د چاپېریال ساتنې یو شمېر کارپوهان او د وحشي ژویو څېړونکي خبرداری ورکوي چې اقلیمي بدلونونه د طبیعي استوګنځایونو د شرایطو په بدلولو سره په افغانستان کې د بېلابېلو وحشي ژویو پایښت ګواښي. دوی وايي، د تودوخې لوړېدو، د وچکالۍ سختېدو او د طبیعي کنګلونو ویلې کېدو د اوبو او خوړو سرچینو ته د وحشي ژویو لاسرسی محدود کړی او د واورین پړانګ، مارکوپولو پسونو او د اوبو مرغانو په څېر د ژویو ژوند یې ستونزمن کړی دی. د دوی په وینا، دغه وضعیت د استوګنځایونو له ویجاړېدو سره یوځای د دغو ژویو پر نسلزېږونې او پایښت هم منفي اغېز کولای شي. دوی زیاتوي چې ناقانونه ښکار، د ځنګلونو وهل او د ځمکې د کارونې د ډول بدلول هم هغه عوامل دي چې د افغانستان د وحشي ژویو پر وړاندې ګواښونه زیاتوي.
دغو کارپوهانو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د کره شمېرو او منظمو ساحوي څېړنو نشتوالي د افغانستان پر وحشي ژویو د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کچې ارزونه ستونزمنه کړې ده. دوی د وحشي ژویو د ساتنې لپاره د طبیعي استوګنځایونو ساتنه، د ځنګلونو او څړځایونو بېرته رغونه او د ناقانونه ښکار مخنیوی اړین بولي او په خوندي سیمو کې د څارنې د پیاوړتیا او د چاپېریال ساتنې د قوانینو د پلي کېدو غوښتنه کوي. دوی خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام د وحشي ژویو د شمېر د کمېدو او د افغانستان د بیولوژیکي تنوع د لا ډېر زیان لامل کېدای شي
د طبیعي سرچینو او وحشي ژویو څېړونکی مجتبی بشري وايي، اقلیمي بدلونونو او د واخان او هندوکش په غرونو کې د طبیعي کنګلونو ویلې کېدو د وحشي ژویو پر استوګنځایونو اغېز کړی او ځینې ژوي یې کډه کولو ته اړ کړي دي. د هغه په وینا، دغه لېږدونه د ژویو د نفوس د تیت او پرک کېدو ساحه پراخولای او د خوړو سرچینو ته یې لاسرسی ستونزمنولای شي. بشري زیاتوي چې اقلیمي بدلونونه د خوړو د سرچینو په کمولو او استوګنیزو سیمو ته د وحشي ژویو په نږدې کېدو سره د انسانانو او ژویو ترمنځ د مخامخ کېدو خطر هم زیاتوي. د دغه څېړونکي په اند، واورین پړانګ چې د افغانستان د وحشي ژویو له نادرو ډولونو دی، د طبیعي استوګنځایونو د بدلون او ښکار ته د لاسرسي د کمېدو له امله له لا ډېرو ګواښونو سره مخ دی.
ښاغلی بشري وايي: «کله چې طبیعي کنګلونه ویلې کېږي او د وحشي ژویو استوګنځایونه بدلېږي، هغه ژوي چې په دغو سیمو کې ژوند کوي، د خپل ژوند د چاپېریال یوه برخه له لاسه ورکوي. په داسې شرایطو کې ځینې یې د بقا لپاره ټیټو سیمو ته ځي یا کډه کولو ته اړ کېږي. دغه وضعیت خوړو ته د هغوی لاسرسی محدودولای شي او د دې لامل کېدای شي چې د ښکار د موندلو لپاره د خلکو استوګنیزو سیمو ته نږدې ورشي.»
دغه څېړونکی وايي چې اقلیمي بدلونونه د ځینو ژویو، د بېلګې په توګه د نسواري او تورو خرسانو پر ژوند او د خوړو پر موندلو هم اغېز کولای شي. د هغه په وینا، د تودوخې او د موسمونو د پیلېدو د وخت بدلون ښايي د دغو ژویو د ژمي خوب او فعالیت بدل کړي؛ که د هغوی د راویښېدو وخت خوړو ته د هغوی د لاسرسي له وخت سره برابر نه وي، پايښت به یې له ستونزو سره مخ شي.
بشري زیاتوي: «کله چې ژمی ژر پای ته رسېږي او هوا تودېږي، ښايي ځینې ژوي تر خپل معمول وخت مخکې له ژمني خوبه راویښ شي او فعالیت پیل کړي؛ خو په هغه وخت کې ښايي کافي خواړه ورته موجود نه وي. اقلیمي بدلونونه له دې لارې هم د ژویو پر ژوند او بقا اغېز کوي.»
بشري ټینګار کوي چې په افغانستان کې د منظمو علمي او ساحوي څېړنو نشتوالی د وحشي ژویو پر ډولونو د اقلیمي بدلونونو د اغېزو کره ارزونه ستونزمنه کړې ده. د هغه په باور، د نړیوالو مرستو راجلبول او د ساتنې د ځانګړو پروګرامونو پلي کول له ګواښ سره د مخ ژویو او د هغو د طبیعي استوګنځایونو په ساتنه کې مرسته کولای شي.
د چاپېریال کارپوه کاظم همایون هم وايي چې د کره شمېرو او دوامداره څېړنو نشتوالی د افغانستان پر وحشي ژیوو د اقلیمي بدلونونو د پایلو ارزونه ستونزمنه کړې ده. د هغه په وینا، د دې لپاره چې د وحشي ژویو د زیانګالۍ کچه معلومه شي، باید په بېلابېلو سیمو او د وخت په بېلابېلو پړاوونو کې د هغو وضعیت وڅېړل شي.
همایون زیاتوي چې د ورښتونو کمېدل او د وچکالۍ سختېدل په طبیعي استوګنځایونو کې د اوبو او خوړو سرچینې محدودولای او د وحشي ژویو پر ژوند او نسلزېږونه اغېز کولای شي. خو هغه ټینګار کوي چې د دغو اغېزو د کره معلومولو لپاره باید د اقلیمي بدلونونو اغېز له ناقانونه ښکار او د څارویو د څرولو په څېر عواملو جلا وڅېړل شي.
همایون وايي: «پر وحشي ژیوو د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د معلومولو لپاره دوامداره څېړنو او په بېلابېلو سیمو کې د ژویو د وضعیت ارزونې ته اړتیا لرو. د خوندي او ناخوندي سیمو په پرتله کولو سره ښه معلومولای شو چې اقلیمي بدلونونو، ناقانونه ښکار او د څارویو څرول هر یو پر وحشي ژویو څومره اغېز کړی دی.»
دغه کارپوه د طبیعي سیمو ساتنه، د ناقانونه ښکار مخنیوی او د څړځایونو او لمدو سیمو بېرته رغونه هغه اقدامات بولي چې پر وحشي ژویو فشار کمولای شي. د هغه په باور، د منظمو څېړنو ترڅنګ د دغو اقداماتو پلي کول د وحشي ژیوو د ساتنې لپاره د اغېزناکو پروګرامونو په جوړولو کې اړین دي.
د چاپېریال بل کارپوه سید عبدالباسط رحماني د ځنګلونو وهل، د استوګنیزو سیمو پراختیا او د ځمکې د کارونې د ډول بدلون د افغانستان د وحشي ژویو د ګواښوونکو د عواملو په توګه یادوي. د هغه په وینا، د سون توکو او ودانیزو موادو د برابرولو لپاره له ځنګلونو ګټه اخیستل او په شنو سیمو کې د بشري فعالیتونو پراخېدل د وحشي ژویو د ژوند ساحه محدوده کړې ده.
رحماني زیاتوي چې د ځنګلونو او بوټو د ساحو په له منځه تلو سره ژوي د خپل استوګنځای، د خوړو د سرچینو او د نسلزېږونې لپاره د مناسبو ځایونو یوه برخه له لاسه ورکوي. هغه وايي چې وچکالي او اقلیمي بدلونونه هم پر دغو سیمو فشار زیاتوي.
رحماني وايي: «ځنګلونه، د بوټو ساحې او شنې ساحې د وحشي ژویو له استوګنځایونو دي. کله چې دغه سیمې د ځنګلونو د وهلو او د ځمکې د کارونې د ډول د بدلون له امله له منځه ځي، ژوي د ژوند او نسلزېږونې ځایونه له لاسه ورکوي او د خوړو سرچینو ته یې لاسرسی هم کمېږي.»
دغه کارپوه د مسوولو ادارو د وړتیاوو کمزورتیا او د طبیعي استوګنځایونو د ساتنې د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي ټیټه کچه هم له نورو ستونزو بولي. د هغه په باور، د ځنګلونو او څړځایونو ساتنه، د استوګنځایونو د ویجاړېدو مخنیوی او د سیمهییزو ټولنو د پوهاوي لوړول د وحشي ژویو پر وړاندې د فشارونو په کمولو کې مرسته کولای شي.
افغانستان له اقلیمي بدلونونو سره د مخامخ کېدو له پلوه له زیان ګالونکو هېوادونو دی. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي چې په دغه هېواد کې له ۱۹۵۰ کال راهیسې د تودوخې منځنۍ کچه د سانتي ګراد په کچه شاوخوا ۱.۸ درجې لوړه شوې ده. د شته معلوماتو له مخې، افغانستان شاوخوا ۱۲۸ ډوله تيلرونکي ژوي او ۵۰۰ ډوله مرغان لري؛ خو د هر اړخیزو څېړنو د نشتوالي له امله د هغو ډولونو کره شمېر نه دی معلوم چې د ورکېدو له خطر سره مخ دي. د تودوخې لوړېدل، د ورښتونو د بڼې بدلون او د وچکالۍ سختېدل د طبیعي استوګنځایونو د وضعیت او د دغه هېواد د وحشي ژویو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.





