• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کندهار صنعتکاران: د برېښنا کمښت د دوو پر درېیو برخو فابریکو فعالیت درولی

۸صبح، کندهار ۸صبح، کندهار
۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791806808]
Exclusive

Exclusive

د کندهار صنعتکاران وايي، په دغه ولایت کې د برېښنا کمښت پر صنعتي فعالیتونو او کاروبارونو منفي اغېز کړی دی. دوی زیاتوی چی پخوا د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې نږدې ۴۰۰ فابریکو فعالیت کاوه، خو اوس له درېیو څخه تر دوو برخو ډېرې فابریکې تړل شوې او پاتې فعالې فابریکې هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د پنځو فابریکو مسوول حاجي عبدالولي (مستعار نوم) وايي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د نویو فابریکو د جوړولو لپاره د صنعتکارانو د ملاتړ پر ځای، د هغوی ستونزې لا زیاتې کړې دي.

عبدالولي زیاتوي، مخکې په دغه صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۴۰۰ فابریکو فعالیت کاوه، خو په تېرو دوو کلونو کې نږدې ۲۸۰ فابریکې تړل شوې دي. د هغه په خبره، ۱۰ فابریکې په لنډمهالې توګه فعالیت کوي او پاتې فعالې فابریکې هم خپل تولیدات تر ۵۰ سلنې پورې راکم کړي دي.

د نوموړی په وینا، په دغه صنعتي ښارګوټي کې د فابریکو د تړل کېدو له مهمو لاملونو څخه د برېښنا نشتوالی، خامو موادو ته د لاسرسي ستونزې او د تولید شویو توکو لپاره د مناسب بازار کموالی دي. هغه ټینګار کوي چې طالبان د پانګه‌والو د ملاتړ پر ځای، هغوۍ ته لا زیاتې ستونزې جوړوي او په بېلابېلو پلمو ترې پیسې اخلي.

دغه صنعتکار وايي: «په وروستیوکلونو کې مو د فابریکو شمېر ۴۰۰ ته رسېده، خو اوس برېښنا نه شته او د تولید شویو توکو د پلور لپاره هم بازار نه لرو. لوړې مالیې اخیستل کېږي او له همدې امله اوس یوازې یو محدود شمېر فابریکې پاتې دي او نورې ټولې تړل شوې دي. که حالت همداسې دوام وکړي، تاسې به خپله ووینئ چې دلته به یوازې څو د ګوتو په شمېر فابریکې پاتې وي او نورې به هم وتړل شي. هېڅوک نه شته چې زموږ غږ واوري.»

پانګه وال محمد صادق وايي، د دوامدارې برېښنا نشتوالي او د لنډ مهال لپاره برېښنا ته لاسرسی د دې لامل شوی چې د تولید بهیر ورو شي، لګښتونه یې لوړ او یو شمېر فابریکې اړې شي چې خپل فعالیتونه راکم یا یې په بشپړ ډول ودروي.

دغه پانګه‌وال زیاتوي چې کندهار د افغانستان له مهمو سوداګریزو او صنعتي مرکزونو څخه شمېرل کېږی، خو د برېښنا کمښت ورځ تر بلې د تولیدي فابریکو، د کوچنیو او لویو کاروبارونو فعالیت سخت کړی دی. د هغه په خبره، اوسمهال د کجکي بند برېښنا په بشپړه توګه پرې شوې او د دغه ولایت د اړتیا وړ برېښنا یوازې د لنډو ساعتونو لپاره د ډیزلي جنراتورونو له لارې برابرېږي؛ خو دا برېښنا د صنعتکارانو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

صادق وايي: «د کجکي برېښنا په بشپړه توګه پرې شوې ده. دلته چې کومه ډیزلي برېښنا شته، هغه هم د لنډې مودې لپاره راکول کېږي او وروسته یې د خلکو کورونو ته نښلوي. له هغې وروسته، بیا په نوبت برېښنا راکوي. کله ناکله همدا برېښنا هم پرله‌پسې پرې کېږي. د هر ځل برېښنا پرې کېدو سره مو ټول سیستمونه بندېږي او بیا یې باید له سره چالان کړو.»

د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د ماشومانو د خوړو د یوې تولیدي فابریکې مسوول امین‌الله وايي، د برېښنا کمښت د دغې فابریکې د تولید بهیر له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. د ده په خبره، دا فابریکه په هرو ۴۸ ساعتونو کې یوازې له درېیو تر څلورو ساعتونو پورې برېښنا لري.

د دغې تولیدي فابریکې مسوول زیاتوي چې د فابریکې د فعالیت د دوام لپاره په پاتې وخت کې اړ دی، څو له ډیزلي جنراتورونو کار واخلي. د هغه په خبره، د سون ‌توکو د بیو لوړوالي هم د تولید لګښتونه زیات کړي او د محصولاتو تولید ډیر ګران پرېوځي. نوموړی وايي، د کندهار شاوخوا ۸۰ سلنه صنعتکاران هڅه کوي، خپل کاروبارونه کابل یا ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدوي؛ ځکه په اوسنیو شرایطو کې د فابریکو د فعالیت دوام ورته ستونزمن شوی دی.

امین‌الله زیاتوي: «دا مهال موږ صنعتکاران تر بل هر څه ډېر برېښنا ته اړتیا لرو. ۲۰ کاله مو انتظار وکړ، نور یې توان نه لرو. هم مو پانګونه کړې او هم مو د برېښنا د چمتو کولو لپاره څو څو ځله زارۍ کړې دي. ۲۰ ځله راسره ژمنې وشوې، خو هېڅ پایله یې نه درلوده. د هلمند د برېښنا یادونه یې راته کوله او ویل به یې چې جوړېږي، خو هغه هم جوړه نه شوه.»

د کندهار د صنعتي فابریکو د اتحادیې غړی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي: «دلته نږدې پنځو زرو ۵۰۰ کسانو کار کاوه، خو د فابریکو له تړل کېدو سره ډېری یې بې‌کاره شوي او بې برخلیکه دي. د هغو معلوماتو له مخې چې موږ راټول کړي، شاوخوا درې زره کسان بې‌کاره شوي او د هر یوه تر شا یوه کورنۍ ده.»

د کندهار د صنعتي ښارګوټي یو کارکوونکی محمد شریف وايي، د دغه ښارګوټي په یوه فابریکه کې پر کار بوخت و، خو هغه فابریکه پنځه میاشتې مخکې وتړل شوه. نوموړی زیاتوي چې د خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ د ژوند لګښتونه یې پر غاړه دي او اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

دغه ځوان وايي: «ډېرې زیاتې ستونزې لرو. پنځه میاشتې کېږي چې له کاره لرې کړل شوی یم او نه پوهېږم چې په بل ځای کې به څنګه کار پیدا کړم. زموږ د فابریکې په څېر ډېرې نورې فابریکې هم تړل شوې دي.»

ورته مهال د کندهار د صنعت او سوداګرۍ مسوول سیدسرور اماني د برېښنا اوږدمهاله پرې کېدل په دغه ولایت کې د صنعت لویه ستونزه ګڼي او وايي چې د دې ستونزې د بنسټیز اواري لپاره دې یوه لاره ولټول شي. نوموړي زیاتوي، په کندهار کې شاوخوا ۳۰۰ فابریکې ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو اوس یوازې ۴۰ مېګاواټه برېښنا، د لمریزې برېښنا د سیسټمونو او جنراتورونو له لارې برابرېږي او د برېښنا کمښت لا هم ۵۰ مېګاواټو ته رسېږي. د هغه په خبره، د جنراتورونو له لارې د یو کیلوواټ برېښنا د تولید لګښت له ۳۰ تر ۴۰ افغانیو پورې دی، په داسې حال کې چې په نورو ولایتونو کې د برېښنا بیه شاوخوا اووه افغانۍ ده.

د کندهار د صنعتکارانو خونه وايي، د وارداتي برېښنا د نښلولو پروژې ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې، خو که د برېښنا ستونزه اواره نه شي، په دغه ولایت کې به د صنعت پراختیا له سختو ننګونو سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په کندهار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال پر پانګه‌والو نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې هغوی په کندهار کې پانګونه نه کوي.

د هلمند د کجکي بند د کندهار د برېښنا له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي. په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د امریکا د پوځ او د افغانستان د تېر حکومت پوځ شاوخوا پنځه زره سرتېرو تر پنځه ورځني سفر او له طالبانو سره تر نښتو وروسته وتوانېدل چې د برېښنا د تولید یو توربین د کجکي تر بنده ورسوی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بقايي: د اسرائیل او امریکا بریدونو د ایران اټومي تاسیساتو ته پام وړ زیانونه اړولي
خبرونه

بقايي: افغانستان ته د چابهار بندر د خاورې د سپارلو خبر سم نه دی

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791804666]
پرون  څه باندې ۳۰۰ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې کړل شوې
خبرونه

څه باندې ۶۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791803181]
د څېرو څارنه، پر فکر محدودیتونه؛ طالبان څنګه پوهنتونونه له علمي رسالته لېرې کوي؟
راپورونه

د څېرو څارنه، پر فکر محدودیتونه؛ طالبان څنګه پوهنتونونه له علمي رسالته لېرې کوي؟

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791801179]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.