د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د موسمي ناروغیو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، د هوا په سړېدو، د دوړو او ګردونو په زیاتېدو او د هوا په ککړتیا سره، پر بېلابېلو ناروغیو، په ځانګړې توګه پر تنفسي ناروغیو د اخته کېدو زمینه پراخه شوې ده. دغه اوسېدونکي زیاتوي چې له یوې خوا د ځینو ډاکټرانو له خوا د ناروغیو ناسم تشخیص د ناروغانو د درملنې بهیر له ستونزو سره مخ کوي او له بلې خوا، په بازار کې د ځینو شته درملو ټیټ کیفیت نه یوازې د ناروغانو له ژر رغېدو سره مرسته نه کوي، بلکې په ځینو مواردو کې د درملنې بهیر اوږدوي او لګښتونه یې هم زیاتوي.
د کابل اوسېدونکې ظهور (مستعار نوم) وايي، د هوا په سړېدو او د دوړو او ګردونو په زیاتېدو سره د ناروغیو کچه هم لوړه شوې ده. د هغې په وینا، د ځینو ډاکټرانو له خوا د ناروغیو دقیق تشخیص له ستونزو سره مخ دی او په بازار کې د ځینو درملو ټیټ کیفیت هم د ناروغانو د درملنې بهیر اوږد اوسخت کړی دی.
د کابل دغه اوسېدونکې وايي: «د روانې میاشتې له پیل راهیسې مې مېړه او ماشومان دوه ځله ناروغان شوي دي. ډاکټر ته یې بیایم، خو داسې ښکاري چې ناروغي یې سمه نه تشخیصېږي او له بلې خوا، په بازار کې د ځینو درملو کیفیت هم ټیټ دی. د لږ باران په ورېدو سره، د باران له درېدو وروسته بېرته په ښار کې دوړې او ګردونه پورته کېږي؛ ځکه د کابل ښار په څو څلورلارو کې د ودانیزو چارو کارونه روان دي او له دغو ځایونو ډېرې دوړې او ګردونه هوا ته پورته کېږي.»
د کابل بله اوسېدونکې شکیبا (مستعار نوم) وايي، له یوې اوونۍ ډېره موده کېږي چې ناروغه شوې ده. په دې موده کې یې درې ځله ډاکټر ته مراجعه کړې، خو له درملنې سره سره لاهم نه ده ښه شوې.
د کابل دغه اوسېدونکې وايي: «ډاکټر راته پیچکاري، سیروم او درمل لیکلي او لا یې هم کاروم، خو روغتیايي وضعیت مې ښه شوی نه دی. د ناروغۍ له امله له کوره د وتلو وس نه لرم او ان له خپلې مور سره د کور په کارونو کې مرسته هم نه شم کولای.»
د کابل بله اوسېدونکې خالده وايي، حساسیت یې موسمي دی او د هوا په بدلېدو، دوړو او ګردونو او بادونو په لګېدو سره یې شدت زیاتېږي. د هغې په وینا، د درملو له دوامداره کارولو سره سره، دا ستونزه یې لا هم دوام لري.
هغه وايي: «د درملو اغېز ډېر لږ دی؛ ځکه ژر بېرته ناروغه کېږم. ښايي درمل دوه یا درې ورځې اغېز ولري، خو تر هغې وروسته مې روغتیايي وضعیت بېرته پخواني حالت ته ګرځي. درمل تر یوه بریده اغېز لري، خو د دایمی روغتیا لامل نه کېږی. ډاکټرانو تل راته ویلي چې حساسیت مې موسمي دی او سپارښتنه یې کړې چې د امکان تر حده له دوړو او ګردونو، لوګي او نورو حساسیتپارونکو عواملو ځان لېرې وساتم.»
په همدې حال کې، د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمدحنیف هاشمي وايي، د ژمي موسم په رارسېدو سره د زکام، والګي، سینهبغل او نورو موسمي ناروغیو کچه لوړېږي. د هغه په وینا، دا ناروغۍ یوازې د هوا د سړېدو له امله نه رامنځته کېږي، بلکې بیولوژیکي عوامل، د نفوسو ګڼوالی او د واکسینونو نه منظم تطبیق هم په دې موسم کې د ویروسي ناروغیو په زیاتوالي کې ونډه لري.
هغه زیاتوي چې سړه هوا د دغو ناروغیو د زیاتوالي یو له اصلي عواملو کېدای شي؛ ځکه په دې موسم کې د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت کمېږي. نوموړی وايي: « د هوا د ککړتیا په ګډون چاپېریالي عوامل د موسمي ناروغیو په زیاتوالي کې ونډه لرلای شي. زیانګالي عمرونه، په ځانګړې توګه ماشومان، عمر خوړلي کسان او امیندواره ښځې تر نورو ډېر د دغو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي؛ له همدې امله د ناروغیو د مخنیوي لپاره د واکسینونو منظم تطبیق ډېر اهمیت لري.»
د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر نجیبالله فیضان وايي، زکام، رېزش، والګی او سینهبغل له داسې نښو سره مل وي لکه د پوزې بهېدل، پرنجی، تبه، د ستوني درد، د بدن درد، ساه لنډي او په سینه کې د فشار احساس؛ دغه ناروغۍ تر ډېره کمعمره ماشومان اغېزمنوي.
هغه وايي: «د دغو ناروغیو د مخنیوي لپاره باید په عامه ځایونو کې ماسک وکارول شي، د پرنجي پر مهال خوله او پوزه پټه شي او د تازه سبزیجاتو او مېوو په خوړلو، د بدن د دفاعي سیستم په پیاوړتیا، د کافي مایعاتو په څښلو او د مناسب خوب په کولو سره د بدن روغتیا وساتل شي.» د هغه په وینا، د موسمي ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو واکسینول او د هغوی مناسبه تغذیه هم د دغو ناروغیو د مخنیوي اغېزناکې لارې چارې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د مني د موسم له رارسېدو او د بارانونو له پیلېدو سره هممهاله، د کابل د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو تر واک لاندې ښاروالۍ د نیمګړو ودانیزو او عمراني پروژو له امله د خټو او چېکړوپ د ستونزې د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. د دوی په وینا، د نیمګړو پروژو دوام، د ودانیزو چارو بېکچې پراختیا او د ښاري سړکونو او لارو پراخې ویجاړتیا کابل په داسې ښار بدل کړی چې په وچو ورځو کې پکې دوړې ډېرې وي او په باراني ورځو کې پکې خټې او چېکړې ډېرې وي چې له امله یې د خلکو ورځنی تګ راتګ له مخ پر زیاتېدونکو ستونزو سره مخ شوی دی.





