۸صبح، کابل: له پولیو پاک افغانستان بنسټ د ماشومانو پر واکسینولو ټینګار کړی او له ميندو او پلرونو یې غوښتي چې خپل ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.
دغه بنسټ پنجشنبه د لړم پر ۱۴مه، په یوه پیغام کې ویلي چې د پولیو (د ماشومانو د ګوزڼ) پر وړاندې د واکسین کمپاین نن هم دوام لري، څو ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې خوندي شي.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ د ماشومانو د واکسینولو په برخه کې د والدینو له همکارۍ مننه کړې ده.
پولیو یوه ویروسي، ساري او خطرناکه ناروغي ده چې تر ډېره له پنځو کلونو کمعمره ماشومان ګواښي.





