۸صبح، نیمروز: له نیمروز ولایت څخه معتبرې سرچینې وايي چې عادي وګړو ته د پاسپورت د ورکړې له درېدو سره سره، طالبان مذهبي تبلیغیانو ته پاسپورتونه ورکوي.
سرچینې جمعه د مرغومي په شپاړسمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ادعا کوي چې طالبان مذهبي تبلغ کوونکو ته پاسپورتونه ورکوي ترڅو پاکستان ته د تبلیغ لپاره ولاړ شي.
د سرچینو د ادعا له مخې، د نیمروز د اوسېدونکو څو ډلې چې ټاکل شوې وه د تبلغ لپاره پاکستان ته ولاړې شي، د پاسپورت اخیستو لپاره یې کابل ته سفر کړی دی.
سرچینې زیاتوي چې د طالبانو د پاسپورت ریاست دغو تبلیغي ډلو ته پاسپورتونه ورکړي دي.
ویل کېږي، له هغې وروسته چې تبلیغي ډلو د پاسپورت ریاست ته مراجعه کړې، دغې ادارې په تشکیلاتو کې شامل کړي او د کابل ناحیو او ولسوالیو ته یې د تبلیغ لپاره لېږلې دي.
سرچینې څرګنده کړې چې د پاسپورت ریاست له دغو کسانو سره ژمنه کړې وه، کله چې د دوی د تبلیغ دېرش تر ۴۰ ورځې دوره بشپړه شي، پاسپورتونه ورته چمتو کوي.
له نیمروز ولایت څخه سرچینې هم تاییدوي چې ددې ولایت د تبلیغیانو څو ډلو په کابل کې د تبلیغي دورې له بشپړولو وروسته، له پاسپورت ریاست څخه خپل پاسپورتونه ترلاسه کړي دي.
له دې مخکې هم د طالبانو د پاسپورت په ریاست کې د مالي فساد په اړه راپورونه خپاره شوي وو چې له مخې یې طالب مشران د ډېرو پیسو په بدل کې خلکو ته پاسپورتونه ورکوي.