وغواړي.»

طیب (مستعار نوم) هغه خبریال ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو لپاره فعالیت کوي. نوموړې وايي چې اطلاعاتو ته لاسرسی ډېر ستونزمن شوی دی. هغه زیاتوي: «یوه پېښه یا حادثه وشي، خو کله ناکله له دوو ورځو ډېر وخت نیسي چې د طالبانو د اړوندو ادارو تایید ترلاسه کړو او وکړای شو هغه خپور کړو.»

دغه خبریال زیاتوي: «که طالبان په جریان کې ونه ساتو، ان که موضوع حقیقت ولري، موږ تر پوښتنو لاندې نیول کېږو. په ډېرو مواردو کې د طالبانو چارواکي له څرګندونو کولو ډډه کوي او موږ اړ کېږو چې د موضوع له خپرولو ډډه وکړو. ډېری حقوقي موضوعات او هغه موضوعات چې د خلکو له ستونزو سره تړاو لري، نه شو خپرولای.»

بله خبریاله کوثر (مستعار نوم) په افغانستان کې د خبریالانو، په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو پر وړاندې تر ټولو مهمې ننګونې څو بنسټیزې او مهمې ستونزې بولي. هغه وايي: «چارواکو ته مستقیم لاسرسی محدود دی؛ موږ خبریالان په ډېرو مواردو کې له چارواکو سره د اړیکې، مرکې کولو یا ادارو ته د ننوتلو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږو. همداراز، د طالبانو هېڅ چارواکی نه غواړي له یوې ښځې په ځانګړې توګه د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه مرکه وکړي.» د هغې په وینا، د روڼتیا نشتوالی او د رسمي اطلاعاتو نشتوالی د خبریالانو له نورو ننګونو دي.

دغه خبریاله زیاتوي: «ډېری سرچینې له رسنیو سره له مستقیمو خبرو وېره لري. ان هغه مهال چې خبریالان اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړي، د امنیتي اندېښنو له امله یې نه شي خپرولای. له دې مواردو پرته، ښځینه خبریالانې له جنسیتي محدودیتونو سره هم مخ دي؛ په عامه ځایونو کې د حضور له محدودیت او د ځانګړو شرایطو او حجاب د مراعاتولو له الزامیته نیولې، تر لېرې پرتو سیمو ته د سفر له محدودیت او نورو بندیزونو پورې.»

هویدا (مستعار نوم) هغه خبریاله چې په افغانستان کې له یوې خصوصي رسنۍ سره کار کوي، د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو د ویاندویانو له دوه‌ګوني چلنده شکایت کوي. د هغې په وینا، یوه له لویو ننګونو دا ده چې د طالبانو ځینې ویاندویان د راپور جوړولو لپاره اړین معلومات نارینه خبریالانو ته استوي، خو ښځینه خبریالانو ته یې نه استوي.

دغه خبریاله زیاتوي: «د مالي امکاناتو له پلوه هم خبریالان له جدي ننګونو سره مخ دي. کله ناکله د تګ راتګ د لګښت له امله په غونډو کې ګډون نه شو کولای، ځکه د رسنۍ مالي وضعیت ښه نه دی. ماسک هم بله ننګونه ده. زه د ساه لنډۍ ستونزه لرم او کله ناکله د خبر لوستلو پر مهال سمه ساه نه شم اخیستلای او د ماسک کارول راته ستونزمن دي. خبریالان انګېزه نه لري؛ نه هڅول کېږي او نه یې ملاتړ کېږي.»

په همدې حال کې جلا وطنه خبریال او د رسنیو د څار د ادارې پخوانی مسوول صدیق‌الله توحیدي وايي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په افغانستان کې د رسنیزو فعالیتونو ټولې برخې اغېزمنې شوې دي. د هغه په وینا، خبریالانو ته اطلاعاتو ته لاسرسی نه یوازې محدود، بلکې بند شوی دی.

ښاغلی توحیدي وايي: «په ځانګړې توګه د امنیتي او پوځي پېښو په اړه اړین راپورونه نه ورکول کېږي او یوازې هغه اطلاعات خپرېږي چې طالبان یې خبریالانو ته ورکوي.» هغه زیاتوي چې د افغانستان دننه د رسنیو له لوري تر پوښښ لاندې امنیتي او سیاسي پېښې په ډېرو مواردو کې د طالبانو پر رسمي اطلاعاتو ولاړې دي او د هغه په وینا، تبلیغاتي بڼه لري.

دغه خبریال وايي: « اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چې د جمهوري نظام پر مهال تصویب شوی و، د طالبانو له لوري ځنډول شوی او اوس د طالبانو ادارې اطلاعات یوازې د خپلې خوښې او سلیقې له مخې خبریالانو ته ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خبریالانو مرکز دوه ورځې وړاندې اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و چې خبریالان او رسنۍ له خپرولو مخکې سانسور، د اعتراضونو پر پوښښ د بندیز او د ځینو مطالبو له خپرولو مخکې د تایید ترلاسه کولو په ګډون، له بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي.

دغه مرکز ویلي وو چې په دولتي او خصوصي رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر فعالیت محدودیتونه هم زیات شوي او د ځینو نړیوالو ټلوېزیوني رسنیو د خپرونو خپرول او بیا خپرول منع شوي دي.

د اعلامیې له مخې، د پېښو د خپلواک پوښښ او له هېواده بهر له فعالو رسنیو سره د اړیکو له امله د خبریالانو نیول، ګواښل او تعقیبول هم له ثبت شویو مواردو دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.