۸صبح، بادغیس: ځايي سرچینې وايي، په بادغیس ولایت کې د طالبانو پر پوستو په بریدونو کې د دې ډلې څو جنګیالي ټپیان شوي دي.
سرچینو يکشنبه د لړم پر ۳مه، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې په تېرو څو شپو کې په تګابعالم او جوند ولسوالیو او د قادس ولسوالۍ په ګلچین سیمه کې د طالبانو پوستو ته څېرمه نښتې شوې دي.
د سرچینو په وینا، په دغو پېښو کې د ټپیانو کره شمېر معلوم نه دی.
په یوه جلا پېښه کې، د پنجشنبې په ورځ يوه« مجرم طالب» قلعهنو ښار ته د لېږدولو پر مهال، سره له دې چې لاسونه یې تړلي وو، ځان ازاد کړی، یو بل طالب یې وژلی او تښتېدلی دی.
دا پېښې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو او د دې ډلې د مخالفو جبهو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي
پرون هم د ملي مقاومت جبهې په هرات کې پر طالب جنګیالیو د برید خبر ورکړ او د افغانستان زرغون بهیر بیا په بدخشان کې د طالبانو د استخباراتو اړوند پر یوه موټر د برید خبر ورکړی و.





