په پنجشېر ولایت کې ځايي سرچینې وایي، د طالبانو یوه رنجر موټر څلور ماشومان وهلي دي. د سرچینو په وینا، دا پېښه د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ په ګجول عمرض کلي کې شوې او د دې پېښې په پایله کې څلور واړه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغو ماشومانو یو شمېر خپلوان وایي، ماشومان د پېښې پر مهال پر لوبو بوخت وو چې د طالبانو رنجر موټر په خورا لوړ سرعت سره د هغوی پر خوا ورغلی، داسې چې ماشومانو ته دومره وخت هم نه دی ورکړل شوی چې ځانونه څنګ ته کړي. د سرچینو په وینا، طالبانو له پېښې وروسته د قربانیانو کورنۍ ګواښلې دي چې د دې پېښې په اړه له هیچا سره خبرې ونه کړي او رسنیو ته یې راپور ورنه کړي. د دوی په خبره، کورنیو ته ویل شوي، که څوک د پېښې په اړه پوښتنه وکړي، باید ورته ووایي چې دا یوه ناڅاپي ترافیکي پېښه وه.
له دې سره هممهاله، د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو « د پراخ نقض» او «تاوتریخجن چلند» په تړاو اندېښنه څرګندوي. د هغوی په وینا، طالبان ځوانان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیسي، شکنجه کوي او ان ځینې بندیان د شکنجې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د هغو څلورو ماشومانو یو خپلوان فردوس( مستعار نوم) چې ویل کېږي وړمه ورځ د پنجشېر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې مړه شوي دي، وایي چې د طالبانو اړوند رنجر موټر د جمعې ورځې له غرمي مخکې دغه څلور هلکان وهلي دي. د هغه په وینا دا پېښه د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ په ګچول عمرض کلي کې شوې او په پایله کې یې څلورو ماشومانو ژوند بایللی دی.
د پنجشېر دغه اوسېدونکی وایي «په قربانیانو کې د عزیزالدین د کورنۍ دوه ماشومان، د محمدحنیف د کورنۍ یو ماشوم او د ارواښاد ملا عبدالرقیب یو لمسی شامل وو. د هماغې ورځې د ماښام په شپږو بجو د دغو څلورو ماشومانو جنازې خاورو ته وسپارل شوې.» د هغه په خبره، د قربانیانو کورنیو او د سیمې مشرانو د پېښې د څېړلو لپاره د طالبانو له مسوولانو سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې کوم څرګند ځواب نه دی ترلاسه کړی.
فردوس زیاتوي: «د سیمې د وکیل ګذر او سپینږیرو له خوا هم دا موضوع تعقیب شوې، خو تر اوسه نه څوک نیول شوی او نه هم له چا پوښتنې ګروېږنې شوې دي. ماشومان په خپل عادي ځای کې وو او د موټر په لاره کې نه وو، خو د طالبانو رنجر ورباندې راغی او ویې وهل.
د وژل شویو ماشومانو یو خپلوان جاوېد (مستعار) هم وایي، څلور واړه ماشومان په هغه ترافیکي پېښه کې مړه شول چې د ده په خبره، د طالبانو د یوه پوځي رنجر د خور لوړ سرعت له امله رامنځته شوه. هغه وایي: «د طالبانو رنجر د دغو بېګناه ماشومانو ژوند واخیست. له بده مرغه، د طالبانو د ځواکونو بېپروایي او په خطرناک سرعت سره موټر چلول په ځلونو په پنجشېر کې د مرګونې پېښو لامل شوي دي. دا لومړنۍ غمیزه نه ده او وېره شته چې وروستۍ به هم نه وي.»
د پېښې شاهد طیب (مستعار) ادعا کوي چې طالبانو له پېښې وروسته د وژل شویو څلورو ماشومانو کورنۍ ګواښلې دي، څو د دې پېښې په تړاو له رسنیو او نورو کسانو سره خبرې ونه کړي. هغه وایي: «طالبانو په قصدي ډول خپل رنجر هغه لارې ته سیخ کړ چې د موټرو د تګ لاره نه وه. ماشومان هماغلته پر لوبو بوخت وو. موټر په ډېر لوړ سرعت د هغوی پر لور راغی او ماشومانو ته د ځان ژغورلو فرصت هم ور نه کړل شو. د طالبانو رنجر څلور واړه ماشومان تر خپلو ټېرونو لاندې کړل او ټول یې ووژل.» د هغه په وینا، د دغو ماشومانو کورنۍ، سره له دې چې سختې وېرجنې دي، د طالبانو د ګواښونو له امله نه شي کولای خپل درد او غم له نورو سره شریک کړي.
طیب زیاتوي: «طالبانو د ماشومانو کورنۍ په مرګ ګواښلي او ورته یې ویلي یې دي چې د دې پېښې په تړاو به له هیچا سره خبرې نه کوي او رسنیو ته به یې هم خبر نه ورکوي. هغوی ته دا هم ویل شوي، که چا د پېښې په تړاو پوښتنه وکړه، ورته ودې وایي چې دا قصدي پېښه نه وه، بلکې په تېروتنې سره شوې او ماشومان په نامناسب ځای کې پر لوبو بوخت وو.»
د پنجشېر اوسېدونکی روحالله (مستعار) وایي، په دې ولایت کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو او له خلکو سره د تاوتریخوالي ګڼې پېښې رامنځته کېږي. هغه وایي: «د طالبانو رنجرونه او موټرسایکلونه په سړکونو کې په بېپروایۍ او ډېر سرعت ګرځي. پر دې سربېره، ځوانان د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیسي، شکنجه کوي او ان ځینې یې د شکنجې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.» د هغه په خبره، د پنجشېر اوسېدونکي ان په کابل کې هم د طالبانو له چلنده خوندي نه دي او د هغوی موټرونه په پلټنځایونو کې په ځلونو درول کېږي او پلټل کېږي.
روحالله وایي: «طالبان یو شمېر پنجشیریان د نشهیي توکو د لېږد یا له خپلو مخالفو جبهاتو سره د همکارۍ په څېر تورونو نیسي.»
هغه زیاتوي، دې وضعیت د پنجشېر د خلکو کورنۍ سختې اندېښمنې کړې دي. دی وایي: «د پنجشېر میندې او پلرونه د خپلو اولادونو د نیول کېدو یا زیانمنېدو له وېرې تل اندېښمن وي او د ماشومانو په څېر یې ساتنه کوي. موږ په هېڅ ځای کې د امنیت احساس نه کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پنجشېر د لسګونو اوسېدونکو د ځورونې، نیولو، شکنجې او وژنې په تړاو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ هم په پنجشېر کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو، چې طالبانو د دغه ولایت یو اوسېدونکی چې څو میاشتې وړاندې له ایرانه افغانستان ته را اړول شوی و، شاوخوا یوه اوونۍ مخکې له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی دی.
د سرچینو په وینا، طالبانو په وروستیو میاشتو کې نږدې هر هغه پنجشیری نیسي چې له ایرانه هېواد ته راستنېږي.
همداراز، د پنجشېر د ښځو غورځنګ څه موده مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د پنجشېر د بېلابېلو ولسوالیو لسګونه اوسېدونکي په بېلابېلو پلمو نیولي دي.
د دغه غورځنګ په وینا، نیول شوي کسان لومړی سیمهییزو امنیتي پوستو ته لېږدول کېږي او وروسته د ولایت مرکز ته انتقالېږي، چې هلته تر فشار لاندې راوستل کېږي څو وسلې یا د «وسلې د بدیل» په نوم پیسې ورکړي.





