۸صبح، کابل: د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په ودونو، جشنونو او نورو مراسمو کې د پټاقیو او ورته توکو پر کارولو بندیز لګولی دی.
نوموړي وزارت سهشنبه د لړم پر ۵مه په خپرې کړې اعلامیې کې لیکلي چې د پټاقیو او هر ډول هغو وسایلو کارول په بشپړ ډول منع دي چې خلک وېروي، ځوروي او روان یې اغېزمنوي.
یاد وزارت خبرداری ورکړی چې د دغه حکم سرغړوونکي به له شرعي او قانوني تعقیب سره مخ شي.
دغه وزارت سرغړونکو ته د سزا یا د چلند د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي ورکړي.
له دې مخکې د طالبانو کورنیو چارو وزارت د هېواد په ځینو ښارونو کې د شپې له ۹ بجو وروسته د پټاقیو کارول منع کړي و.





