۸صبح، کابل: د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ادعا کړې چې قرآنکریم د دغې ډلې اساسي قانون دی.
شرعي دوشنبه د لړم پر ۲۵مه ویلي چې د طالبانو قوانین له اسلامي شریعت څخه اخیستل شوي دي.
نوموړي ادعا کړې چې وضعي قوانین د اسلام خلاف دي.
افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې پکې مشروع او قانوني نظام واکمن نه دی.
طالبانو د افغانستان مخکېنی اساسي قانون لغو کړی دی.
تر اوسه د طالبانو رژیم یوازې روسیې په رسمیت پېژندلی دی.
طالبانو په تېرو پنځو کالو کې د ټولو سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز لګولی او ان د ګوند نوم اخیستل هم جرم ګڼلی دی.






