• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په هېواد کې د زړو پیسو چلېدل؛ هېوادوال د برېښنايي تادیاتو غوښتنه کوي

ایلیا ایلیا
۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790424316]
Social Media

Social Media

یو شمېر افغانان په هېواد کې د برېښنايي تادیاتو د پراختیا غوښتنه کوي. دوی وايي، د ورځنیو راکړو ورکړو، په ځانګړي ډول د توکو د پېرلو او د خدمتونو د لګښتونو د ورکړې، لپاره پر نغدو پیسو اتکا ورته ستونزې رامنځته کړې دي. د دوی په وینا، د بانک‌نوټونو زړېدل، د څېرو او شلېدلو پیسو نه منل او د د ډېرو پیسو د لېږد سختوالی د نغدو پیسو له کارولو سره تړلې ستونزې دي. دغه هېوادوال زیاتوي چې برېښنايي تادیات کولای شي د پیسو لېږد او د توکو او خدمتونو د لګښتونو ورکړه د نغدو پیسو له لېږدولو پرته ممکنه کړي. د دوی په باور، په برېښنايي سیسټمونو کې د راکړو ورکړو ثبتېدل د مالي معاملو څارنه هم اسانه کوي.

خو له بلې خوا، د کابل یو شمېر اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د برېښنايي تادیاتو د پراختیا په اړه اندېښنه لري. هغوی وايي، د دایمي برېښنا نشتوالی، انټرنېټ او بانکي خدمتونو ته محدود لاسرسی د خلکو یوې برخې ته د دې سیستم کارول سختوي. د بانکي حسابونو د امنیت، د معلوماتو د هک کېدو او د بانکي معاملو د لګښتونو په اړه اندېښنې هم هغه نورې ستونزې دي چې هېوادوال یې مطرح کوي.

د کابل یو اوسېدونکی شمس‌الله وايي له څه مودې راهیسې له برېښنايي تادیاتو استفاده کوي او د دې سیستم پراختیا اړینه بولي. هغه زیاتوي چې برېښنايي تادیات کولای شي د بانک‌نوټونو له زړېدو مخنیوی وکړي او د ښارونو، پلورنځیو او کوچنیو کاروبارونو ترمنځ د پیسو لېږد اسانه کړي.

شمس‌الله وايي: «زه سل په سلو کې له ډیجیټلي تادیاتو استفاده کوم او له ډېرې مودې راهیسې فکر کوم چې کاش د تادیاتو سیستم ډیجیټلي شي. زما په نظر، له استثنايي مواردو پرته، دا سیستم کومه ستونزه نه لري؛ د پیسو له زړېدو مخنیوی کوي او د ښارونو، کوچنیو کاروبارونو او پلورنځیو ترمنځ د پیسو لېږل او ترلاسه کول اسانه کوي.»

د کابل بله اوسېدونکې ښایسته د دایمي برېشنا نشتوال او د انټرنېټ او د مخابراتي شبکو کمزوری پوښښ د برېښنايي تادیاتو د پراختیا پر وړاندې خنډونه بولي. هغه وايي، د دې سیستم له کارولو سره د خلکو عادتېدل وخت غواړي او نغدې پیسې باید په ناڅاپي له بازاره ونه ایستل شي.

ښایسته وايي: «بانکي سیستم برېښنا او وسایلو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې په ډېرو سیمو کې دایمي برېښنا نشته. د سایبري امنیت او د معلوماتو د هک کېدو احتمال، د انټرنېټ لوړ لګښت او د مخابراتي شبکو کمزوری پوښښ هم نورې ستونزې دي. برېښنايي تادیات ښه دي، خو فکر نه کوم چې په افغانستان کې به په چټکۍ پراخ شي؛ ځکه لګښت لري. ما خپله بانکي کارت نه دی اخیستی، ځکه هر کال باید شاوخوا زر افغانۍ ورکړم. له دې سره سره، ښه ده چې خلک اړ نه شي نغدې پیسې له ځان سره ولېږدوي او وکړای شي هر ځای په کارت پیسې ورکړي.»

د کابل بل اوسېدونکی علي‌اصغر په افغانستان کې د برېښنايي تادیاتو د پراختیا هرکلی کوي. هغه وايي، د دې سیستم کارول کولای شي د خدمتونو د لګښتونو ورکړه، پېر او نورې ورځنۍ معاملې اسانه کړي او د خلکو تګ راتګ کم کړي.

علي‌اصغر وايي: «که په افغانستان کې د ډیجیټلي تادیاتو سیستمونه په سمه توګه فعال شي، زه به خپله ترې استفاده وکړم. د برېښنا د بل ورکړه، د توکو پېرل او د ځینو خدمتونو ترلاسه کول د دې سیستمونو له لارې کولای شي د خلکو تګ راتګ کم او د هغوی د وخت د ضایع کېدو مخه ونیسي.»

هغه له دې سره هممهاله د سایبري امنیت کمزورتیا د برېښنايي تادیاتو د پراختیا په اړه له اصلي اندېښنو بولي. د هغه په وینا، د دې سیستم د پراختیا لپاره باید بانکونه، لوی پلورنځي او خدماتي شرکتونه د برېښنايي تادیاتو له شبکې سره ونښلول شي.

علي‌اصغر وايي: «زما اندېښنه د تادیاتو د ډیجیټلي کېدو په اړه په هېواد کې د سایبري سیستم کمزورتیا ده. که د دې سیستمونو امنیت پیاوړی نه شي، خلک به په اسانۍ پر ډیجیټلي تادیاتو باور ونه کړي.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د برېښنايي تادیاتو پراختیا کولای شي پر نغدو پیسو تکیه او د زړو بانک‌نوټونو د چاپ او راټولولو اړوند لګښتونه کم کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه میرشکیب میر د برېښنايي تادیاتو پراختیا د معاملو په اسانه کولو او د پیسو د لېږد د لګښتونو په کمولو کې اغېزناکه بولي. هغه وايي، په برېښنايي سیستمونو کې د معاملو ثبتېدل کولای شي د مالي راکړو ورکړو روڼتیا زیاته کړي. د هغه په وینا، پر نغدو پیسو د تکیې کمېدل د بانک‌نوټونو د چاپ، لېږد او راټولولو لګښتونه هم راکموي.

ښاغلی میر وايي: «برېښنايي تادیات کولای شي د ورځنیو، کوچنیو او ان لویو سوداګریزو معاملو ترسره کول چټک، ساده او راڼه کړي او د معاملو وخت راکم کړي. له دې امله چې معاملات په سیستم کې ثبتېږي، د مالي راکړو ورکړو څارنه او روڼتیا هم زیاتېږي. د تادیاتو له برېښنايي کېدو سره، د بانک‌نوټونو د چاپ، لېږد او وېش او همدا راز د زړو بانک‌نوټونو د راټولولو او له منځه وړلو لګښتونه کمېږي. دغه راز، د ډیجیټلي تادیاتو له پراختیا سره د نغدو پیسو د لېږد له امله رامنځته کېدونکي خطرونه هم کمېږي.»

دغه اقتصادي کارپوه د مالي پوهاوي نشتوالی، له ټکنالوژۍ سره د خلکو د بلدتیا ټیټه کچه، بې‌باوري، د انټرنېټ او دایمي برېښنا نشتوالی او د بانکي سیستم کمزوتیا په هېواد کې د برېښنايي تادیاتو د پراختیا له ننګونو بولي.

تر دې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویلي وو چې د تادیاتو د ډیجیټلي کولو بهیر په تدریجي ډول د پراختیا په حال کې دی او هڅه کېږي چې د نغدو پیسو پر ځای د معاملو یوه برخه د برېښنايي کارتونو له لارې ترسره شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ میاشت کې په ټول هېواد کې د زړو بانک‌نوټونو د راټولولو بهیر پیل کړ. دې ادارې ویلي دي چې د دې بهیر له پیل راهیسې یې میلیاردونه افغانۍ زاړه بانک‌نوټونه له پولي دورانه ایستلي دي.

په تېر یو کال کې هم د دغې ادارې له لوري شاوخوا ۲.۵ میلیارد افغانۍ زاړه بانک‌نوټونه راټول او له پولي دورانه ایستل شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

تارړ د خیبر پښتونخوا حکومت ټي‌ټي‌پي ته د اسانتیاوو په برابرولو تورن کړ
بهرني خبرونه

تارړ د خیبر پښتونخوا حکومت ټي‌ټي‌پي ته د اسانتیاوو په برابرولو تورن کړ

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790423737]
په غزني کې د خلکو په شخصي لګښت معیاري روغتون جوړېږي
خبرونه

په غزني کې د خلکو په شخصي لګښت معیاري روغتون جوړېږي

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790422466]
طالبان په بدخشان کې د ۱۳۰ کیلوګرامه نشه‌یي توکو د نیولو خبر ورکوي
خبرونه

طالبان په بدخشان کې د ۱۳۰ کیلوګرامه نشه‌یي توکو د نیولو خبر ورکوي

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790421817]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.