۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د افغانستان په څو ولایتونو کې د ۳۰ زرو نیالګیو د کېنولو د پلان خبر ورکړی دی.
دغه بنسټ يکشنبه د لړم پر ۱۰مه، ویلي چې دا طرحه به د اقتصادي بیارغونې پروګرام د دویم پړاو په اډانه کې پلې شي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې دا طرحه به د کاري فرصتونو په برابرولو، د سیمه ییزو ټولنو د ژوندانه د چارو په ملاتړ او په افغانستان کې د چاپېریال په بیارغونه کې مرسته وکړي.
د اقتصادي بیارغونې پروګرام دویم پړاو د بېړنیو مرستو پر رسولو، د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او د زیانګالونکو خلکو لپاره د حیاتي زېربناوو پر جوړولو متمرکز دی.




