که په افغانستان کې د ټولنې شتمنو او د منځنې کچې اوسېدونکو ته د طالبانو په واکمنۍ کې د حقونو او ازادیو له لاسه ورکول مهمې ستونزې وي؛ خو بل لور بیا د ټولنې بېوزلو او تنګلاسو ته د یوې مړۍ ډوډۍ موندل لویه اندېښنه ده. له همدې کبله، ښايي په نس وږی انسان د ازادۍ په اړه فکر ونه کړي. بېوزلي تل له افغانستان سره مله ده. دودیزه کرکېله، وروسته پاتی صنعت، بېثباته انرژي، د حکومتونو پرځېدا، ناسم مدیریت او اقلیمي بدلون بیا په افغانستان کې د بېوزلۍ تر ټولو مهم لاملونه بلل کېږي. ناسم مدیریت او پراخ فساد چې د جمهوریت د پرځېدو لاملونه بلل کېږي، په تېرو دوو لسیزو کې یې د اقتصادي ودې چانسونه په اوبو لاهو کړل او د طالبانو له واکمنېدو سره بیا ټولنه د اقتصادي پرځېدا پر لور خوځېدلې ده. د بهرنیو مرستو کمی او د طالبانو له لوري پر خلکو اقتصادي فشارونو بیا پر کورني اقتصاد ناوړه اغېز کړی دی. طالبانو د عامه چوپړتیاوو بېه لوړه کړې، مالیه یې زیاته کړې، د ټوپک په زور د عشر او زکات په نوم پيسې ټولوي او له خلکو په باجاخیستلو تورن دي. دې چارې، د کورنیو مات ګوډ اقتصاد ته زیان رسولی چې له کبله یې په هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر هم لوړ شوی دی. بلخوا، ښځو ته د کار اجازه نه شته او که د کورنۍ نارینه ونه کړای شي د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي یا هغه کورنۍ چې نارینه ونه لري، خپل ماشومان د کار لپاره بازار ته لېږي. دا ماشومان له زدهکړو پاتې کېږي، د فقر او بېوزلۍ کړۍ اوږدېږي او د ماشومانو حقونه او خوندیتوب تر پښو لاندې کېږي.
نړیوال سازمانونه بیا په افغانستان کې د بیکارۍ کچې د لوړېدو راپورونه ورکوي. هغه شمېرې چې نړیوال بانک د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې خپرې کړې دي، ښيي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، بېروزګاري دوه برابره شوې ده؛ هغه څه چې پر مرستو ولاړ اقتصاد لپاره ۱۰۰ سلنه زیاتوالی ښيي. که څه هم په هېواد کې د بېروزګارو کسانو کره شمېر نه شته؛ خو نړیوال بانک ویلي چې له ۱۴ تر ۲۴ کلنو کسانو ترمنځ، له هرو درېیو یې یو یې بېروزګاره دی. داسې چې ځوانان کار و بار ونه لري، کارګر ماشومان بیا د کار د غوره کولو لپاره له لږ واکه برخمن دي. د بوټونو رنګول، موټر مينځل، د مستري شاګردي، له کثافتدانیو د پلاستیکي بوتلونو راټولول، پر سړک د یو څه پلورل او د جامو ګنډل په ښار کې هغه کارونه دي، چې ډېری کارګر ماشومان پرې بوخت دي. په کلیو او بانډو کې بیا شپني او کروندګري هغه کارونه دي چې ماشومان یې کوي. دا ماشومان چې پر دغو کارونو بوخت دي، ډېره کمه ګټه لري. پر افغانستان د طالبانو واکمني او کمزوري کورني اقتصاد چې لاملونه یې پورته یاد شوي، د کارګرو ماشومانو پر ګټې وټې هم منفي اغېز کړی دی.
دیارلس کلن رحیمالله چې د تخار مرکز تالقان ښار کې بوټونه رنګوي، وايي چې د ورځې له ۵۰ تر ۱۵۰ افغانۍ ګټي. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل، پنځه کسیزه کورنۍ ورلغاړې ده او دومره کولای شي چې د کورنۍ لپاره سپوره ډوډۍ برابره کړي. کله چې له هغه د دې کار د سختۍ په اړه پوښتنه کېږي، وايي: «کار ګران دی. ژمی دی، ساړه دي، سم کار نه کېږي او کله کله مې خلک ځوروي، ګرانه ده.»
نجیبالله په کندهار کې د مستري شاګرد دی. د هغه کار هم د نورو ماشومانو په څېر سخت دی. نجیبالله له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې وویل چې کله د شپې له کاره کور ته ځي، ځان یې خوږېږي: «ډېری مهال چې موږ پر دې کارونو بوخت یو، ستړي ستومانه یو. کله کله داسې وي چې ستړي نه یو. که رښتیا راباندې وایې چې کله کور ته ځم ځان مې درد کوي، د بدن ټول غړي مې خوږېږي.» هغه چې خپله لا ماشوم دی، له ځانه کوچنیو کارګرو ماشومانو ته اندېښمن دی او وايي: «له ما ډېر واړه ماشومان دي چې په ډېرو سختو سختو کارونو بوخت دي. لکه د موټرسایکلونو او موټرو مستريخانو کې سخت سخت کارونه کوي. دا کسان باید ۱۵، ۱۶ او ۱۷ کلن وای؛ خو دلته داسې ماشومان دي چې ۱۰، ۱۱ یا ۱۲ کاله عمر لري. یعني [واړه واړه] ماشومان لوی لوی کارونه کوي.»
د نفوس زیاتوالی، بیا په ډېرو نورو کورنیو کې د بېوزلۍ او فقر کړۍ د پراخېدو یو بل لامل بلل کېږي. په ۲۰۲۰ کال کې رسنیو د وخت افغان دولتي چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې دا هېواد په نړۍ کې د نفوس له اړخه په چټکۍ مخ په ودې دی. محبت او ورور یې چې دواړه په غزني ښار کې بوټونه رنګوي، اړ دي چې په ماشومتوب کې د یوې لویې اووه کسیزې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. محبت لس کاله عمر لري او ورور یې ترې کوچنی دی. دا دوه واړه ماشومان د ورځې ۳۰۰ افغانۍ ګټي. هغه چې پوښتنو ته لنډ ځواب ورکوي، وايي چې پلار یې روږدی دی او هغه او ورور یې اړ دي چې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. هغه پوښتنه چې د خپل ژوند د حالت په اړه ترې پوښتل کېږي، ځواب نه ورکوي. له یوې لنډ ځنډ وروسته، داسې چې ستونی یې له عقدې ډک ښکاري، وايي: «نه پوهېږم څه ووایم.»
د کارګرو وړو هلکانو سربېره، کارګرې وړې نجونې هم شته. ډېری وړې کارګرې نجونې د قالینې اوبدلو په کارخونو کې کار کوي یا پر لاسي کارونو لکه خامکګنډلو او ګلدوزۍ بوختې دي. دا بیا د بهر کارونو پرتله، ډېره لږه ګټه لري. د هغو کارګرو نجونو عاید چې په کور کې بوختې وي، ډېره نادره به وي چې د ورځې ۱۰۰ افغانیو ته ورسېږي. ۱۶ کلنه فرزانه چې په کابل کې خامکدوزي کوي، یوه میاشتنۍ ګټه یې زر افغانۍ یا یو څه زیاته ده. فرزانې د خپل عاید په اړه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «که د نارینهوو غاړه وي، شاوخوا زر افغانیو پورې رسېږي که لویې غاړې لکه کندهارۍ یا نورې وي، دوه میاشتې وخت نیسي او ښې پیسې لري چې شاوخوا دوه نیم زره افغانۍ کېږي.»
د قالینو اوبدل او خامکدوزي ډېر پام او حوصلې ته اړتیا لري. د قالینې تارونه او هغه ټوکر چې غاړې پرې اوبدل کېږي، باید په سمه توګه وشمېرل شي. فرزانې د خامکګنډلو د سختۍ په اړه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «ډېر سخت او ګران کار دی. دا چې له سهاره تر بیګا کېنې او د ټوکر دانه دانه تارونه وشمېرې او ګلدوزي یې کړې، ډېر سخته دی.» نوموړې وايي چې د طالبانو له لوري پر ښځو له لګول شویو محدویتونو وروسته، هغې او نورو د ځان د بوختولو او له کورنۍ سره د مرستې لپاره له دې پرته، بله چاره نه لرله.
ستاره له لا ۱۴ کلنه نه وه چې خامکګنډل یې پېل کړل. ستاره وايي چې پلار یې ناروغ دی او هغه خامکګنډل کوي، څو هم له ښوونځي د لرې والي تسل یې وشي او هم له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي. هغې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «له هغې وروسته چې طالبان راغلل او له ښوونځي پاتې شوم، اړه شوم یو کار روزګار ځانته پېدا کړم او هم له دې کبله چې پلار مې ناروغ دی او کار نه شي کولای، په خامکګڼدلو د ځان او کله کله د کورنۍ اړتیا پوره کوم.» هغه چې اوس ۱۵ کلنه ده، یو نیم کال وړاندې یې خامکګنډل پېل کړل. له دغه کاره د هغې ګټه هم ناڅېزه ده او په خبره یې، که ګړندی او ښه کار وکړي، په یوې میاشت کې په سختۍ ۵۰۰ افغانۍ پېدا کوي. ستاره له دې کاره ناهیلې ده او وايي چې دا کار، نه سمه ګټه لري او نه هم کولای شي راتلونکی یې ډاډمن کړي. بلخوا، پر کار د ځېرتیا او تمرکز له کبله یې د سترګو دید هم زیانمن شوی دی.
بلقیس نجفي بیا د مرۍګنډلو له کبله د غاړې له درده شکایت لري. هغې چې د طالبانو له واکمنېدو او د نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړل کېدو وروسته، مرۍګنډلو ته مخه کړې، له دغه کاره د لږ عاید په اړه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «که د ورځې ګټه حساب کړم، چندان پیسې نه کېږي، په میاشت کې که زر افغانۍ شي.»
د دې ماشومانو له ډلې، هر یو یې له کوره بهر کې د کار لپاره دلیل لري. ډوډۍ، د ټولو ترمنځ ګډ او مهم دلیل ګڼل کېږي. رحیمالله چې په تالقان ښار کې بوټونه رنګوي، وايي چې د پلار پښه یې «ژوبله» ده او هغه اړ دی د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. نجیبالله هم له اقتصادي ستونزو کړېږي او له همدې کبله د موټرسایکلونو د جوړولو له یو مستري سره کار کوي. محبت او ورور یې د غزني په سړې هوا کې له دې امله کار کوي چې پلار یې روږدی دی. د ستارې پلار ناروغ او د بلقیس پلار وزګار دی. د فرزانې پلار که څه هم روغتیايي او جسمي ستونزه نه لري؛ خو نوموړی هم د بلقیس د پلار په څېر وزګار دی. فرزانه د کار کولو لپاره یو بل دلیل هم لري؛ دا چې د کورنۍ له ملاتړ پرته وکړای شي، د انګلیسي ژبې د زدهکولو لپاره د کورس فیس برابر کړي. نجیبالله بیا هغه مهال یادوي چې لا وړوکی و او ښوونځي ته، ته. رحیمالله هم وايي چې غواړي د نورو ماشومانو په څېر درس ووايي؛ خو هغه د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوازې دی او له همدې کبله درس نه شي ویلی.
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد د نفوس په اړه دقیق یا ان نږدې شمېرې نه شته او د ماشومانو کره شمېر هم روښانه نه دی. د نړیوالو سازمانونو اټکل شوي احصایې ښیي چې په افغانستان کې د یو میلیون څخه تر 3.7 میلیونه ماشومان کار کوي. تېر کال د جون پر ۱۲مه د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ وه، ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په نړۍ کې د کارګرو ماشومانو شمېر ۱۶۰ میلیونو ته رسېدلی دی.