۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په ټول هېواد کې ۸۲۷ زره او ۶۰ کسانو ته برېښنايي تذکرې ورکړې دي.
د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند حلیم رفیع يکشنبه د تلې پر ۵مه، ویلي چې له دې منځه ۶۰۰ زره او ۵۴۶ تذکرې نارینه وو او ۲۲۶ زره او ۵۲۴ تذکرې ښځو ته وېشل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې ۲۳۲ زره او ۹۹۶، په هرات کې ۷۴ زره او ۱۸۰ تذکرې وېشل شوې دي.
همداراز، په ننګرهار کې ۷۱ زره او ۸۲۵ په کندهار کې ۴۷ زره او ۲۶۰ او په بلخ کې ۳۶ زره او ۲۷۵ تذکرې وېشل شوې دي.





