• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۵ تله ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د سولې مذکراتو بندون او پــــه افغانستان کـــې د هند او پاکستان زیاتېدونکې سیالي

لیکوال: مسعود نوید، ژباړن: م. ظ. صمیم

 لیکوال: مسعود نوید، ژباړن: م. ظ. صمیم لیکوال: مسعود نوید، ژباړن: م. ظ. صمیم
۱۱ ليندۍ/قوس ۱۳۹۹ - ۱ دسمبر ۲۰۲۰ [t_time:1606808125]

هند و پاکستان هغه هېوادونه دي چې په وروستیو لسیزو کې یې،د افغانستان په بدلونونو کېتر ټولو زیات رول لوبولی دي. له دې امله، د سولې په مذاکراتو کې به ددغو هېوادونو له رول پرته بریالي کېدل ناشوني وي! ددې ترڅنګ، پاکستان هېواد له خپل جوړېدو راهیسې، له هند سره د کشمیر د مسلې پر سر اختلاف لري. دا اختلافات افغانستان ته هم غځول شوي دي. پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ پراختیا د ځان د کلابندۍ په مانا بولي. له دې امله، پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنیوي لپاره له توندلارو او بنسټپالو ډلو ملاتړ کوي.
د توندلارو ډلو او مجاهدینو پیاوړي کول او له هغوی ملاتړ، د هغه مسوولیت ترڅنګ چې امریکا یې لګښت ورکاوه، د پاکستان لپاره د خپلو ګټو د خوندیتوب او د افغانستان په مناسباتو کې د هند د نفوذ په وړاندې خنډ جوړولو لپاره هم و. همداراز خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسېدو په لپاره له طالبانو ډلې ملاتړ، په افغانستان کې د هند د رول په وړاندې د پاکستان نورې هڅې دي. د پاکستان د پوځي استخباراتو سازمان (آی آس ای) په پرلپسې توګه په افغانستان کې د هند پر فعالیتونو څارنه لري. ځکه په افغانستان کې د هند اقتصادي او سیاسي فعالیتونه، د پاکستان لپاره په حساسیت پارونکو پولو لرونکي ګاونډي هېواد (افغانستان) کې، د خپل دایمي دښمن (هند) د پياوړي کولو په مانا بولي.
له بلې خوا، هند هم هڅه کوي د افغانستان په سیاسي او اقتصادي مناسباتو کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول رول ولوبوي. د طالبانو رژيم په وړاندې له شمالي ټلوالې ملاتړ یې مهمه بېلګه ده. د اقتصادي فعالیتونو پراختیا او د اوبو د بندونو په شان لویو ملي پروژو کې ونډه اخیستل، په افغانستان کې د هند ستراتیژیک پروګرامونه دي. له دې سره سره، هر څومره چې له افغانستان سره د هند اړیکې نږدې کېږي، د افغانستان په وړاندې د پاکستان د بدبینۍ کچه لوړېږي. له دې امله، هند او پاکستان تل په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره، د دوی د پلوي ډلو او سیاسیونو ملاتړ کړی دی. د افغانستان د سولې خبرو په پيلېدو، دغو دواړو هېوادونو خپل فعالیتونه لاګړندي کړي دي.
پاکستان له افغانستان سره په اړیکو کې څو اړخیزې لوبې پرمخ بیايي. دغه هېواد- په ظاهره، د افغانستان په وړاندې د ښه نیت په تګلاره کې، د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره د همکارۍ ژمنه کوي. خو په باطن کې، یې تل په افغانستان کې د جګړې په پراختیا کې رول لرلی دی. له ترهګرو او افراطي ډلو ددغه هېواد ښکاره ملاتړ، دا په اصطلاح ښه نیت، پيکه کړی دی.
له دې سره سره، د سولې په مذاکراتو کې د پاکستان د مثبت رول په اړه هیله مندي شته. خو دا هیله مندي له دې وړاندې هم تجربه شوې چې وروسته یې د پام وړ پایلې نه دي لرلي. په دې وروستیو کې پر پاکستان د امریکا او نړیوالې ټولنې په فشار سره، طالبان له افغان دولت سره خبرو ته حاضر شوي دي. خو د دوی ترمنځ اختلافاتو دا مذاکرات له بندون سره مخامخ کړي دي. دا اختلافات په افغانستان کې د هند او پاکستان د هڅو د زیاتېدلو لامل شوي دي.
پاکستاني چارواکو لخوا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته بلنه، د سولې له مذاکراتو وروسته د افغانستان په سیاسي تعاملاتو کې د پاکستان د رول په اړه اټکلونه زیاتوي. پاکستان تل په افغانستان کې څو اړخیز سیاست لوبولی. د سولې مذاکراتو د بریالیتوب پر مهال، پاکستان په راتلونکي حکومت کې د لازیات رول لرلو په لټه کې دی. دا رول به له طالبانو سره پر همنظره ډلو د نفوذ له لارې چې حکمتیار هم پکې دی، شونې وي.
له بلې خوا، که چېرې د سولې مذاکرات د پاکستان د منلو وړ پایلې ته ونه رسېږي، دا هېواد به په افغانستان کې د خپلو سیاستونو له همغږو ډلو او سیاستوالانو په ملاتړ، د جګړې د پراختیا په لټه کې وي! ددې ترڅنګ، هند هم له هغو سیاستوالانو او ډلو ملاتړ کوي چې د پاکستان په وړاندې له تضاده ډک نظریات ولري. د اسلامي جمعیت د اجراییه چارو د رئیس عطامحمد نور کوربتوب چې له طالبانو سره د جګړې پرمهال، د هند له ملاتړه هم برخمن و، د افغانستان په مسایلو کې د سیمې د دغو لوبغاړو (هند او پاکستان) د فعالیتونو د پراختیا ښودنه کوي. له دوو مخالفو لوریو ددغو دواړو هېوادونو ملاتړ، له طالبانو سره د افغان دولت د مذاکراتو بهیر په اوږدېدو سره لاجوت شوی. ښايي هند په دې باور وي چې د سولې خبرو د بریالي کېدو او یا ناکامۍ پر مهال، سیاسي واک په بشپړه توګه د پاکستان لاس ته ورنه شي چې هغه وخت به د افغانستان په مناسباتو کې د هند رول کمزوری شي.
ددې ترڅنګ، پاکستان ځان ته د وفاداره کسانو په ملاتړ، له لوېدېځه د لازیات امتیاز اخیستو په لټه کې دی. له دې سره سره، دغه دواړه مخالف هېوادونه د افغانستان د سولې په بهیر کې په پرمختګ سره هڅه کوي په هغه نظام کې چې د سولې له خبرو وروسته رامنځته کېږي فعال رول ولري. پاکستان هڅه کوي په افغانستان کې داسې حکومت رامنځته شي چې سرحدي مسلو ته د نه پاملرنې ترڅنګ، د هند له رول سره هم مخالف وي، چې پخپله هم د هند له کلابندۍ خوندي پاتې وي. د پاکستان دا غوښتنه تر ډېره د طالبانو تېرې واکمنۍ ته په پام سره، د طالبانو د اسلامي امارت په راتلو سره محسوسېږي.
خو په مقابل کې هند، په افغانستان کې د ځان د سیاسي نفوذ د پراختیا په لټه کې دی، چې له دې لارې د پاکستان د فعالیتونو د مخنیوي ترڅنګ، د راتلونکي نظام (د سولې له مذاکراتو وروسته) فعال رول ولري او د پاکستان د موخو په وړاندې خنډ هم جوړ کړي.
له دې سره سره، د افغانستان د بهرني سیاست دستګاه له ۲۰۰۱ کال وروسته ونشول کولای چې له هند او پاکستان سره په اړیکو کې انډول وساتي. له دغه دوو هیوادو(هند او پاکستان) هر یوه سره یې د افغانستان د اړیکو پراختیا د بل لوري د اندېښنې لامل شوې ده. ددې خبرې مانا داده چې په تېرو دوو لسیزو کې، د هند او پاکستان په وړاندېد افغانستان بهرني سیاست ډېرې لوړې ژورې لرلې دي.
په ټول کې هند او پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په لویو مناسباتو کې، د خپلو ګټو په برخه کې رول لرلی دی، چې له ښکیلو ډلو ملاتړ او د خپلو لویو ستراتیژیو د عملي کولو لپاره، د دوي جذبول یې، په افغانستان کې مهمې هڅې دي. د څو اړخیزو کړنو عملي کول، له دیپلوماتیکو او غیز دیپلوماتیکو لارو د فعالیتونو پراختیا، د افغانستان په اړه ددغو دوو هېوادونو مهم کارونه بلل کېدلای شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د لمریزې برېښنا ۹.۸ مېګاواټه ظرفیت رامنځته شوی
خبرونه

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د لمریزې برېښنا ۹.۸ مېګاواټه ظرفیت رامنځته شوی

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791363768]
ژبنی او قومي تبعیض؛ په افغانستان کې د ملي او نړیوالو بنسټونو د استخدام په بهیر کې څه تېرېږي؟
راپورونه

ژبنی او قومي تبعیض؛ په افغانستان کې د ملي او نړیوالو بنسټونو د استخدام په بهیر کې څه تېرېږي؟

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791360493]
فایق: د افغانستان د پخواني نظام پوځي او امنیتي ځواکونه د «طالبانو د جنایت» قربانیان دي
خبرونه

فایق: د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پر ملکي وګړو د بریدونو لپاره نه شي توجیه کېدای

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791359997]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.