پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو پر اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګېدلې دي. دغو محدودیتونو، له زدهکړو او ګڼو کاري فرصتونو څخه د محرومیت ترڅنګ، ګڼې کارکوونکې ښځې له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي. د ښځینه سینګارځایونو تړل کېدل یوه له هغو پرېکړو وه چې زرګونه ښځې یې له کارځای او د عاید له سرچینې محرومې کړې. د ډېرو دغو ښځو لپاره دا یوازې یو مسلک نه و، بلکې د ژوند د لګښتونو برابرولو، له کورنۍ سره د مرستې او مالي خپلواکۍ د لرلو یوه لار هم وه.
د هغو ښځو لپاره چې د کورنیو سرپرستي ورلغاړې وه، د دغه عاید له لاسه ورکولو درنې پایلې درلودې. ځینو یې د سینګارځایونو له تړل کېدو وروسته هڅه وکړه چې خپل کار په کور کې روان وساتي، خو د دایمي پېرودونکو نشتوالي او د فعالیت د امکاناتو محدودېدو یې عاید کم کړی دی.
فریبا هم له دغو ښځو یوه ده. هغه د اووه کسیزې کورنۍ سرپرسته ده او د سینګارځای له تړل کېدو مخکې یې د دغه مسلک له لارې د کورنۍ لګښتونه برابرول. د سینګارځای له تړل کېدو وروسته اړه شوه چې کار په کور کې روان وساتي؛ خو د هغې په خبره، د دغه کار عاید له هغه سره د پرتلې وړ نه دی چې په سینګارځای کې یې ترلاسه کاوه.
فریبا وايي: «تر هغې مې چې دوکان درلود، وضعیت ښه و، کاروبار مې ښه روان و او توانېدم د سینګارولو له لارې د کور لګښتونه برابر کړم؛ خو اوس اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی. دوکانونه تړل شوي او مجبوره شوې یم چې په کور کې کار وکړم. تاسې پوهېږئ چې په کور کې کار د دوکان په څېر نه وي. ډېرې ښځې یا باور نه کوي، یا یې مېړونه اجازه نه ورکوي چې کور ته مو راشي. له همدې امله، کله پېرودونکې راځي او کله نه.»
د فریبا عاید داسې مهال کم شوی چې د اووه کسیزې کورنۍ د لګښتونو برابرولو مسوولیت ورلغاړې دی. هغه کور چې دوی پکې ژوند کوي، کرايي دی او هره میاشت څلور زره افغانۍ ورکوي. مور یې ناروغه ده او یو ورور یې وزګار دی.
فریبا د پلار له مړینې وروسته د کورنۍ د لګښتونو برابرولو مسوولیت پر غاړه اخیستی. هغه وايي، پلار یې شاوخوا اته کاله مخکې شهید شوی او له هماغه وخته راهیسې د کور د لګښتونو د برابرولو مسوولیت یې پر غاړه دی. نوموړې وايي: «پلار نه لرم، شاوخوا اته کاله مخکې په همدې ورځو شپو کې شهید شو. د خپلې کورنۍ سرپرسته یم او د کور د لګښتونو د برابرولو مسوولیت لرم. نن سبا ان په کور کې د خوړلو لپاره هم څه نه لرو. د مالي ستونزو له امله مجبوره شوم پور واخلم او اوس پوروړې هم یم.»
د فریبا لپاره اقتصادي ستونزې یوازې د کورنۍ د ورځنیو لګښتونو تر برابرولو محدودې نه دي، بلکې د مور ناروغۍ ته هم اندېښمنه ده. فریبا وايي، یوه ورځ یې د مور د وینې فشار لوړ شوی و، خو کورنۍ یې دومره پیسې نه لرلې چې ان د ډاکټر د یوې معاینې پیسې پرې کړي.
هغه په خواشینۍ وايي: «دولت یوازې د امرونو ورکول زده کړي؛ خو د غریب او بېوسه پر سر چې څه تېرېږي، څوک یې پوښتنه کوي؟ همدا پرون مې د مور د وینې فشار لوړ شوی و، ته باور کوې چې د یوې معاینې پیسې مو هم نه لرلې؟ د دې بېکارۍ او داسې ژوند له لاسه نږدې ده لېونۍ شم؛ له هرې خوا تر فشار لاندې یم.»
فریبا یوازینۍ ښځه نه ده چې د سینګارځایونو له تړل کېدو وروسته له داسې وضعیت سره مخ شوې. طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې په ټول افغانستان کې د ښځینه سینګارځایونو د تړلو امر صادر کړ. د خپرو شویو اټکلونو له مخې، هغه مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ زره ښځینه سینګارځایونه فعال و او نږدې ۶۰ زره ښځو په دې برخه کې کار کاوه. د دغه فرمان په عملي کېدو زرګونه سینګارځایونه وتړل شول او ګڼې ښځې د عاید له سرچینې بېبرخې شوې.
دې پرېکړې یوازې د سینګارځایونو خاوندانې اغېزمنې نه کړې، بلکې ګڼو ښځو په دغو مرکزونو کې کار کاوه او د همدغه مسلک له لارې یې د ځان او کورنیو د ژوند لګښتونه برابرول. د سینګارځایونو ځینو خاوندانو نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړې وه، خو د دغو دوکانونو په تړل کېدو هغه کاري فرصتونه هم له منځه لاړل.
په هغو کورنیو کې چې د ښځو عاید د ورځنیو لګښتونو په برابرولو کې مهمه ونډه لرله، د دغه عاید په له لاسه ورکولو د کورنۍ پر ټولو غړو اقتصادي فشار زیات کړی دی. د کور کرایې ورکول، د خوراکي توکو اخیستل، د درملنې لګښتونه او د نورو اړتیاوو پوره کول بیا د دغو کورنیو لپاره سخت شوي دي.
د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، د سینګارځایونو تړل کېدو د هغو ښځو مسلکي لار هم بدله کړې چې کلونه یې د دغه مسلک د زده کولو او خپلواک کار د پیلولو لپاره هڅې کړې وې.
د کابل اوسېدونکې خدیجه هم له دغو ښځو یوه ده. نوموړې د طالبانو له راتګ شپږ کاله مخکې خپل سینګارځای پرانیستی و او له همدې لارې یې د کور په لګښتونو کې ونډه اخسیتله. خدیجې د دغه مسلک د زده کولو لپاره ډېرې هڅې کړې وې، څو دا په مسلکي او نوې بڼه زده کړي. خو د ښځینه سینګارځایونو د تړلو په فرمان یې مسلکي فعالیت په ټپه ودرېد.
خدیجه وايي: «کله مې چې واورېدل، باید سینګارځایونه وتړل شي، د دغه خبر اورېدل راته رښتیا هم ډېر سخت و. داسې احساس مې کاوه، لکه ټولې هغه هڅې او موخې چې د خپل مسلک لپاره مې لرلې، په یوه شېبه کې له منځه تللې وي.» نوموړې زیاتوي: «کله چې طالبان راغلل، فکر مې نه کاوه چې ان سینګارځایونه چې د ښځو ځانګړي ځایونه دي، هم وتړل شي. د دې خبرې منل راته سخت و او وروسته مې د اوږدې مودې لپاره له رواني پلوه ښه احساس نه درلود.»
د خدیجې لپاره د سینګارځای تړل یوازې د کارځای له لاسه ورکولو مانا نه لرله. نوموړې کلونه د دغه مسلک د زده کولو او کاري راتلونکې د جوړولو لپاره هڅې کړې وې او سینګارځای یې د هغو پلانونو یوه برخه وه چې د خپلې راتلونکي ژوند لپاره یې لرل.
نوموړې وايي: «له ځان سره مې ویل، ولې ونه شم کړای په خپل هېواد کې ازاد ژوند وکړم؟ ولې باید د یوې ښځې ارمانونه واخیستل شي؟ ګناه مو څه ده؟ د څه سزا باید وګالو؟ زړه مې غوښتل یوه لار ومومم او د تل لپاره له هغه هېواده ووځم چې ښځې پکې د ساه اخیستلو حق هم نه لري.»
خدیجه له دغو ټولو ننګونو سربېره هم هیله لري چې یو ورځ به بېرته خپل مسلک ته راوګرځي. هغه وايي: «له دغو ټولو ستونزو سره سره مې یوه لویه هیله دا ده چې یوه ورځ بېرته خپل سینګارځای پرانیزم او هغه کار بیا پیل کړم چې کلونه مې ورته هڅې کړې دي.»
د خدیجې او فریبا ترڅنګ، ځينې نورې ښځينه سینګارونکې هم هڅه کوي هغه مهارتونه پرېنږدي چې د زده کولو لپاره یې کلونه وخت او پیسې لګولې دي. ځینې یې په خپلو کورونو کې کار کوي او محدودې پېرېدونکې مني، خو په کور کې کار کول د هغه عاید ځای نه شي ډکولی چې د سینګارځایونو له تړل کېدو مخکې یې درلود.
دا په داسې حال کې ده چې په کاري بازار کې د ښځو پر اقتصادي فعالیتونو محدودیت، د ګڼو هغو کورنیو لپاره چې مخکې یې د لګښتونو ډېره برخه ښځو برابروله، د کاري فرصتونو په له لاسه ورکولو یې اقتصادي تړلتیا او فشارونه پراخ شوې دي.
د فریبا په څېر ښځو لپاره د سینګارځای تړل یوازې د یوه دوکان له لاسه ورکول نه دي. هغه باید د اووه کسیزې کورنۍ د ژوند لګښتونه برابر کړي او که څه هم چې پېرودونکي یې کم شوي، هڅه کوي له هماغه مهارته عاید ترلاسه کړي چې د زده کولو لپاره یې کلونه زحمت ایستلی دی.
د خدیجې لپاره هم سینګارتون یوازې کارځای نه و؛ هلته د کلونو هڅو، زدهکړو او د راتلونکي لپاره د پلان جوړولو پایله نغښتې وه؛ هلته چې اوس خپل مسلک ته د بېرته ستنېدو په تمه ده.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې پر ښځو اقتصادي او ټولنیز محدودیتونه لا دوام لري او کاري فرصتونه یې ورځ تر بلې محدودېږي. د دغو ښځو د یوې برخې بنسټيزه غوښتنه یوازې د یوې دندې لرل نه دي؛ هغوی غواړي له خپلو زدهکړو او مهارتونو ګټه واخلي، کار وکړي او د خپلو کورنیو د لګښتونو په برابرولو کې ونډه واخلي.
د هر تړل شوي سینګارځای تر شا یوه ښځه ده چې د راتلونکې د جوړولو لپاره یې کلونه هڅې کړې دي. د فریبا لپاره سینګارځای ته بېرته ستنېدل ښايي د هغه عاید د بېرته ترلاسه کولو مانا ولري چې له لارې یې د کور لګښتونه او د خپلې مور د درملنې پیسې برابرولی شي؛ او د خدیجې لپاره دا د هغه مسلک د بیا پیلولو فرصت دی چې د زده کولو لپاره یې کلونه هڅې کړې دي.
د هغوی لپاره سینګارتون ته بېرته ستنېدل یوازې کارځای ته بېرته ورګرځېدل نه دي؛ بلکې خپل مسلک، عاید او د ژوند هغې برخې ته ستنېدل دي چې د سینګارځایونو په تړل کېدو ترې اخیستل شوې ده.





