۸صبح، کابل: ډېلي ټايمز اسلاماباد او کابل ته د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي یو شیاویونګ وروستي سفر ته په اشارې راپور ورکړی چې بېجينګ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترينګلتيا د کمېدو په هڅه کې دی.
دغې نشریې سهشنبه د اګست پر ۶مه د خپلو سرچينو په حواله لیکلي چې چین د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا د کمېدو په موخه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د پاکستاني دولت د مخالفو وسلهوالو د پټنځایونو پرسر خپلې نوې ډيپلوماتيکې هڅې پېل کړې دي.
د راپور پر بنسټ، نوموړي چینايي ډيپلوماټ اسلاماباد ته له سفر وروسته د طالبانو د رئیسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډون د د دفاع وزارت له سرپرست ملا محمد يعقوب مجاهد او د دغې ډلې د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست اميرخان متقي سره لیدلي دي.
د طالبانو په وینا، د اسلاماباد او کابل اړیکې د چین له ځانګړي استازي سره د دوی د بحث د موضوعاتو یوه برخه وه.
سرچینو چې په راپور کې یې نوم نه دی لیکل شوی، ویلي چې پاکستان د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ته ټینګار کړی چې د «ترهګرۍ» ګواښ ته له پاملرنې پرته به د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ اړیکې ښې نه شي.
د دغه راپور پر بنسټ، اسلاماباد او کابل ته د یو شیاویونګ وروستي سفرونه د پاکستان دولت او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا د کمېدو لپاره د بېجینګ د وروستیو هڅو یوه برخه وه.
د یادونې ده چې په هېواد کې د «ترهګرو» د پټنځایونو شتوالی بېجینګ ګواښي.
بل خوا په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر چینايانو د بلوڅ بېلتونغوښتونکو بریدونه په بېساري ډول ډېر شوي دي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې بلوڅ وسلهوال دا مهال له ټيټيپي سره همکاري کوي او د هغوی روزنیز مرکزونه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې دي.
طالبانو په وار وار دا ادعاوې رد کړې دي.





