۸صبح، ننګرهار: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.
ملګرو ملتونو يکشنبه د لړم پر ۱۰مه، پر اېکس پاڼه لیکلي چې فاطمې په دې سفر کې افغانستان ته د دغه سازمان پر ژمنتيا او ترې د ملاتړ پر دوام ټينګار کړی دی.
هغې په دې سفر کې د طالبانو له چارواکو، ښځو، قومي مشرانو، سوداګرو او راستنېدونکو سره کتلي دي.
فاطمې په دغو کتنو کې د خلکو د اړتیاوو او بېړنیو ستونزو په اړه له هغوی سره خبرې کړې دي.




