• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د بدیلو صادراتي لارو د موندلو په اړه د طالبانو تشې ژمنې؛ د کندهار بڼوال د انارو د بیو له سقوطه اندېښمن دي

۸صبح، کندهار ۸صبح، کندهار
۲۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794658840]

سږ کال د کندهار د انارو بڼوال د مناسب بازار نشتوالي، د صادراتي لارو تړل کېدو، وچکالۍ او کرنیزو ناروغیو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. بڼوال وايي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو د انارو پر صادراتو ناوړه اغېز کړی او د دې مېوې بیې یې تر ۷۰ سلنې راټیټې کړې دي. د دوی په خبره، اوسنی نرخ ان د بڼونو د ساتنې او پالنې لګښتونه هم نه شي پوره کولای.

د ارغنداب ولسوالۍ د انارو یو بڼوال حاجي شیراغا وايي: «سږ کال په بازار کې د انارو بیې د تېر کال پرتله په بې‌سارې توګه راټیټې شوې دي. مخکې به سوداګر په خوشحالۍ بڼونو ته راتلل او انار به یې په مناسبه بیه پېرل؛ خو له پاکستان سره د لارو تړل کېدو هم بڼوال او هم سوداګر اندېښمن کړي دي. اوس سوداګر د تېر په څېر انار نه اخلي او موږ په سختۍ توانېږو خپل لګښتونه پوره کړو. موږ ټول کال د همدې ورځو په تمه یو چې خپل حاصلات په مناسبه بیه وپلورو؛ خو د بازار نشتوالي مو ټولې هیلې په اوبو لاهو کړې دي.»

د انارو یو بل بڼوال حاجي محمد هم وايي، د پېرودونکو د نشتوالي له امله د انارو بیې په بې‌سارې توګه راټیټې شوې دي. د هغه په وینا، پخوا د یوه من «څلورو کیلو» انارو بیه په بڼ کې شاوخوا ۳۰۰ افغانیو ته رسېده، خو اوس سوداګر همدمره انار په نږدې ۱۰۰ افغانیو اخلي.

دا بڼوال زیاتوي: «دا ټول تاوان دی او هېڅ ګټه نه لري. موږ ټول کال لګښتونه کړي او خوارۍ مو ایستلې؛ خو اوس مو هر څه له لاسه وتلي دي. تاسې خپله فکر وکړئ، د یوه من انارو په ۱۰۰ افغانیو پلورلو سره مو کوم لګښتونه پوره کېږي؟ له دغه وضعیته بشپړ ناهیلي شوي یو.»

د بڼوالو په وینا، پاکستان په تېرو کلونو کې د کندهار د انارو له مهمو او لویو صادراتي بازارونو څخه و؛ خو له دغه هېواد سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو د انارو د صادراتو بهیر له خنډ سره مخ کړی او د دې مېوې پر بیو یې مستقیم اغېز کړی دی.

د کندهار یو بل بڼوال شاه‌ولي‌خان وايي، په تېرو کلونو کې به ګڼ سوداګر د انارو د بڼونو د پېرلو لپاره سیمې ته راتلل، خو سږ کال د پېرودونکو شمېر په بې‌سارې توګه راکم شوی دی. د هغه په خبره، کوم سوداګر چې بڼونو ته ورځي، انار په خورا ټیټه بیه اخلي او بڼوال اړ دي چې د مېوو د خرابېدو د مخنیوي لپاره خپل حاصلات په هره ممکنه بیه وپلوري.

شاه‌ولي‌خان وايي: «زما په بڼ کې یو زرو ۸۰۰ د انارو ونې دي. تېر کال مې خپل بڼ په یو نیم میلیون افغانیو وپلوره؛ خو سږ کال سوداګر ورته شاوخوا ۴۰۰ زره افغانۍ وړاندیز کوي. څه وکړو، اړ یو په همدې بیه یې وپلورو؛ ځکه که وخت تېر شي، انار خپل کیفیت له لاسه ورکوي او بیا په همدې بیه هم نه پلورل کېږی. ان خپل لګښتونه هم نه شو پوره کولای.»

بڼ لرونکي او د طالبانو له لورې د عشر او زکات اخیستل

د کندهار یو شمېر بڼوال د طالبانو له لوري د عشر او زکات په نوم د پیسو له راټولولو هم شکایت لري. دوی وايي، سره له دې چې د انارو بیې په بې‌سارې توګه راټیټې شوې او د بڼونو د ساتنې لګښتونه هم نه شي پوره کولای، د طالبانو اړوند کسان لا هم د حاصلاتو لسمه برخه غواړي.

د پنجوايي ولسوالۍ یو بڼوال خان (مستعار نوم) وايي چې د طالبانو د عشر او زکات ادارې کسان د انارو له بڼونو څخه لیدنه کوي او د خپلې ارزونې له مخې د بڼوالو د حاصلاتو لسمه برخه د عشر او زکات په نوم اخلي.

دغه بڼوال زیاتوي: «د طالبانو د عشر او زکات ادارې کسان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو او د دې ډلې له جنګیالیو سره یوځای زموږ بڼونو ته راځي، حاصلات ارزوي او بیا د هغوۍ لسمه برخه غواړي. هغه کس چې له طالبانو سره ملګری وي، د بڼ د حاصلاتو بیه ټاکي او د هماغې بیې له مخې حساب کوي. د لګښتونو زیاتوالي او د مناسب بازار نشتوالي مو عواید راکم کړي دی. د ګڼو ستونزو سره مخ یو. طالبان د کرنې په برخه کې هېڅ مرسته نه کوي، خو د عشر او زکات په نوم رانه پیسې ټولوي.»

د بڼوالو په خبره، د طالبانو اړوند کسان د عشر او زکات په نوم د پیسو د اخیستو پر مهال هېڅ ډول رسمي سند یا رسید نه ورکوي. دوی وايي، له یوې خوا اقتصادي زیانونو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ورته ستونزمن کړي او له بلې خوا طالبان لا هم د عشر او زکات په نوم ترې پیسې اخلي.

وچکالۍ او ناروغیو د انارو کیفیت هم ټیټ کړی

د مناسب بازار د نشتوالي ترڅنګ، وچکالۍ، د اوبو کمښت او کرنیزو ناروغیو هم په کندهار کې د انارو بڼوالو ته زیانونه اړولي دي. د دوی په خبره، د اوبو د کمښت او کرنیزو اپتونو له امله د انارو لویه برخه ژېړ شوي، چاودلي او واړه پاتې شوي چې دغه وضعیت د مېوو پر کیفیت هم منفي اغېز کړی دی.

د پنجوايي ولسوالۍ یو بڼوال موسی‌ لالا (مستعار نوم) چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کرنې په برخه کې له بڼوالو سره د مرستې او ملاتړ بهیر کمزوری شوی دی.

هغه وايي: «د تېر حکومت پر مهال د کرنې ریاست او په دې برخه کې اړوندو بنسټونو د اوبو د کمښت، کیمیاوي سرې، د ناروغیو او اپتونو د کنټرول او د باکیفیته انارو د روزنې په برخه کې راسره اړینې مرستې او لارښوونې کولې؛ خو د طالبانو له راتګ سره دغه ټول فعالیتونه درېدلي دي. د کرنې ریاست داسې ښکاري لکه چې کډه یې کړې وي. موږ هم د همدې هېواد اوسېدونکي یو. طالبان چې ځانونه حکومت بولي، باید د خلکو ستونزې حل کړي؛ خو برعکس، ستونزې یې لا زیاتې کړې دي. زه څه وکړم؟ یوازې همدا یو بڼ لرم چې د ګټې پر ځای راته په تاوان اوښتی دی. نور مې له لاسه هېڅ هم نه کېږي. لوی خدای دې خپله راسره مرسته وکړي؛ ځکه دا واکمنان مو غږ نه اوري.»

د طالبانو تشې ژمنې؛ د بڼوالو او سوداګرو اندېښنې

د تازه مېوو صادرونکي سوداګر هم له پاکستان سره د صادراتي او ترانزیټي لارو تړل کېدل او د بدیلو لارو نشتوالی د انارو د بیو د ټیټېدو مهم لاملونه بولي. د دوی په وینا، پاکستان د کندهار د انارو له مهمو بازارونو څخه و او هر کال شاوخوا ۱۱۰ زره ټنه انار دغه هېواد ته صادرېدل؛ خو له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو د دغه محصول د صادراتو بهیر په جدي توګه زیانمن کړی دی.

که څه هم څه موده وړاندې د روسیې، هند او ازبکستان یو شمېر سوداګرو کندهار ته سفر کړی و او د تازه او وچو مېوو د پېرلو په موخه یې له ځینو سوداګرو او د مېوو له سوداګریزو مرکزونو لیدنه کړې وه، خو تر اوسه یې د صادراتو په برخه کې کومې عملي پایلې نه دي لرلې.

د سوداګرو د معلوماتو پر بنسټ، پلان دا و چې د کندهار انار لومړی ازبکستان ته ولېږدول شي او هلته د نړیوالو معیارونو له مخې تر بسته‌بندۍ وروسته د نړۍ بازارونو ته صادر شي؛ خو دا طرحه لا هم په عملي توګه نه ده پلې شوې.

ورته مهال د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان د دغو بهرنیو سوداګرو د سفر او د انارو د صادراتو لپاره د یادې طرحې په اړه ناخبري ښيي او وايي چې په دې تړاو هېڅ ډول معلومات نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر له کندهاري سوداګرو سره په څو لیدنو کې ژمنه کړې وه چې د پاکستان د ترانزیټي لارو د بدیل په توګه به د صادراتو لپاره نورې لارې ومومي. خو د تازه او وچو مېوو یو شمېر سوداګر د دغو ژمنو له نه پلې کېدو شکایت کوي او وايي چې طالبانو د بدیلو صادراتي لارو د موندلو په برخه کې یوازې تشې او تېرایستونکې ژمنې کړې او تر اوسه یې کومه اغېزمنه لار نه ده موندلې. د دوی په خبره، د صادراتو بهیر ټکني کېدو نه یوازې بڼوال، بلکې د مېوو سوداګر او د لېږد رالېږد په برخه کې فعالیت لرونکي کسان یې هم له تاوان سره مخ کړي دي.

سوداګر وايي، په تېرو کلونو کې به د همدې موسم پر مهال (د تلې له ۱۵مې د لړم تر ۱۵مې نېټې پورې) هره ورځ له ۱۵۰ څخه ډېر باروړونکي موټر په انارو بار له هېواده بهر تلل. د دوی د اټکل له مخې، هر موټر شاوخوا ۱۵ زره کیلوګرامه انار لېږدول؛ خو سږ کال د انارو صادرات په بې‌سارې توګه کم شوي او تر اوسه یوازې د انارو د لېږدونکو موټرو د ګوتو په شمېر صادرات شوي دي.

د انارو د حاصلاتو ۳۰ سلنه کمښت

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې، تېر کال په دغه ولایت کې د انارو حاصلات ۲۷۵ زرو ټنو ته رسېدل؛ خو دغه ریاست سږ کال د انارو حاصلات شاوخوا ۲۲۰ زره ټنه اټکل کړی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو پر بنسټ، وچکالۍ، د اوبو کمښت او کرنیزو اپتونو د انارو پر حاصلاتو منفي اغېز کړی او د تېر کال پرتله د دغه محصول د تولید کچه نږدې ۳۰ سلنه راټیټه شوې ده.

۸صبح ورځپاڼې په یوه مخکیني راپور کې هم د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله د کندهار د انارو او انګورو بڼونو ته د اوښتو زیانونو په اړه خبر ورکړی و. د هغه راپور پر بنسټ، د دغه ولایت شاوخوا ۳۰ سلنه د انارو او انګورو بڼونه وچ شوي یا د وچېدو او له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي؛ داسې وضعیت چې د روان کال د انارو پر حاصلاتو یې هم منفي اغېز کړی دی.

د کندهار بڼوال وايي، که د انارو د صادراتو لپاره بدیل بازارونه او اغېزمنې سوداګریزې او ترانزیټي لارې ونه موندل شي، اقتصادي ستونزې به یې لا پراخې او د دغه ولایت د انارو د بڼونو ساتنه او پراختیا به هم له جدي ګواښ سره مخ شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د طالبانو د مالیې وزیر ایران ته تللی دی
خبرونه

د طالبانو د مالیې وزیر ایران ته تللی دی

۲۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794655753]
د سرپل ګوسفندي بازار؛ سوداګر نوي بازار ته له جبري لېږده شکایت کوي
راپورونه

د سرپل ګوسفندي بازار؛ سوداګر نوي بازار ته له جبري لېږده شکایت کوي

۲۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794654974]
یونیسف په غزه کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړ
بهرني خبرونه

یونیسف په غزه کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړ

۲۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794654016]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.