چین او امریکا د ګډې سوداګریزې شورا په لومړنۍ غونډه کې د تعرفو کمولو، د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
رویټرز شنبه د نومبر پر ۱۴مه راپور ورکړی چې دا ناسته پرون د دواړو هېوادونو د مشرانو له احتمالي لیدنې څو ورځې مخکې په چین کې شوې ده.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي چې دواړو غاړو د پخوانیو سوداګریزو هوکړو د عملي کولو، د تعرفو متقابلو کمولو او د ګډو موضوعاتو په اړه رغنده خبرې کړې دي.
د چین د سوداګرۍ وزارت د هوکړې د وروستۍ کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د راپور له مخې، چین او امریکا مخکې د ۶۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت پلان وړاندیز کړی و چې له مخې به یې دواړه هېوادونه په متقابل ډول تعرفې کموي خو دا پلان هم وروستی شوی نه دی.






