۸صبح، پکتیکا: سیمهییزې سرچینې وايي چې طالب او پاکستاني ځواکونه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اړوند په انګور اډه کې نښته کړې ده.
سرچینو سهشنبه د لړم پر ۵مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا نښته نن له غرمې وروسته پیل شوې او لا دوام لري.
د سرچینو په خبره، دواړه غاړې پر یو بل درنې وسلې کاروي او د سیمې ځينو اوسېدونکو خپل کورونه پرېیښي دي.
تر اوسه د دغې نښتې او اوښتو احتمالي زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم دواړو غاړو نښته کړې وه.





