۸صبح، خوست: سیمهییزې سرچینې وايي چې په خوست کې د عبید په نوم یو ځوان د خپل د تره د زوی له خوا د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.
سرچینو دوشنبه د لړم پر ۱۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه نن د ګربزو ولسوالۍ اړوند سیمه کې شوې ده.
تر اوسه څرګنده نه ده چې نوموړی د شخصي دوښمنۍ یا کوم بل لامل له کبله وژل شوی دی.
په دې وروستیو کې د هېواد له ځينو ولایتونو د جنايي پېښو راپورونه زیات شوي دي.





