۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچینې وايي چې د طالبانو وسلهوال مخالفان د بدخشان زیباک ولسوالۍ په توپخانه سیمه کې د طالبانو پر پوستو درانه بریدونه کړي دي.
سیمهییزو سرچینو پنجشنبه د زمري پر لومړۍ ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په دې سیمه کې نښتې سختې شوې او ښايي لمن یې نږدې څو سیمو پورې وغځېږي.
سرچینو د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات وړاندې نه کړل.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.





