• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدل؛ په هلمند کې د مالوچو بیه ۶۰ سلنه لوېدلې

۸صبح، هلمند ۸صبح، هلمند
۱۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793534248]
Exclusive

Exclusive

په هلمند کې ځينې کروندګر وايي، له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله یې د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د مالوچو بیه چې پخوا یې ښه بازار درلود، په بې‌ساري ډول راټیټه شوې او بزګران نه شي کولی د خپلو کرنیزو محصولاتو د کرلو او راټولولو لګښتونه پوره کړي.

ګل محمد چې کروندګر دی، وايي د کیمیاوي سرې، کرنیزو درملو او نورو اړینو توکو د بیو لوړېدل او ټیټ کیفیت یې هغه ستونزې دي چې د کرنیزو فعالیتونو لګښتونه یې زیات کړي دي. د هغه په وینا، په تېرو کلونو کې چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې لارې پرانیستې وې، د مالوچو له پلوره یې یو څه ګټه ترلاسه کوله؛ خو سږ کال یې راټول شوي مالوچ په کورونو کې پاتې دي او پېرودونکي نه لري.

دا کروندګر زیاتوی: «سږ کال د مالوچو بازار ډېر خراب شوی دی. پخوا چې له پاکستان سره مو سوداګریزې لارې پرانیستې وې، د مالوچو له پلوره مو یو څه ګټه ترلاسه کوله؛ خو اوس لارې تړل شوې دي، زموږ محصولات په کورونو کې پاتې دي او پېرودونکي نه ورته موندل کېږي. د کیمیاوي سرې، کرنیزو درملو او نورو اړینو توکو بیې هم لوړې شوې دي؛ له همدې امله نه شو کولی خپل لګښتونه بېرته ترلاسه کړو.»

یو بل کروندګر جان‌آغا بیا وايي، اوسنی حالت ورته ډېرې ستونزې جوړې کړې او نه پوهېږي چې د ځمکو حاصلات څنګه په مناسبه بیه وپلوري. هغه زیاتوي: «اوسنی وضعیت زموږ بزګرانو لپاره ډېر ستونزمن دی. د ځمکو د چمتو کولو، سرې، درملو او نورو کرنیزو توکو د پېرلو لپاره ډېر لګښتونه کوو؛ خو کله چې خپل محصولات راټولوو، په بازار کې مناسبه بیه نه لري. نه پوهېږو چې څنګه خپل محصولات وپلورو او د یو کال لګښتونه څنګه پوره کړو.»

د هلمند په سوداګریز بازار کې د مالوچو سوداګر حاجي احمدشاه وايي، د مالوچو د حاصلاتو د راټولولو له فصل سره هم‌مهاله په بازار کې د دغه محصول بیه په بې‌ساري ډول راټیټه شوې ده. د هغه په وینا، د سږنیو حاصلاتو ترڅنګ د تېر کال د مالوچو یوه برخه هم د هلمند په ګودامونو کې پاتې ده او نه پوهېږي چې د پلور لپاره یې کوم بازار ته ولېږدوي.

دغه سوداګر وايي: «د مالوچو د راټولولو د فصل پر مهال په بازار کې د دغه محصول بیې په بې‌ساري ډول راټیټې شوې دي. پخوا د یوه من مالوچو بیه له ۲۵۰ تر ۳۵۰ افغانیو پورې رسېده؛ خو اوس د پېرودونکو د کمښت او د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله یې بیې په څرګند ډول راټیټې شوې دي. د تېر کال د مالوچو یوه برخه هم لا زموږ په ګودامونو کې پاتې ده او نه پوهېږو چې په کوم بازار کې یې وپلورو.»

د هلمند د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، له پاکستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو تړل کېدو د دغه ولایت د کرنیزو محصولاتو د بیو د راټیټېدو لامل شوی دی.

د هلمند د سوداګرۍ خونې مرستیال عطامحمد اخلاقي وايي، د سون‌توکو د بیو لوړېدل هم یو له هغو عواملو څخه دي چې د هلمند پر مالوچو یې ناوړه اغېز کړی دی. هغه زیاتوي چې هڅه کوي چین، ایران، ترکیې، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته د صادراتو لپاره د بدیلو لارو په موندلو د هلمند د مالوچو د لېږد لپاره لاره برابره کړي.

اخلاقي وايي: «د لویو لارو تړل کېدو او له بهرنیو هېوادونو سره په سوداګریزو اړیکو کې محدودیتونو د هلمند پر کرنیزو محصولاتو ناوړه اغېز کړی دی. د سون‌توکو د بیو لوړېدو هم د لېږد رالېږد لګښتونه زیات کړي او په پایله کې یې د مالوچو بازار پیکه کړی. هڅه کوو چې د چین، ایران، ترکیې، ازبکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له لارې د هلمند د مالوچو لپاره بدیل صادراتي بازارونه پیدا کړو، څو سوداګر وکولای شي خپل محصولات بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.»

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګرو ملتونو د افغانستان اړتیاوو ته پر پاملرنې ټینګار وکړ
خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان اړتیاوو ته پر پاملرنې ټینګار وکړ

۱۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793533050]
Exclusive
خبرونه

سرچینې: په دایکنډي کې یو قومي مخور په ډزو وژل شوی دی

۱۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793532563]
د نیمو شپو پټاقۍ؛ د کابل د کورنیو وېره او د طالبانو بې‌پامي
راپورونه

د نیمو شپو پټاقۍ؛ د کابل د کورنیو وېره او د طالبانو بې‌پامي

۱۰ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793531976]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ښارګوټی جوړوونکی ویاند؛ مجاهد څنګه د کابل په شنه ساحه کې ښارګوټی جوړوي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبان: د افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي موټرو تګ راتګ ۲۴ ساعته شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.