۸صبح، کابل: د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چودري، طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د ترهګرو ډلو له پناه ورکولو او ملاتړ څخه لاس واخلي، که نه له سختو پایلو سره به مخ شي.
چودري يکشنبه د لړم پر ۱۰مه، ویلي چې طالبان د هغو «مجازاتو» د زغملو توان نه لري چې پاکستان یې پرې لګولای شي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان د بې پیلوټه الوتکو د بريدونو په ګډون د خپلو وړتیاوو د ازمېیلو د هر ډول هڅې پر وړاندې چمتو دی.
چودري هند د «ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی» بللی او ادعا یې کړې چې طالبان او د پاکستان مخالفې وسلهوالې ډلې د هند د نیابتي ځواکونو په توګه فعالیت کوي.
هغه ادعا کړې چې ترهګرې ډلې له افغانستانه پاکستان ته ځي او د طالبانو کارکوونکي هم د بریدګرو په ډله کې پېژندل شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند همداراز افغانستان داسې هېواد بللی چې د ده په وینا، یوازې «ترهګري او نشهيي توکي» تولیدوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ځلونو د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د پاکستان ادعاوې رد کړې او د دغه هېواد امنیتي ستونزې یې د کورنیو ننګونو او د اسلاماباد د سیاستونو پایله بللې دي.





