۸صبح، کابل: تمدن ټلوېزیون خبر ورکړی چې د طالبانو ډلې جنګیالیو د خاتمالنبیین مدرسې ۲۸ زدهکوونکي، استادان او د دې مدرسې اړوند کسان نیولي دي چې د نیول شویو کسانو له ډلې څلورکسان تېره شپه بېرته خوشې شوي دي.
دې رسنۍ د شنبې پر شپه د وږي پر۱۴مه، پر خپله فېسبوکپاڼه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې دغه کسان د طالبانو د عدلیې د وزیر عبدالحکیم شرعي په امر نیول شوي او د کابل ښار د طالبانو د درېیمې امنیتي حوزې په توقیف کې ساتل کېږي.
د راپور له مخې، د نیول شویو کسانو له ډلې څلورکسان تېره شپه خوشې شوي، خو ۲۴ تنه نور لا هم د طالبانو په بند کې دي.
تمدن ټلوېزیون ویلي چې د طالبانو جنګیالیو د دغو کسانو د نیولو او لېږدولو پر مهال له اعتراض کوونکو خلکو سره فزیکي او له تاوتریخوالي ډک چلند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د طالبانو ډلې جنګیالیو پر خاتمالنبیین مدرسې چاپه ووهله او هڅه یې وکړه چې دغه مرکز په زور تخلیه کړي.
په همدې حال کې تېره ماښام د کابل د لوېدیځ یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو له لوري پر دغه دیني مرکز د چاپې په اعتراض کې لاریون وکړ.





