چینایۍ وګړې، مېرمن غاټول، اوس مهال د چين د نشراتو او مطبوعاتو پوهنتون د پښتو ادبياتو څانګې زده کړياله او په خوا کې ورسره د CRI راډیو کار کوي. زموږ همکار محمد عزیز پردیس ورسره مرکه کړې، چې ستاسو پاملرنه ورته راګرځو:
۸صبح: آغلې غاټول مننه چې موږ ته مو وخت راکړ او د لومړۍ پوښتنې په توګه که راته ووایاست څه لامل و چې تاسې پښتو ژبې سره مینه پيدا شوه او د دې ژبې زده کړې ته مو مخه کړه؟
غاټول: افغانستان زما لپاره يو له رازونو ډک هېواد دی، که څه هم له بدمرغه جګړې له امله دا ښکلی هېواد او خلک يې ډېر زيات کړيدلي، زيانمن او دربدره شوي دي، خو لا هم مضبوط دي، دنګ او هسک ولاړ دي، د وګړو ځينې عادتونه يې لا هم پر ځای او پر خپل حال پاتې دي، پکې کوم تغير او بدلون نه ليدل کيږي، يو داسې هېواد دی چې د مهربانه او مېلمه پالو خلکو په نوم يادیږي، ښکلې په زړه پورې منظرې يې، په نړۍ کې نوم او شهرت لري.
پښتو ژبه، خوږه ژبه ده او د ننګياليو تورياليو ژبه ده او پښتانه هم په زړه ورتوب کې بي ساري خلک دي. د همداسې ځانګړتياوو لرونکي ملت او هېواد تل زما پاملرنه او توجه خپله کړې ده. تر هغه وخته چې زه د چين د نشراتو او مطبوعاتو پوهنتون ته بريالۍ شوم او هلته مې د پښتو ژبې ادبياتو څانګه غوره او انتخاب کړه، زما خوب او هيله رښتيا شوه، د ډېرو او څو کلونو په ترڅ کې مې په دې برخه کې زده کړو د مطالعې لړۍ ته ادامه ور کړې ده.
۸صبح: کله مو چې پښتو ژبه زده کړه او له ځينو پښتنو سره مو له نږدې ليدنې وشوې نو پښتانه مو څنګه خلک وموندل؟
غاټول: ، کله چې د لومړي ځل لپاره مې د پښتنو سره ليدنه وشوه، ډېر زيات د خوښۍ احساس مې درلوده. لکه څنګه چې موږ د پښتو ادبياتو په درسونو کې لوستي ؤ، پښتانه تل او هر وخت د عزت خلک، ننګيالي او مېلمه پال دي. د بېلګې په توګه د افغانستان په تاريخ کې دوی تل د خپلو هڅو او کوښښونو په برکت بهرني تېری کوونکي له خپل هېواد او خاورې څخه شړلي دي. خپل مېلمنو ساتنه او مېلمه پالنه يې کړې ده. هغه افغان دوستان چې په چين کې ژوند کوي، تل په کور کې د مېلمستيا بلنه راته کوي او خوندور افغان دوديز خوراکونه برابروي. سربېره پردې دوی له شعرونو او شاعرۍ سره ډېره مينه لري او ډېر يې خوښوي. نو ځکه په افغانستان کې د پښتو ژبې ډېر وتلي، مشهور شاعران شته دي. زما په اند پښتنو د افغانستان د تاريخي پرمختګ په برخه کې ډېر مهمه ونډه او رول لوبولی دی او په راتلونکي کې به لا هم د خپل هېواد او ولس مهمه برخه اوسي.
۸صبح: آغلې غاټول، د چينايانو او پښتنو ترمنځ د اړيکو، راشې درشې او په ټوله کې د دې دوو ټولنو ګډو ټکو په اړه که راته ووایاست؟
غاټول: په عمومي ډول چيني ملت او افغان ملت ډېر زيات ګډ ټکي لري چې ځانګړتياوې يې عالي دي، زړورتيا او مېلمه پالنه يې هر څه موږ ته بيانوي او توضيح کوي. چينايان تل داسې نظر لري که هر څومره يې د اولادونو شمېر او د کورنۍ د غړو شمېر زيات وي، لا نېکمرغه ژوند به ولري. نو چينايان تل غواړي چې په يو کور کې له پلرونو او ميندو سره يو ځای ګډ ژوند ولري او د خپلو مشرانو او ماشومانو قدر، درنښت احترام او پالنه په وياړ او فخر سره کوي چې دا عادت کټ مټ د افغان ټولنې عادت سره يو شان دی. د افغانانو په کورنيو کې اولادونه تل ډېر وي او دوی هم د خپلو مشرانو درنښت، درناوی خپله دنده بولي. زموږ او تاسو په دې دواړو ټولنو کې کورنی جوړښت مهمه ونډه او رول لري تل ورته ډېره پاملرنه کيږي، هغه چې دا د يو پياوړي ملت بنسټ اساس جوړولو سره نېغه اړيکه لري. په ورته وخت کې که دوی له خپلو دښمنانو سره مخ شي، پر وړاندې به يې تل خپل يووالی وساتي چې دغه ټکی هم د افغانانو په منځ کې ليدل کيږي. سربېره پردې افغانان ډېر زړه سواندي او مهربانه وګړي دي، له بېوزلو او غريبو سره مرسته کوي تل د مظلومانو تر څنګ ولاړ او د ظالمانو پر وړاندې کلک درېږي. د هر کال د روژې په مياشت کې داسې فعاليتونه وينم چې په چين کې ډېر افغان محصلين له دغسې بېوزلو وګړو سره د مرستې لپاره بسپنې راټولوي او د خير ښېګڼې په کارونو کې د خدايي خدمتګارانو په توګه دنده ترسره کوي. په افغاني ټولنه کې دا ښايي يو عادت وي. خو زما په اند دا د دوی له ځانګړتياوو سره تر ډېره تړاو لري. چيني ملت هم په دې برخه کې له افغانانو سره ډېر ورته ټکي، عادتونه او کړنې لري.
۸صبح: په تېرو دوو لسيزو کې د پښتنو او چينايانو ترمنځ په مختلفو برخو کې د اړيکو د ټينګولو هڅې شوي دي، ستاسې په اند دغه اړيکې کولی شي چې د چين او افغانستان او په ځانګړي توګه د چينايانو او پښتنو ترمنځ لرې واټنونه را لنډ کړي او دواړه ټولنې دې ته وهڅوي چې په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي؟ په ټوله کې دغه اړيکې څنګه ارزوئ؟
غاټول: البته د افغانانو او چينايانو ترمنځ د اړيکو ټينګول د دواړو خواوو ترمنځ د واټن د کمولو، له منځه وړلو لپاره ګټور کار دی. په دې وروستيو کلونو کې مو د چين او افغانانو ترمنځ د تګ راتګ پلونه او یو د بل په اړه د معلوماتو کړکۍ جوړې او پرانېستې دي او سوداګريز تګ راتګ هم ډېر شو دی. ټولو ته معلومه ده چې اوس د چين په ايوو ښار کې ډېر افغان سوداګر شته دي او دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريز پرمختګ لپاره مهم خدمتونه کړي دي. په ورته وخت کې چيني تصديو هم په افغانستان کې پانګونه کړې ده. که څه هم د امنيتي وضعيت له امله لا اوس هم د دې هڅو کچه لږه او کمه ده، خو په راتلونکې کې به يې هرومرو شمېر او اندازه زياته شي. نو د دغو اړيکو ټينګښت نه يوازې د افغانستان لپاره مهم دی بلکې چين يې هم له ګټو برخمن کېدلی شي.
۸صبح: آيا تاسې خپله او ستاسې شاخوا ملګري او همکاران لېواله دي، چې افغانستان ته راشئ او له نږدې نه پښتنو سره وګورئ او د دواړو ټولنو د فرهنګونو په اړه بحثونه وکړئ؟
غاټول: هو، زما يوې ملګرې، تر اوسه پورې په کابل کې د لسګونو کلونو لپاره ژوند کړی او له نږدې د افغانانو ژوند، عادتونه او دودونه ګوري. هغه تل په دې حيرانه وي چې ولې افغانان په لاسونو ډوډۍ خوري، د هغې دا عادت ډېر خوښ دی چې پر غاليو او توشکو باندې کېني. کله چې د دوی کورنه ګوري، تل پاک او له ځانګړتياوو ډک ليدل کيږي. افغانان مسلمانان دي او د اسلام پر سپېڅلي دين عقيده لري او هره ورځ پنځه وخته د خپل رب عبادت لمونځ او دعا کوي چې دا ټول د هغې لپاره تازه او ډېر په زړه پورې معلومات دي.
۸صبح: مېرمن غاټول د پښتو ژبې زده کول اسانه دي که ستونزمن؟ تاسې ته څنګه وه، په څومره موده کې مو دا ژبه زده کړه؟
غاټول: زما په اند د پښتو ژبې زده کول يو اسانه کار نه دی. د زده کړې په لومړيو ورځو کې تلفظ او د ګرامر په شمول ډېرو برخو کې مې ستونزې درلودې، په پوهنتون کې مې د څلورو کلونو لپاره د پښتو ژبې ادبياتو برخه کې زده کړې کړې دي، خو لا اوس هم د پښتنو د لهجې د زده کړې په برخه کې ډېرې ستونزې لرم.
۸صبح: افغانانو په تېره بیا پښتنو ځوانانو ته مو پيغام څه دی؟
غاټول: افغان په اسيا کې يو زړور ملت دی او ښه عادتونه لري. که څه هم افغانستان لا اوس هم د څلورو لسيزو راهيسې د نا ارامۍ په حال کې دی، خو افغان ځوانان بايد د خپل وطن د ابادۍ او پرمختګ لپاره فکر وکړي او خپل هېڅ راز خدمتونه ونه سپموي، د جنګ جګړو له ناورين څخه خپل هېواد او ځانونه وباسي. تر هر څه لومړی پوهنه تر لاسه کړي او بيا دې د دغو پوهنو رڼا په اتکا سره خپل هېواد روښانه او اباد کړي او په خپلو کورنيو چارو کې دې د بهرنيو د لاسوهنې مخنيوی وکړي.
۸صبح: هغه پښتانه چې تعليم ته دومره ارزښت نه ورکوي، څه ويل ورته لرئ؟
غاټول: که تاسې غواړئ چې د دښمنانو پر وړاندې ښه مقاومت او مبارزه وکړئ، بايد د مقاومت ښه وسله ولرئ. که نه، نو څنګه شونې ده چې ورسره مبارزه او پر وړاندې يې د مقاومت ځواک ولرئ؟ تعلیم او ښوونه د افغانانو لپاره د وسلې په څېر ده. بايد دغه وسله وکاروئ او د دې په وسيله کولی شئ خپل هېواد بياځلې جوړ کړئ. د بېسوادۍ او ناپوهۍ تورې تيارې له منځه يوسئ، که خدای مه کړه بېسوادي وي، نو څنګه امکان لري زموږ دا ښکلی افغانستان دې جوړ شي او پرمخ دې ولاړ شي؟
۸صبح: ستاسې له نظره د پښتو ژبې د غنامندۍ او لا پرمختګ لپاره بايد څه وشي او په تېرو دوو لسيزو کې د دې ژبې د ودې لپاره ترسره شوې هڅې څنګه ارزوئ؟
غاټول: حکومت بايد د پښتو ژبې د غنامندۍ او لاپرمختګ لپاره هڅه وکړي او اړين تدبيرونه دې ونيسي. په ورته وخت کې پښتانه بايد د خپلې ژبې ودې ته پاملرنه وکړي. که تاسې له خپلې مورنۍ ژبې سره مينه ونه پالئ، نو دا خوږه ژبه به څنګه پرمختګ وکړي؟ زما په اند په تېرو شلو کلونو کې د دې ژبې د ودې لپاره ترسره کړې هڅې لږې او کمې دي. ځکه چې ډېر پښتانه په پښتو ژبه سوچه او روانې خبرې نه شي کولی چې دا د خپګان، خواشينۍ او پاملرنې وړ خبره ده. خو په دې وروستيو کلونو کې د پښتو ژبې د ودې لپاره ځيني ټولنې جوړې شوې دي او دوی په دې برخه کې ترسره کړې هلې ځلې د قدر، ستاينې او مننې وړ دي، بايد ملاتړ يې وشي او لا وهڅول شي. نو باور لرم چې پښتو ژبه به هرو مرو پرمختګ وکړي او لازيات وګړي به له دې ژبې سره مينه پيدا کړي.
۸صبح: آغلې غاټول، خپله يوه جالبه خاطره مو راسره شريکه کړئ چې د پښتو ژبې د زده کړې پر مهال ورسره مخ شوي ياست؟
غاټول: د «ر» دغه تلفظ د پښتو ژبې د زده کولو په برخه کې د چينايانو لپاره ستونزمن کار دی. ځکه چې دغه تلفظ د چيني ژبې د زده کړې په برخه کې نشته. نو د پښتو ژبې د زده کړې په لومړيو ورځو کې به مې هره ورځ له ځان سره ددې تمرين کولو چې په چيني ژبه کې ښه نه شم ويلای. ډېرې په زړه پورې خاطرې لرم. خو که افغانستان ته د سفر فرصت پيدا کړم، غواړم چې هلته درسره بيا نورې ډېرې په زړه پورې خاطرې او کيسې شريکې کړم.
په ګران افغانستان کې د تلپاتې سولې او نېکمرغۍ په هيله، په درنښت او نړۍ مننه!
۸صبح: آغلې غاټول، مننه چې موږ سره مو د مرکې لپاره وخت راکړ.
غاټول: هيله کوم، له تاسې هم مننه.