د طالبانو له واکمنۍ د پنځو کالو په تېرېدو او په پراخه کچه د ښځو د حقونو او غوښتنو له ځپلو وروسته، زدهکړې چې د ټولنې بنسټیز حق دی، د دغې ډلې د ایډیولوژیک لید تر انحصار لاندې راغلې دي. د ښځو پر زدهکړو د بندیز له امله، د ټولنې نیمایي برخه له ښوونځي او لوړو زدهکړو بېبرخې شوې ده. سره له دې چې نړیوالو سازمانونو، د زدهکړو حقونو فعالانو او معترضو ښځو پرلپسې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانېستل کېدو غوښتنې وکړې، خو طالبانو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ ګام نه دی پورته کړی. د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو له سختېدو سره هممهاله، ځينو نجونو له اوږد انتظار وروسته انلاین زدهکړو ته مخه کړه او توانېدلي چې تحصیلي محدودیتونه شاته پرېږدي.
کرشمه د افغانستان امریکایي پوهنتون (American University of Afghanistan) د انلاین پروګرام محصله ده او د کمپیوټر ساینس په پوهنځي کې زدهکړې کوي. نوموړې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې، د کابل پوهنتون د قضا او څارنوالۍ پوهنځي د دویم سیمسټر محصله وه. خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د زدهکړو له دوام څخه بېبرخې شوه او خپلو له لاسه وتلو هیلو او خوبونو ته اندېښمنه وه.
خو راتلونکي ته هیله او هغه هڅې چې په تېرو څو کالو کې یې ګاللې وې، دا انګېزه ورکړه چې زدهکړو ته دوام ورکړي او حاکمو شرایطو ته تسلیمه نه شي. نوموړې وايي: «د طالبانو له واکمنېدو وروسته مې یوه موده په ګډوډۍ او ناهیلۍ کې تېره کړه او راتلونکی راته ناڅرګند ښکارېده. دا راته ډېره سخته وه؛ ځکه کابل پوهنتون ته بریالي کېدل د کلونو هڅو، زحمتونو او نه ستړې کېدونکي کوښښ پایله وه. ان کله چې مې غوښتل کتاب په لاس کې واخلم او درس ووایم، د کورنۍ له ځینو غړو به مې اورېدل چې ویل به یې: دومره دې زحمت وویست، اخر یې څه ګټه وکړه؟ ولې بیا هم هڅه کوې؟ خو ما به ویل، زه هېڅکله ماتې نه منم او دا تیاره به یوه ورځ خامخا پای ته رسېږي. که څه هم دا خبرې مې په ډاډ سره کولې، خو په زړه کې مې د ناهیلۍ دروند بار لېږداوه. تل به مې له ځانه پوښتل، که د خپلو زدهکړو د دوام لپاره کومه لار نه وي، څه به کېږي؟ همدغو پوښتنو به نه پرېښودم چې ارامه واوسم.»
د طالبانو واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستل شوې. کرشمې په تازه هیلې پوهنتون ته مخه کړه او دوه نور سیمسټرونه یې هم بشپړ کړل. خو له څو میاشتو وروسته، د دې ډلې د مشر د پرېکړې له مخې، بېرته د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې. کرشمه د لوړو زدهکړو د دوام له بندیز وروسته، دې پایلې ته ورسېده چې د ښځو په اړه د طالبانو په لیدلوري کې بدلون نه دی راغلی او د زدهکړو د دروازو د تړل کېدو باور یې نور هم پوخ شو. همدا باور د دې لامل شو چې د انلاین زدهکړو په لټه شي او انګلیسي ژبې له زدهکړې وروسته یې څو پوهنتونونو ته غوښتنلیکونه ولېږل او له درېیو انلاین پوهنتونونو یې منل ترلاسه کړل.
نوموړې په داسې حال کې چې د اوسني واقعیت منل او د ماتې نه منل د دوام لامل بولي، وايي: «د پوهنتونونو له بیا تړل کېدو وروسته مې هم له هڅو لاس وانه خیست. لومړی مې خپل تمرکز د انګلیسي ژبې پر زدهکړه ورټول کړ، د ژبې په انلاین ټولګیو کې مې ګډون وکړ او د ژبې د پیاوړتیا لپاره مې له بېلابېلو سرچینو ګټه واخیسته. د ژبې له زده کولو وروسته مې څو انلاین پوهنتونونو ته غوښتنلیکونه ولېږل او له درېیو پوهنتونونو څخه مې د منل کېدو ځواب ترلاسه کړ. اوس د خلکو په پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د پنځم سیمسټر محصله یم.»
له ټولنې د ښځو تدریجي حذف او په بېلابېلو برخو کې پرې بندیزونه، کرشمه وهڅوله چې د خپلو زدهکړو ترڅنګ، د ښوونې او افغان ښځو د وړتیاوو د ثابتولو لپاره په نړیوالو سیالیو کې د ګډون او همدارنګه د کمپیوټر پروګرام جوړونې او ټيکنالوژۍ د مهارتونو په برخو کې هم فعالیت وکړي. نوموړې وایي: «د ښځو د وړتیاوو او په ټولنه کې د هغوی د حضور د ثابتولو لپاره، انګلیسي ژبه او قرانکریم تدریسوم او تر څنګ یې د کمپیوټر پروګرام جوړونې او ټيکنالوژۍ په برخه کې هم فعالیت لرم. زما له مهمو لاسته راوړنو یوه یې په ۲۰۲۵ کال کې د Jessup Competition د حقوقو په نړیواله سیالۍ کې ګډون و. له نېکه مرغه، وتوانېدم چې په ملي پړاو کې لوړ مقام ترلاسه کړم، خو په نړیوال پړاو کې اړینه وه چې بل هېواد ته لاړه شم چې له بده مرغه، د ښځو د سفر د محدودیت له امله ونه توانېدم پکې ګډون وکړم.»
کرشمه له تحصیلي بریاوو او په بېلابېلو برخو کې د مجازي حضور سربېره هم د هغې ورځې خاطرې په یاد لري چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد او وایي چې د کابل پرځېدل د افغانانو پرځېدل و؛ داسې چې د هیلو، راتلونکي او هغه نسل د ماتېدو لامل شو چې کولی یې شوای افغانستان د ودې او پرمختګ پر لور رهي کړي. خو اوس د دې خاورې ځوانان او تنکي ځوانان چې د ټولنې خوځنده قوه بلل کېږي، د ناهیلۍ او ګډوډۍ پر لور روان دي.
نوموړې د هغو ترخو ورځو په اړه داسې وايي: «د طالبانو واکمنۍ د لومړیو ورځو خاطرې له وېرې، اندېښنې او اضطراب څخه ډکې وې. د سقوط په ورځ، په هیله او انګېزې له کوره د پوهنتون پر لور روانه شوم، خو له هماغه پیله د ښار چاپېریال راته بدل او ګډوډ ښکارېده. د ولایتونو د سقوط خبرونه یو په بل پسې خپرېدل او ټولو په اندېښنې څارل. کله چې ټولګي ته ننوتم، ټولګیوالو ته مې پرلپسې زنګونه راتلل او ویل کېدل چې حکومت د سقوط په حال کې دی. د ټولګي چاپېریال بشپړ ترینګلې شوی و او ازموینه هم لغوه شوه. ټول په اندېښنې او ویرې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوو. له پوهنتونه تر کوره په ټوله لار کې مې داسې احساس کاوه چې هغه هیلې او راتلونکی چې کلونه مې ورته زحمت ایستلی و، په له منځه تلو دي. سترګې مې راډکې شوې وې او هر ګام مې چې اخیسته، ناهیلۍ مې لا زیاتېده. ټولګیوالې مې تر څنګ وې، خو چا خبرې نه کولې او یوازې مو یو بل ته کتلې؛ ژور او له مانا ډک لیدل چې ډېرې خبرې پکې وې.»
کرشمه هغو نجونو ته چې اوس له ناهیلۍ سره مخ دي او سختې ورځې تېروي، وایي چې ماتې د لارې پای نه، بلکې د زدهکړو او فعالیت د دوام لپاره دې له کوچنیو فرصتونو هم ګټه واخیستل شي. لکه څنګه چې هغې له محدودیتونو د تېرېدو لار پیدا کړې، نورې نجونې هم دا وړتیا لري. هغه وایي چې په سختو ورځو کې تل یوه جمله له ځان سره تکراروي: «بریا یو انتخاب دی، نه چانس.» که نن کوچني ګامونه واخلو، همدا کوچني ګامونه به مو راتلونکی جوړ کړي. مهمه نه ده چې لار څومره ستونزمنه ده؛ مهمه دا ده چې ونه درېږو او زدهکړو او پرمختګ ته په شته او لږو اسانتیاوو هم دوام ورکړو.





