د متحده عربي اماراتو لوړپوړې ډیپلوماټه او په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد پخوانۍ سفیره لانا نسیبه د ملګرو ملتونو د راتلونکې سر منشي څوکۍ ته نومانده شوې ده.
رویټرز چهارشنبه د اکټوبر پر ۲۱مه، د نسیبه له قوله راپور ورکړی چې که وټاکل شي، هڅه به وکړي څو د ډیپلوماسۍ له لارې د نړیوالو کړکېچونو په حل کې د ملګرو ملتونو رول بېرته پیاوړی کړي.
هغې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه باید د نړۍ د کړکېچونو پر وړاندې یوازې ننداره کوونکی پاتې نه شي، بلکې د نړیوالو ستونزو په حل کې فعال رول ولوبوي.
هغې تر یوې لسیزې ډېر وخت په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د سفیرې په توګه دنده ترسره کړې ده.
د نسیبه نوماندي په داسې حال کې مطرح شوې چې د ملګرو ملتونو د اوسني سر منشي انتونیو ګوټرېش کاري موده د روان کال د ډسمبر پر ۳۱مه پای ته رسېږي او د هغه د ځایناستي د ټاکلو بهیر دوام لري.
تر اوسه هېڅ یو نوماند نه دی توانېدلی چې د امنیت شورا د ټولو پنځو دایمي غړو ملاتړ ترلاسه کړي.





