۸صبح، کابل: تمدن ټلویزیون د طالبانو له خوا د خاتمالنبیین مدرسې د محاصرې په غبرګون کې ویلي چې له دې وروسته به چوپتیا ونه کړي او خپلو خپرونو ته به د خواله شبکو له لارې د پراخو فعالیتونو په لومړیتوب دوام ورکړي.
نوموړي ټلویزیون شنبه د وږي پر ۱۴مه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د ستونزو د سولهییز او ارام حل په موخه یې د خپرونو له دوامه ډډه کړې او زغم یې غوره کړی و.
د دغې رسنۍ د اعلامیې له مخې، د طالبانو له لوري د خاتمالنبیین مدرسې له محاصرې، د زدهکوونکو او استادانو له ځورونې وروسته، د چوپتیا او زغم دوام نور هېڅ توجیه نه لري.
دغې رسنۍ ویلي چې خپلې خپرونې به د خواله شبکو له لارې د پراخو فعالیتونو په لومړیتوب بېرته پیل کړي او د پوهېدو په موخه به ټول اسناد، مدارک او د طالبانو له عدلیې وزارت سره شوې خبرې اترې له خلکو سره شریکې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر طالبان خاتمالنیین مدرسې ته ورغلي او هغه یې محاصره کړې ده.
له دې مخکې د تمدن ټلویزیون خپرونې هم بندې شوې وې.





