۸صبح، کابل: پاکستاني ځواکونو په بلوچستان ایالت کې ۸۲ افغانان نیولي دي.
پاکستاني رسنیو جمعه د لړم پر ۲۲مه راپور ورکړی چې دغو کسانو غوښتل په ناقانونه توګه له کرښې واوړي.
د راپورونو له مخې، په دغو کسانو کې ۴۵ نارینه، ۱۶ ښځې او ۲۱ ماشومان دي.
په راپور کې راغلي چې دغو کسانو د اوسېدو اسناد نه لرل او ټاکل شوې چې د قانوني پړاوونو د بشپړولو لپاره پولیسو ته وسپارل شي.
له دې مخکې هم په دغه هېواد کې ګڼ افغانان نیول شوي دي.
له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري ایستلو او نیولو لړۍ دوام لري.






