یو شمېر هېوادوال د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر مذهبي ازادۍ د محدودیتونو له زیاتېدو شکایت کوي. دوی وايي، دغو محدودیتونو په وروستیو کلونو کې د دوی د ځینو مذهبي مراسمو پر ترسره کولو او دیني مناسکو اغېز کړی دی. د دوی په وینا، د ځینو مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره طالبانو ځانګړي فرمانونه صادر کړي او محدودیتونه یې هم لګولي دي. دوی زیاتوي چې دې وضعیت په ازاده توګه د ځینو مذهبي پروګرامونو د ترسره کېدو زمینه محدوده کړې ده.
د شیعه، اسماعلیه او سني مذهبونو پیروان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د مذهبي ازادۍ د رعایت او د هېواد د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو لپاره د دیني مناسکو د ترسره کولو د زمینې د برابرېدو غوښتنه کوي. دوی وايي، مذهبي ازادي یوازې د مراسمو تر ترسره کولو پورې محدوده نه ده، بلکې د دیني مناسکو او مذهبي فعالیتونو ازاد ترسره کول هم پکې شامل دي. دوی ټینګار کوي چې د بېلابېلو مذهبونو پیروان باید وکړای شي خپل مذهبي مراسم او مناسک له اضافي محدودیتونو پرته ترسره کړي. د دوی په باور، د دغو محدودیتونو دوام کولای شي په افغانستان کې د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو پر ګډ ژوند او د مذهبي تنوع پر ساتنه اغېز وکړي.
یوه هېوادواله نسترن وايي چې په افغانستان کې د بېلابېلو مذهبونو پیروان د خپلو مذهبي مراسمو او مناسکو په ترسره کولو کې له بشپړې ازادۍ برخمن نه دي. نوموړې زیاتوي: زما په نظر، په افغانستان کې د بېلابېلو مذهبونو پیروان د خپلو مذهبي مراسمو او مناسکو په ترسره کولو کې ازادي نه لري. د نظام په بدلون سره یو لړ محدودیتونه لګول شوي چې خلک نه شي کولای د طالبانو له واکمنېدو د مخکې وخت په څېر خپل مذهبي مراسم په هر ځای کې په ازاد ډول ترسره کړي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی رستم وايي چې طالبانو د مذهبي ګډ ژوند د پیاوړتیا پر ځای پر ځینو مذهبي مراسمو او شعایرو محدودیتونه لګولي دي. د هغه په وینا، د دغو محدودیتونو دوام کولای شي د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو پر اړیکو اغېز وکړي او د مذهبي اختلافاتو د زیاتېدو زمینه برابره کړي
رستم وايي: مذهبي ازادي باید خوندي شي، خو طالبان په تدریجي ډول محدودیتونه زیاتوي. هغوی له حنفي مذهب پرته ان د سني مذهب ځینې څانګې هم په رسمیت نه پېژني. طالبان باید ټولو مذهبونو ته درناوی وکړي؛ که نه، مذهبي تبعیض به زیات شي، ګډ ژوند به له منځه ولاړ شي او په ټولنه کې به اختلافات ډېر شي. خلک باید وکړای شي خپل مذهبي باورونه په ازاد ډول وټاکي او عملي یې کړي.»
د هېواد یو بل اوسېدونکی عارف یعقوب وايي چې مذهبي ازادي هغه مهال تامینېږي چې د بېلابېلو مذهبونو پیروان وکړای شي خپل باورونه او دیني مناسک له تبعیض پرته ترسره کړي. هغه زیاتوي چې د مذهبي مسایلو په اړه د کافي پوهاوي نشتوالی او له ځینو مذهبونو سره د طالبانو چلند د هغوی د دیني مناسکو د ترسره کولو پر وړاندې د تبعیض او محدودیت زمینه نوره هم پراخه کړې ده. د یعقوب په وینا، د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو د برابر حقونو تامینول او د مذهبي ازادۍ د ملاتړ لپاره د مشخصو قوانینو رامنځته کول کولای شي د مذهبي اختلافاتو د زیاتېدو مخه ونیسي.
د کابل دغه اوسېدونکی وايي:« موږ اهل سنت او د حنفي مذهب پیروان یو او زموږ د مذهب بنسټ په دین کې پر اعتدال او منځلارۍ ولاړ دی. خو زما په نظر، [طالبان] افراطي چلند لري او دغه افراطیت د دې لامل شوی چې د ځینو مذهبونو پیروان ونه شي کړای خپل باورونه په ازاد ډول عملي کړي. کله ناکله خلک یا طالبان د نورو د مذهبي باورونو په اړه دریځ نیسي او هغوی محدودوي. زموږ په سیمه کې یو حنفي شیخ شته چې اهل تشیع کافر بولي او موږ څو ځله د هغه دا خبرې اورېدلې دي. د هغه ځینو شاګردانو هم ویل چې زموږ لومړی دښمن یهودیان او بیا اهل تشیع دي. موږ دا موارد په مستقیم ډول لیدلي او اورېدلي دي. د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو ترمنځ د ګډ ژوند د پیاوړتیا لپاره باید لومړی د مذهبي مسایلو په اړه د خلکو پوهاوی زیات شي. هغه کسان چې له مذهبي مسایلو د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي، د دې لامل کېږي چې افراطي کسان هم زیات شي او مذهبي اختلافات پراخ شي.»
د اسماعیلي مذهب یوه پیروه بيبي زرینه وايي چې د دغه مذهب پیروان په ځینو سیمو، په تېره بیا په بدخشان کې د خپلو مذهبي مراسمو او فعالیتونو د ترسره کولو پر مهال له محدودیتونو سره مخ دي. نوموړې زیاتوي چې په شغنان کې ځینې طالبان او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اړوند کسان د اسماعیلیانو مذهبي باورونه ناسم بولي او د هغوی د دیني مناسکو په څرنګوالي کې لاسوهنه کوي. د زرینې په وینا، د «بیتالعلمونو» تړل کېدو او د اسماعیلي مذهب اړوند د کتابونو او سرچینو راټولولو، د دې ټولنې د ماشومانو او ځوانانو مذهبي زدهکړو ته لاسرسی محدود کړی دی. نوموړې دغه وايي چې له سخت چلند او فشار د وېرې له امله ځینې اسماعیلیان د خپل مذهبي هویت له څرګندولو ډډه کوي. هغه ټینګار کوي چې د دې وضعیت دوام د مذهبي ازادۍ او د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو د دې حق د محدودېدو لامل کېږي چې خپل باورونه او دیني مناسک په ازاد ډول ترسره کړي.
زرینه وايي:« موږ په جماعتخانه کې خپل مذهبي مراسم ترسره کوو او ښځې او نارینه د حجاب په رعایت او له یو بله جلا په مراسمو کې ګډون کوي. له ځینو محدودیتونو سره سره، موږ لا هم کولای شو په جماعتخانه کې لمونځ وکړو او نکاح او نور مذهبي مراسم ترسره کړو؛ خو په شغنان کې ستونزې ډېرې دي. طالبان او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کسان اسماعیلي خلکو ته وايي چې زموږ مذهبي لارښوونې سمې نه دي او ان زموږ د لمانځه او مذهبي مراسمو په څرنګوالي کې لاسوهنه کوي.»
دغه مېرمن زیاتوي:«له ډېرې مودې راهیسې بیتالعلمونه تړل شوي او د اسماعیلي مذهب اړوند کتابونه هم راټول شوي دي. ماشومان او ځوانان د جماعتخانې او بیتالعلم پر ځای مدرسو ته استول کېږي او موږ اندېښنه لرو چې د اسماعیلي مذهب په اړه به د طالبانو انګېرنه هغوی ته ورولېږدل شي. ځینې اسماعیلیان هم د وهلو ټکولو یا له ناوړه چلنده د وېرې له امله خپل مذهبي هویت نه څرګندوي. ان له بدخشانه داسې خبرونه لرو چې یو شمېر اسماعیلیان د مذهب بدلولو ته اړ کړل شوي دي او دې موضوع د خلکو په منځ کې ډېرې اندېښنې رامنځته کړې دي.
دا شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې نړیوال راپورونه هم په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ د محدودېدو خبر ورکوي. د امریکا د مذهبي ازادیو نړیوال کمېسیون (USCIRF) د دغه بنسټ د ۲۰۲۶ کال په راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ وضعیت لا هم ډېر خراب و او طالبانو پر ټولنه د اسلام یو واحد تفسیر تحمیل کړی دی. د دغه کمېسیون په وینا، دې وضعیت په ځانګړې توګه پر ښځو، نجونو او مذهبي لږکیو اغېز کړی دی.
دغه کمېسیون د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۲۳مه د افغانستان د مذهبي ازادۍ په اړه په خپله غونډه کې هم ویلي چې د شیعه او اسماعیلي مذهبونو پیروان او مذهبي لږکي، لکه مسیحیان او هندوان، لا هم د خپلو مذهبي فعالیتونو او مناسکو د ترسره کولو پر مهال له محدودیتونو سره مخ دي.





